
هلمند کې پر کروندو د ملخانو یرغل؛ مسوولان: د دوا شیندلو کمپاین شوی
د هلمند ولایت محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په واشېر او مارجې ولسوالیو کې ملخانو پر شنو کروندو یرغل کړی چې د مخنیوي لپاره یې سیمې ته د دوا شیندلو لپاره ټيمونه استولي دي.

د هلمند ولایت محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په واشېر او مارجې ولسوالیو کې ملخانو پر شنو کروندو یرغل کړی چې د مخنیوي لپاره یې سیمې ته د دوا شیندلو لپاره ټيمونه استولي دي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې له ډیورنډ فرضي کرښې سره نږدې د خېبر پښتونخوا په سوېلي وزیرستان کې د چاودنې له امله یو پاکستانی سرتېری وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

د هلمند اوسېدونکي په دغه ولایت کې د غنمو له لوړې بیې څخه شکایت کوي. دوی وايي چې د هلمند له مرکز لښکرګاه او د یوشمېر ولسوالیو له ځمکو څخه د غنمو حاصلات ترلاسه شوي او باید بیه یې ټیټه وای، خو په وروستیو ورځو کې یې بیه په کمساري توګه لوړه شوې ده.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو مرستیال ذبېحالله مجاهد د مطبوعاتو نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې یوې جوړې شوې غونډه کې د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو ته د رسېدو کمېسیون د بېرته فعالېدو خبر ورکړ.

پر ښځو د محدودیتونو د لګولو پر دوام د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت تصویري رسنیو کې د ښځینه کارکوونکو لپاره تازه سپارښتنه کړې ده.

د هلمند روغتیايي مسوولان وايي چې د تېرو کالونو په پرتله سږکال په دغه ولایت کې پر شري ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېر شوی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبېحالله مجاهد په ترکیه کې د افغان سیاسي مشرانو د غونډې په تړاو وايي، که دغه غونډه د افغانستان د سولې او ارامۍ له پاره جوړه شوي وي، ورڅخه هرکلی کوي او که د افغانستان بېثباتۍ لپاره وي، ورسره به مقابله وکړي.

د هېواد په سوېلي حوزه کې د افغان ټیلیکام مخابراتي شرکت مسوولان وايي چې د نوري فایبر پرمټ، داسې یو پروګرام تر لاس لاندې لري چې له مخې به یې، د هلمند د مرکز شپږ ښوونځیو او د دغه ولایت د ولسوالیو ځينې ښوونځیو ته انټرنټي خدمتونه وړاندې کړي.

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پر جوماتونو او تکیهخانو ځانمرګونو بریدونو او چاودنو د غزني ښار په «خانقاو» کې پر تصوفي او عرفاني غونډو او فعالیتونو سیوری غوړولی دی.

د غویي ۲۸ مه د موزیم نړیواله ورځ ده. په دغه ورځ کابل کې د افغانستان ملي موزیم ته د ګوتو په شمېر لېدوونکي راغلي او د اسلامي امارت له لوري د موزیم نړیوالې ورځې د نمانخنې په موخه هم کوم پروګرام نه دی جوړ شوی.

د کابل ښاروالي مسوولانو نن د یوې خبري ناستې پرمهال په روان ۱۴۰۱ کال کې د ۱۸۱ ودانیزو پروژو د پلي کېدو خبر ورکړ.

د امریکا د دفاع وزارت د دغه هېواد کانګرېس ته په یوه تازه راپور کې ویلي، القاعدې شبکې د اسلامي امارت په لارښوونه افغانستان کې خپل حضور او فعالیتونه محدود ساتلي، ځکه چې اسلامي امارت د نړیوال مشروعیت ترلاسه کولو په لټه کې دی.

وروسته له هغې چې د اسلامي امارت له لوري په یوه مکتوب کې شپږو دولتي ادارې منحل اعلان شوې، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي او د یوشمېر هېوادونو سفیرانو او ځانګړیو استازیو د دغې پرېکړې پر وړاندې تند غبرګون ښودلی دی. توماس نیکلسون پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د نورو ادارو په پرتله دغو دولتي بنسټونو ته اړتیا ډېره لیدل کېږي.

د زابل روغتیایي مسوولان وایي چې د دغه ولایت د شاهجوۍ ولسوالي په «شیخال» کلي کې یوه نوې ناپېژنده ناروغي خپره شوې چې د ماشومانو په ګډون، یوشمېر کسان پرې اخته شوي دي.

د روزګان ولایت په دهراوود ولسوالي کې یوه سرچینه سلاموطندار ته وايي چې د دغه ولسوالي په «کمکوچ» سیمه کې د خپلمنځي شخړې له امله یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

د جوزجان محلي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د یوه «کوماز» موټر د چپه کېدو له امله پنځه کسان مړه شوي او ۲۸ نور ټپیان دي.
دغه پېښه پرون بېګاه شاوخوا ۱۱ بجې د دغه ولایت د قوشتپې ولسوالي په «ترکمنقدوق» سیمه کې رامنځته شوې ده.