
شنونکي: د کورنیو او نړیوالو غوښتنو تر بشپړېدو به د ا.ا سفیران ونه منل شي
وروسته له هغې چې پاکستان، ترکمنستان، قطر او روسیې د اسلامي امارت یوشمېر ډيپلوماټان ومنل، اوس چین هم په یوه ورته اقدام کې د اسلامي امارت ډيپلوماټان منلي دي. د سیاسي چارو کارپوهان وايي، کوم هېوادونه چې سفارتونه يې کابل کې فعالیت لري، اړ دي چې د چارو مخته وړلو لپاره د اسلامي امارت ډیپلوماټان هم په خپل هېواد کې ومني.














