د ناټو سرمنشي: هم د پوځي ماموریت د دوام او هم له افغانستانه د وتو لپاره باید بیه ورکړو

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرگ وايي، هم د پوځي ماموریت د دوام او هم له افغانستانه د وتو لپاره باید بیه ورکړي.

سټولټنبرګ د دوشنبې په ورځ د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په يوه غونډه  کې ویلي، د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن سره یې په ټيليفوني اړيکه کې سیمه کې پر روان وضعیت او افغانستان څخه د سرتېرو پر ایستو خبرې کړي.

تېر ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۲۸۳ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي او ۱۶ کسان وژل شوي

د عامې روغتيا وزارت د نن ورځې په راپور کې ويل شوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس له کبله ۱۶ کسان وژل شوي او ۲۸۳ نور کسان پر ياد ويروس تازه اخته شوي دي.

په دې راپور کې همداراز راغلي چې په ياده موده کې ۵۷ کسان بېرته روغ شوي هم دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د محسن فخري‌زاده وژنه وغندله

افغان حکومت د ایران د اټومي انرژۍ د مشر او د دغه هېواد د دفاع وزارت پر مرستیال محسن فخريزاده وروستی برید غندلی دی.

د افغانستان له بهرنیو چارو وزارته نن دوشنبه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې  «د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د محسن فخريزاده پر وژنه خواشینی دی او له کبله یې د خپلې همدردۍ مراتب د ایران له خلکو او د فخري‌زاده له کورنۍ سره شریکوي.»

دفاع وزارت: غزني کې د موټربم برید طراح ووژل شو

ملي دفاع وزارت غزني کې د پوځ پر یوه نظامي مرکز له خونړي برید یوه ورځ وروسته ویلي، د دغه برید طراح «حمزه نورستاني» تېره شپه ۷ نورو وسله‌والو سره د ګیرو ولسوالۍ «علي‌شېرخېل» سیمه کې وژل شوی دی.

بادغیس کې د پوځ د درېیمې لوا د ارکان رييس ووژل شو

بادغيس کې امنيتي مسوولان وايي، ياد ولايت کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو د درېيمې لوا د ارکان رييس وژل شوی دی.

بادغیس کې د پوځ د درېیمې لوا قومندان حسیب‌الله مسعود د ياد خبر په تاييد سره وايي، د دغه ولایت د پوځ د درېیمې لوا د ارکان رييس عبدالبصیر نورستاني تېره شپه بالامرغاب ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر کمپ د طالبانو له خوا د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې وژل شوی.

غزني کې موټربم برید؛ ۲۷ کسان وژل شوي او ۱۷ ټپیان دي

نن سهار د غزني ولایت د عامه ساتنې پر کنډک موټربم برید شوی دی. د غزني د ولایتي شورا رییس نصیراحمد فقیري د دغه خبر د تایید ترڅنګ وايي، یاد برید نن سهار د غزني ښار په درېیمه امنیتي حوزه کې شوی دی. د نوموړي په وینا، له چاودنې څو دقیقې وروسته په سیمه کې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.