د ښځو حجاب په اړه د ا.ا د فرمان پر وړاندې نړيوال غبرګونونه

د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت نن په یوه تازه فرمان کې له ټولو مېرمنو غوښتي چې اسلامي حجاب مراعت کړي، کنه نو د بې‌حجابه ښځې «ولي» ته به سزا ورکول کېږي.  د اسلامي امارت له خوا پر ښځو د حجاب جبري کېدو پرېکړې ملي او نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.

ښځو په اړه د ا.ا نوی فرمان؛ د بې‌حجابه ښځې «ولي» ته به سزا ورکول کېږي

د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت د ښځو د حجاب په اړه تازه فرمان صادر کړی او ویلي چې له دې ورسته ټولې مېرمنې باید اسلامي حجاب مراعت کړي. په دغه فرمان کې راغلي،  په هره جامه چې بدن پټ کړای شي هغه حجاب دی، خو په هغه شرط چې نازک او تنګ نوي.

ناپېژنده وسله‌والو د بغلان امنیې قومنداني د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر وژلی

بغلان ولایت کې محلي سرچینې سلام‌وطندار ته وايي چې ناپېژنده وسله‌والو د دغه ولایت د امنیې قومنداني د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر، لومړی له کور څخه راوېستلی او وروسته یې وژلی دی.

د سرچینې په وینا، دغه پېښه پرون د دغه ولایت اړوند په تاله‌ او برفک ولسوالي کې رامنخته شوې ده.

اسراييلو کې د چړو په وسيله درې کسان وژل شوي او څلور ټپيان دي

اسراييلي چارواکي وايي، په تل ابیب کې د پنجشنبې پر ماښام دوو وسله‌والو په خلکو د چړو ګوزارونه کړي چې درې کسان یې وژلي او څلور نور یې ټپيان کړي دي. برید د اسراييل د خپلواکۍ پر ورځ شوی او دا په وروستیو اوونیو کې د خپل ډول تازه برید بلل کېږي. د حماس ډلې دغه بريد ستايلي او ويلي يې دي: «د الاقصی پر جومات بريد بې ځوابه نه پاتې کېږي.»

افغانستان کې د بشري حقونو نقض په اړه د هند او فرانسې اندېښنه؛ دواړو هېوادونو پر ټول‌شموله حکومت ټینګار وکړ

د هند او فرانسې مشرانو د اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د بشري ناورین او د بشري حقونو د سرغړونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې. هغوی ټینګار کړی چې د  سوله‌ییز، باامنه او باثباته افغانستان ملاتړ  کوي.

سیګار: په افغانستان کې بشري وضعیت مخ په خرابېدو دی

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي چې په تېرو درېوو میاشتو کې په افغانستان کې بشري وضعیت خراب شوی دی. په راپور کې راغلي، د ۲۰۲۱ کال په اګېسټ میاشت کې کله چې اسلامي امارت واک ترلاسه کړ، بشري مرستو ته د اړتیا وړ کسانو شمېر ۲۴.۴ میلیونو ته لوړ شوی، په داسې حال کې چې تر دې مخکې دغه شمېر ۱۸.۴ میلیونه وه.