
د کورونا دویمه څپه؛ په یوه شپه او ورځ کې ۱۵ کسان مړه شوي
د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵ کسان چې پر کورونا اخته وو، مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵ کسان چې پر کورونا اخته وو، مړه شوي دي.

جمهوري رياست تېره ورځ د بشري حقونو او نړیوالو اړيکو په چارو کې د دولت وزیره سیما سمر له دندې ګوښه کړه.
سيما سمر نن پر خپله ټوېټرپاڼه له ولسمشره د ګوښه کېدو په اړه مننه کړې او ويلي يې دي چې بايد يو نيم کاله وړاندې له دندې ګوښه کړل شوې وای.

د پروان امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د لویې لارې قطعې پر قوماندان د سړک غاړې ماین چاودنه شوې چې د قطعې د قوماندان په ګډون، ۵ پولیس پهکې وژل شوي دي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، د ولسي جرګې د غړي خانمحمد وردک د موټرو پر کاروان د تېرې ورځې ترهګریز برید کې د وژل شويو شمېر ۱۰ او د ټپیانو ۵۲ ته پورته شوی دی.
صالح نن دوشنبه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، له ټپیانو یوازې ۶کسان یې په روغتون کې پاتي او نور یې چې سطحي ټپیان وو، خپلو کورونو ته تللي دي.

د بشري حقونو او نړیوالو اړيکو په چارو کې د دولت وزیره سیما سمر د دغه بنسټ د ټولو تشکيلاتو د لغوې خبر ورکوي.
نوموړې سلاموطندار سره خبرو کې وایي، د بشري حقونو او نړیوالو اړیکو په چارو کې د دولت وزارت د لغوه کېدو په هکله له دې سره هېڅ مشوره نه ده شوې او پوهېږي هم نه چې حکومت ولې دغه پرېکړه کړې ده.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیزاد غزني کې د ختم مراسمو کې د چاودنې ترڅنګ چې په کې ۱۵ کسان ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول، افغانستان کې د ملکيانو وژنه او د تاوتریخوالي لوړه کچه غندلې او ویلي يې دي، د جګړې ښکېلې خواوې دې اورکم او بېړنی اوربند وکړي.
نوموړي ويلي، د ملکيانو په ګډون د افغانانو مړينه بېخي عامه شوې ده.

د ملي دفاع وزارت وايي، امنیتي ځواکونو یو ځانمرګی بریدګر چې غوښتل یې له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړي، موخې ته له رسېدو مخکې یې پوستې ته نږدې په نښه کړی دی.

نن سهار د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې د خوشحال خان مېنې اړوند په سپینکلي څلور لارې کې یوه چاودنه وشوه.

د کورنیو چارو وزارت وایي، د وسلهوالو طالبانو بريدونو کې په تېرو ۳ میاشتو کې ۴۸۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰۴۹ نور ټپیان شوي دي. دغه شمېرې د ياد وزارت وياند طارق ارين پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي.
نوموړي ليکلي، طالبانو په دومره موده کې ۳۵ ځانمرګي بریدونه او ۵۰۷ چاودنې کړې دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کسان د کورونا له کبله مړه شوي دي.

د هرات ولايت محلي مسوولان وايي چې په دې ولايت کې د ۳ کسانو سوځول شوي جسدونه موندل شوي دي.
د ياد ولايت د امنيې قومندانۍ ویاند عبدالاحد وليزاده سلاموطندار ته وايي، دغه درې جسدونه چې یوه یې ښځه، یو ماشوم او بل یې نارینه دی، تېره شپه د انجیل ولسوالۍ «کهدستان» سیمه کې کشف شوي او حوزوي روغتون ته لېږدول شوي.

د هرات روغتیايي مسوولان وايي چې د هرات-کندهار پر لویې لارې یوې ټرافیکي پېښې ۵ کسان مړه کړي او ۲۰ نور یې ټپیان کړي دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د سږ میلادي کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې ملکیانو ته ۳۱ سلنه مرګژوبله د هدفي وژنو له کبله اوښتې ده. دغه کمېسیون نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې ۹۴۵ ملکیان چې ښځې، ماشومان، خبریالان، د بشري حقونو فعالان، د دولت د ملکي ادارو کارکوونکي او نور هېوادوال پهکې شامل دي او په جګړه کې هم هېڅ ښکېل نه وو، د هدفي وژنو قرباني شوي دي.

د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح وايي، د وروستيو ترهګريزو پېښو څېړنه ښيي چې کابل کې پر موټرسايکل ۹۰ سلنه جوړه سپاره کسان ترهګر دي.
صالح وايي، له دې وروسته به بېاسناده موټرسایکلونه نیول کېږي او هغو موټر سایکلونو ته چې پرې دوه کسان سپاره وي، د تروریستي ګواښ په نظر کتل کېږي.

په غور کې محلي مسوولان مني چې د دغه ولایت د ولایتي شورا پر مرستیال عبدالرحمان عطشان چسپکي ماین چاودلی دی. په دې چاودنه کې چې نن شاخوا یوولس بجې شوې، ښاغلی عطشان وژل شوی او د هغه یو ساتونکی او د ولایتي شورا یو بل غړی ټپیان دي.

ناپېژنده وسلهوالو چې پر موټرسایکل سپاره وو، نن سهار د کندهار ښار په دویمه ناحیه کې یو څارنوال وژلی دی.