روزګان کې په ۱۸ میلیونه افغانیو اووه چکډېمونه جوړېږي

د روزګان په مرکز ترینکوټ او شپږو ولسوالیو کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د سېلابونو مخنیوي او د اوبو زېرمې لپاره اووه چکډېمونه جوړېږي.

د روزګان والي محمدعلي جان احمد د یاد ولایت چنارتو ولسوالي کې د دې چکډېمونو له ډلې د یوه چکډېم د بنسټ ډبره کېښودله.

هرات کې زلزله‌ځپلیو ته ۱۴۰ کورونه وسپارل شول

هرات کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت د انجیل ولسوالي په یو‌شمېر کلیو کې یې ۱۴۰ جوړ شوي کورونه، زلزله‌ځپلیو ته سپارلې دي.

دغه کورونه د انجیل په میرقنات، خواجه شهاب، علي‌منصور، کالار او هوا دشت کلیو کې جوړ شوې دي. د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس او زلزله‌ځپلیو ته د رسېدنې کمېټې ویاند احمدالله متقي وايي چې دغه کورونه څه باندې یوې میاشت کې رغول شوي او ۲۲ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

د طب د تخصص دورې ازموینه د یوشمېر نجونو په ګډون واخیستل شوه

د عامې روغتیا وزارت د ازموینو ملي ادارې سره په همغږۍ د طب زده‌کړیالانو لپاره د تخصصي زده‌کړو ملي ازموینه د یوشمېر نجونو په ګډون نن په کابل کې واخیستل شوه.
د دغه وزارت چارواکو د دوشنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې په دې دوره کې ۶۲۲۰ زده‌کړیالانو برخه اخیستې وه چې ۱۲۰۰ یې نجونې وې.

د لوګر موزیم کې د لرغونو اثارو د ترمیم چارې پيل شوې

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وایی، د ملي موزیم څخه یوشمېر لرغون‌پوهان راغلي او دغلته یې د پخوانیو لرغونو اثارو د ترمیم چارې پيل کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفېع‌الله صمیم وویل، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یو‌شمېر لرغون‌پوهانو ته دنده سپارلې، څو د یاد ولایت محلي موزیم لسګونه قلمه ویجاړ شوي لرغونې اثار ترمیم او ثبت کړي.

غور کې د نهو میاشتو پر مهال ۲۲ ماشومان د خوارځواکۍ له امله مړه شوي

د غور ولایتي روغتون کې د خوارځواکۍ ناروغانو ته د ځانګړې پاملرنې څانګه له هغو ماشومانو ډکه ده چې د دې ولایت له مرکز فیروزکوه ښار او ولسوالیو څخه دغه روغتون ته راوړل شوي دي.

زهرا او زینب هغه دوه مېندې دي چې شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې یې خپل ماشومان د غور ولایتي روغتون ته د درملنې لپاره راوړي.

کندهار کې په ۱۱میلیونه افغانیو د «زرغونې انا» مقبره بیارغول کېږي

کندهار کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالي کې یې په یوولس میلیونه افغانیو د «زرغونې انا» د مقبرې د بیارغونې چارې پیل کړې.

دغه مقبره به د راتلونکو دوو میاشتو پر مهال ورغول شي او چارې به یې د تخنیکي انجینیرانو له‌خوا پرمخ یوړل شي. دغه مقبره د یادې ولسوالي په کوهک لي کې شتون لري.

خیرالله خیرخواه: ځوانانو ته به د کار زمینه برابره کړو

 د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست خیرالله خیرخوا وايي چې سرپرست حکومت تل هڅه کوي، څو هېواد کې ځوانانو ته د کار زمينې برابري کړي.

نوموړي دغه څرګندونې «یکشنبه، سلواغې لومړۍ» د هلمند مرکز لښکرګاه کې د انګلیسي او کمپیوټ څخه د ۳۵۰ ځوانانو د فراغت په اړه جوړه شوې یوې غونډه کې کړې دي.

لوګر کې ۱۱۰۰ نوي ښوونکي پر دندو ګومارل شوي

د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وایي په روان کال کې یې په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې شاوخوا ۱۱۰۰ نوي ښوونکي پر دندو ګومارلي دي.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب سلام‌وطندار ته وویل، په ګومارل شویو ښوونکو  کې ۹۵۰ نارینه ښوونکي او ۱۵۰ ښځینه ښوونکې شامل دي چې ۷۱۸ یې په دیني مدرسو او ۳۱۹  نور یې په ښوونځیو کې ټاکل شوي دي.

کابل ته د ایران د قضايه قوې د پلاوي سفر؛ متقي: پر افغان بندیانو او کډوالو پام وکړئ

د ایران د قضایه قوې د نړیوالو چارو مرستیال کاظم‌ غریب‌ابادي په مشري د دغه هېواد د قضاییه قوې یوه پلاوي د شنبې په ورځ کابل ته سفر کړی او دلته یې د ا.ا له چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ په حقوقي او قضايي همکاریو، د افغان کډوالو او له ایران څخه د افغان بندیانو پر لېږد خبرې اترې کړې دي.

د دولتي شرکتونو تنظیم لپاره خپلواکه اداره جوړېږي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر وايي چې د ا.ا مشر هبت‌الله اخندزاده د فرمان پر بنسټ د دولتي شرکتونو د تنظیم لپاره خپلواکه اداره جوړېږي.

د دولتي شرکتونو د مشرتابه پلاوي غړي وايي، د دولتي شرکتونو د تنظیم لپاره د خپلواکې ادارې جوړول به د سالمې سیالۍ زمینه برابره او د احتکار مخنیوی وکړي. نوموړي دغه څرګندونې نن «یکشنبه، سلواغې لومړۍ» کابل کې په دې اړه جوړې شوې یوې غونډې ته کړې دي.

لوګر کې «ژمي جام» په نوم د فوتسال سیالی پيل شوې

 د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت چارواکي وایي، د فوتسال فدراسیون له لوري په مرکز پل‌علم کې د ۲۶ غوره لوبډلو ترمنځ د «ژمي جام» په نوم سیالي پيل شوې.

د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت امر انجینیر مزمل نعیم‌زي سلام‌وطندار ته وویل، د فوتسال دغه سیالي د مرکز پل‌علم په «لودین جمنازیم» کې پيل شوې چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د افغانستان بانک سبا ۱۵میلیونه امریکايي ډالر بازار ته وړاندې کوي

د افغانستان بانک وايي چې د روانې اوونۍ دوشنبې پر ورځ «سلواغې دویمه» به «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک نن (یک‌شنبه، د سلواغې لومړۍ) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به د روانې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

د غزني والي: رسنۍ دې د دروغو او د ا.ا اصولو خلاف خبرونو له خپرېدو ډډه وکړي

د غزني والي محمدامین جان عمري دغه ولایت کې د رسنیو له مسوولانو سره د همغږۍ په غونډه کې ویلي چې رسنۍ د دروغو او د ا.ا د اصولو خلاف خبرونو له خپرولو ډډه وکړي.

دغه ناسته چې نن «یکشنبه، مرغومې ۳۱مه» د غزني ولایت مقام کې جوړه شوې وه، د یاد ولایت والي او د محلي رسنیو مسوولانو ګډون کړی وو.

پکتيا کې خلکو په خپل شخصي لګښت په ۴.۵ میلیونه افغانیو يو پُل جوړ کړ

د پکتيا ډنډپټان ولسوالي اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت په څلور میلیونه او ۵۰۰زره افغانیو یو پُل جوړ او ګټې‌اخیستنې ته یې وسپاره.

یاد پُل «شنبه، مرغومې ۳۰مه» د سیمو اوسېدونکو او چارواکو له‌خوا ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.