سیما سمر له دندې ګوښه شوه

د بشري حقونو او نړیوالو اړيکو په چارو کې د دولت وزیره سیما سمر د دغه بنسټ د ټولو تشکيلاتو د لغوې خبر ورکوي.

نوموړې سلام‌وطندار سره خبرو کې وایي، د بشري حقونو او نړیوالو اړیکو په چارو کې د دولت وزارت د لغوه کېدو په هکله له دې سره هېڅ مشوره نه ده شوې او پوهېږي هم نه چې حکومت ولې دغه پرېکړه کړې ده.

خلیلزاد: دولت او طالبان دې ژر تر ژره سياسي هوکړې ته ورسېږي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیزاد غزني کې د ختم مراسمو کې د چاودنې ترڅنګ چې په کې ۱۵ کسان ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول، افغانستان کې د ملکيانو وژنه او د تاوتریخوالي لوړه کچه غندلې او ویلي يې دي، د جګړې ښکېلې خواوې دې اورکم او بېړنی اوربند وکړي.

نوموړي ويلي، د ملکيانو په ګډون د افغانانو مړينه بېخي عامه شوې ده.

طالبانو په ۳ میاشتو کې ۴۸۷ ملکيان وژلي

د کورنیو چارو وزارت وایي، د وسله‌والو طالبانو بريدونو کې په تېرو  ۳ میاشتو کې ۴۸۷ ملکي وګړي وژل شوي او  ۱۰۴۹ نور ټپیان شوي دي. دغه شمېرې د ياد وزارت وياند طارق ارين پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي.

نوموړي ليکلي، طالبانو په دومره موده کې  ۳۵ ځانمرګي بریدونه او ۵۰۷ چاودنې کړې دي.

هرات کې د ۳ کسانو سوځول شوي جسدونه موندل شوي

د هرات ولايت محلي مسوولان وايي چې په دې ولايت کې د ۳ کسانو سوځول شوي جسدونه موندل شوي دي.

د ياد ولايت د امنيې قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي‌زاده سلام‌وطندار ته وايي، دغه درې جسدونه چې یوه یې ښځه، یو ماشوم او بل یې نارینه دی، تېره شپه د انجیل ولسوالۍ «کهدستان» سیمه کې کشف شوي او حوزوي روغتون ته لېږدول شوي.

ملکیانو ته ۳۱ سلنه مرګ‌ژوبله هدفي وژنې اړوي

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د سږ میلادي کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې ملکیانو ته ۳۱ سلنه مرګ‌ژوبله د هدفي وژنو له کبله اوښتې ده. دغه کمېسیون نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې ۹۴۵ ملکیان چې ښځې، ماشومان، خبریالان، د بشري حقونو فعالان، د دولت د ملکي ادارو کارکوونکي او نور هېوادوال په‌کې شامل دي او په جګړه کې هم هېڅ ښکېل نه وو، د هدفي وژنو قرباني شوي دي.

«کابل کې پر موټرسايکل ۹۰ سلنه جوړه سپاره کسان ترهګر دي»

د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح وايي، د وروستيو ترهګريزو پېښو څېړنه ښيي چې کابل کې پر موټرسايکل ۹۰ سلنه جوړه سپاره کسان ترهګر دي.

صالح وايي، له دې وروسته به بې‌اسناده موټرسایکلونه نیول کېږي او هغو موټر سایکلونو ته چې پرې دوه کسان سپاره وي، د تروریستي ګواښ په نظر کتل کېږي.

د غور د ولایتي شورا مرستیال ووژل شو

په غور کې محلي مسوولان مني چې د دغه ولایت د ولایتي شورا پر مرستیال عبدالرحمان عطشان چسپکي ماین چاودلی دی. په دې چاودنه کې چې نن شاخوا یوولس بجې شوې، ښاغلی عطشان وژل شوی او د هغه یو ساتونکی او د ولایتي شورا یو بل غړی ټپیان دي.

د کابل د والي مرستیال په یوه چاودنه کې ووژل شو

د کابل د والي مرستیال نن سهار د چسپکي ماین په چاودنه کې ووژل شو.
د کورنیو چارو وزارت وايي، نن سهار ۹:۴۰ دقیقې د څلورم مکروریانو په سیمه کې د کابل د والي پر مرستیال محبوب‌الله محبي د چسپکي ماین چاودنه شوې او هغه یو سکرتر یې په‌کې وژل شوي دي.

طالبانو فراه ولايت کې يو ديني عالم وواژه

فراه ولايت کې امنيتي مسوولان وايي، وسله‌والو طالبانو د دې ولايت د لاش‌و‌جوين ولسوالۍ د مرکزي جامع جومات خطيب مولوي غلام‌سخي وژلی دی.

د ياد ولايت د والي وياند محب‌الله محب سلام‌وطندار ته وايي، پر دغه ديني عالم وسله‌والو طالبانو تېره شپه شاوخوا اته بجې هغه مهال بريد کړی چې له جوماته کور ته روان و.

بدخشان کې سړې هوا ۴ سرتېري مړه کړي

بدخشان کې امنيتي سرچينې وايي، د سرحدي ځواکونو  ۴ سرتېري چې له بهارک ولسوالۍ شکاشم ته پر لاره وو، «اغرده» کوتل کې د توپان او سړې هوا له کبله مړه شوي دي.

د ياد ولايت د امنيې قومندانۍ وياند ثناالله روحاني وايي، دغه ۴ سرتېري د سرحدي ځواکونو د څلورم کنډک اړوند وو چې زېباک ولسوالۍ کې يې دنده درلوده.