
د خبریالانو د نیولو د دوام په اړه د رسنیو د ملاتړو بنسټونو او خبریالانو اندېښنې
په دې وروستیو کې د اسلامي امارت له لوري د یوشمېر خبریالانو نیول، د رسنیو د ملاتړو بنسټونو او خبریالانو اندېښنې زیاتې کړې دي.

په دې وروستیو کې د اسلامي امارت له لوري د یوشمېر خبریالانو نیول، د رسنیو د ملاتړو بنسټونو او خبریالانو اندېښنې زیاتې کړې دي.

د عامې روغتیا وزارت مسوولانو نن د کابل په نور روغتون کې د سترګو د عملیاتو دوه نوې څانګې ګټې اخستنې ته وسپارلې.

اسلامي امارت سره د نړیوالو پر تعامل د یوشمېر هېوادونو له ټینګار وروسته، د چارو ځینې کارپوهان په دې باور دي چې که اسلامي امارت نړۍ سره تعامل ونه کړي، روان وضعیت به تر دې هم ترینګلی شي او پایلې به یې د افغانانو ترڅنګ د نړیوالو په زیان وي. دوی وايي چې اسلامي امارت له نړۍ او نړیواله ټولنه باید اسلامي امارت سره تعامل وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت په «افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو ډلو د حضور او فعالیت» په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څار ډلې راپور بېبنسټه او درواغ بللی دی. د ملګروملتونو د امنیت شورا څار ډلې په یوه تازه راپور کې ویلي، القاعده شبکه د اسلامي امارت تر واک لاندې خوندي مرکزونه لري.

همایون عارفي چې د غور ولایت اوسېدونکی دی، څه باندې یوه لسیزه کېږي چې نقاشي کوي او تراوسه یې لسګونه ارزښتمن اثار په خپلو کوتو نقاشي کړي دي.

یوشمېر کروندګر په هېواد کې د سږکال وچکالۍ او د اوبو کمښت څخه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې وروستیو وچکالیو زیانمن کړي دي.

د نیمروز محلي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د «بیزو چیچک» ناروغۍ دوه شکمنې پېښې ثبت شوي دي. په نیمروز کې د دې ناروغۍ د شکمنو پېښو له ثبت وروسته، یوشمېر کابل ښاریان په هېواد کې د دغې ناروغۍ د پراختیا په اړه اندېښمن دي.

له تېرو څو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسینو کې د افغانستان د ازادو خبریالانو د ټولنې پورې تړلی، یو مکتوب لاس په لاس کېږي چې د دې ټولنې لهخوا د خبریالانو په نوم ځينې کسان چې ګواکې افغانستان کې له ګواښ سره مخ دي، یوه بهرني بنسټ ته ورپېژندل شوي دي.

ملګروملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي، القاعده شبکه د اسلامي امارت تر واک لاندې خوندي مرکزونه لري او د دې شبکې غړي په ازاده توګه افغانستان کې خپل فعالیت کوي. د چارو شنونکي وايي چې د القاعده او داعش په ګډون ټولې ډلې د امریکا او ملاتړو سره یې اړیکې لري چې د هغوی په امر فعالیت کوي او تمویلوي یې.

له ځنډ وروسته یوشمېر ښځو نن یو ځل بیا په کابل کې سرکونو ته راووتلې او د «ډوډۍ، کار او ازادۍ» شعارونه یې ورکړل. دوی د بېوزلۍ د پراخېدو او د اسلامي امارت له لوري پر ښځو د محدودیتونو د دوام په غبرګون کې اعتراض وکړ. ټاکل شوې وه دغه اعتراض په «حاجي یعقوب» څلور لارې کې وشي، خو د ا.ا د ځواکونو له لوري یې مخه ونیول شوه.

د کابل د نوي ښار د زینتي توکو کوڅه یا «انتیکفروشي» چې کلونه تاریخ لري او د قیمتي او زینتي توکو د راکړې ورکړې تر ټولو ستر مرکز بلل کېږي، اوس یې بازار له رکود سره مخ دی.
د زینتي توکو کوڅه کې یوشمېر هټۍوال وايي چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته یې، پېردونکي خورا کم شوي او بازار یې له رکود سره مخ دی.

د لسو لوبډلو ترمنځ له ۷۳ لوبو وروسته نن ګجرات ټایټنز او راجستان رایلز لوبډلې د هند کرېکټ غوره لیګ یا ايپياېل سیالیو پایلوبه کوي.

د هلمند ولایت محلي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د ټرافيکي پېښې له امله د دوو ښځو په ګډون درې کسان مړه شوي دي.

د اروپا فوټبال اتلانو لیګ پایلوبه کې بېګاه د اسپانیې ریال ماډریډ لوبډله بریالۍ شوه چې د انګلستان لېورپول لوبډلې ته ۱.۰ ماته ورکړي او د څوارلسم ځل لپاره د دغه جام اتلولي خپله کړي.

نږدې یوه اوونۍ وړاندې اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست شهابالدین دلاور په مشري له هېواد څخه بهر له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او راستنېدو کمېسیون جوړ او په رسمي توګه یې خپل فعالیت پیل کړ.

تاجکستان د افغانستان تحولات او سیمهییزو ګواښونو تر نوم لاندې د سیمې د هېوادونو د دوه ورځنۍ ناستې کوربه و. په دې غونډه کې د هند، چین، ایران، روسیې، ازبکستان، قرغزستان، قزاقستان او تاجکستان د امنیت شورا سلاکارانو ګډون کړی وو. په یاده غونډه کې د سیمې هېوادونو افغانستان کې د ترهګرو ډلو له شتون څخه اندېښنه څرګنده کړه.