Asset 1SWN

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د محسن فخري‌زاده وژنه وغندله

Mohsen-oz63261wj2454trkluqkkqwd5hr4vwxhucsbwdhhuc

 

افغان حکومت د ایران د اټومي انرژۍ د مشر او د دغه هېواد د دفاع وزارت پر مرستیال محسن فخريزاده وروستی برید غندلی دی.

د افغانستان له بهرنیو چارو وزارته نن دوشنبه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې  «د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د محسن فخريزاده پر وژنه خواشینی دی او له کبله یې د خپلې همدردۍ مراتب د ایران له خلکو او د فخري‌زاده له کورنۍ سره شریکوي.»

فخريزاده د ایران د اټومي انرژۍ په برخه کې مهم فعال کس و چې د تېرې جمعې په ورځ په تهران کې په یوه وسله‌وال برید کې ووژل شو.

د ايران د بهرنیو چارو وزارت د فخريزاده وژنه يو ترهګريز عمل بللی او وايي، په دې پېښه کې  اسراييل رول لري.

د ايران مذهبي رهبر سیدعلي خامنه‌اي هم ويلي، د دې وژنې عاملانو ته بايد جزا ورکړل شي او امنيتي چارواکي بايد د فخريزاده د وژنې انتقام واخلي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام