د نجونو ښوونځيو او د نړيوالو رسنیو د نشراتو پر پیل د ملګروملتونو ټینګار

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) مشر اخیم شټاینر د سه‌شنبې په ورځ کابل کې په یوه خبري غونډه کې د اسلامي امارت له مشرانو څخه وغوښتل چې د نجونو ( له شپږم پورته نجونو زده‌کوونکو) د متوسطه او عالي لېسو د پیل په اړه پر خپلې پرېکړې بیا کتنه وکړي.

د تجارتي شرکتونو ټولنه: افغان پانګوال دې هېواد ته راستانه شي

د افغانستان د پانګوالو د تجارتي شرکتونو ټولنه نن کابل کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې په رسمي توګه خپل فعاليت پيل کړ. د دې ټولنې مسوولان وايي، دا ټولنه  د افغانستان د پانګوالو ترمنځ د يووالي رامنځته کولو په موخه جوړه شوې ده.

امر بالمعروف وزارت: دولتي کارکوونکو ته مو د «ږیرې» پرېښودو توصیه کړې

 د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهې‌ عن‌المنکر وزارت سلام‌وطندار ته تایید کړه چې یوه میاشت وړاندې یې ټولو دولتي ادارو ته یو مکتوب استولی او په‌کې له دولتي کارکوونکو غوښتنه شوې چې «ږیره» پرېږدي او «خولۍ» هم په سر کړي.

چین کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ناسته؛ شنونکي: له اقتصادي پلوه ګټوره ده

د چین د بهرنیو چار وزارت ویلي چې هېواد به یې سبا چهارشنبه د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه ورځنۍ ناستې کوربه وي.

که څه هم د اسلامي امارت چارواکو ویلي، تر اوسه د یادې غونډې له اجنډا څخه ډېر معلومات نه‌لري، خو زیاتوي چې پر اقتصادي او ورته مسایلو به په‌کې خبرې وشي.

روزګان کې د طبیعي ګازو زېرمې موندل شوي

د روزګان ولایت چارواکي  وايي چې د دغه ولايت اړوند په دهراوود ولسوالي کې داسې نښه موندل شوي چې د دغې ولسوالي په ځینو سیمو کې د ځمکې لاندې د طبیعي ګازو زېرمې موجودې دي.

د نړیوالو رسنیو پر نشراتو بندیز؛ امریکا: ښوونه او د بیان ازادي غربي ارزښتونه نه دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي امارت له لوري په افغانستان کې د نړیوالو رسنیو پر نشراتو د بندیز لګولو په اړه اندېښنه ښودلې او له سرپرست حکومت څخه یې غوښتنه کړې چې د افغانانو پر حقونو برید ودروي.

د امربالمعروف وزارت: دولتي ادارو کې د «بې ږیرې او بې خولۍ» کسانو لپاره طرحه نه‌لرو

باختر خبري اژانس په یوه ټویټر پیغام کې د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهې‌ عن‌المنکر وزارت د ویاند محمدصادق عاکف له خولې لیکلي چې یاد وزارت په دولتي ادارو کې د هغو کسانو د ممنوعیت په اړه کومه طرحه نه ده جوړه کړې چې «ږیره» او یا هم «خولۍ» ونه لري.

د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون: ناقانونه چلن او محدودیت به د رسنیو نیمڅی ورټول کړي

د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون په هېواد کې د خبریالانو او رسنیو له وضعیت څخه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې له خبریالانو او رسنیو سره ناقانونه چلن او محدودیت به د رسنیو نیمڅی ورټول کړي. په خبرپاڼه کې راغلي، اسلامي امارت د کورنیو رسنیو پرمټ د یو‌شمېر نړیوالو رسنیو پر ټلوېزیوني نشراتو هم بندیز لګولی دی.

د نړیوالو ټلوېزیونونو پر نشراتو بندیز؛ ا.ا: اسلامي او افغاني فرهنګ ته یې پام نه کاوه

وروسته له هغې چې اسلامي امارت په افغانستان کې د یو‌شمېر بهرنیو رسنیو پر ټلوېزیوني خپرونو بندیز ولګاوه، اوس د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولان وايي، یاده پرېکړه یې له دې امله کړې چې دغو رسنیو د «هېواد افغاني او اسلامي فرهنګ» ته پام نه کاوه.