تېره يوه شپه او ورځ کې له کورونا ۷ کسان مړه شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي، کورونا په تېره يوه شپه او ورځ کې ۷ کسان مړه کړي او ۱۰۶ نور پرې اخته شوي دي. دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، دومره موده کې يې د ۱۲۰۲ شکمنو کسانو نمونې کتلي.

د ياد وزارت په راپور کې راغلي، په همدې موده کې له کورونا ۴۷۲ کسان بېرته ښه شوي هم دي. د راپور پربسټ، تازه پېښې په ۱۲ ولايتونو کې ثبت شوې دي.

انسان تښتوونکو د هرات د کرنې رییس ۱۲ کلن زوی تښتولی

د هرات امنیتي مسوولان وايي چې انسان‌ تښتوونکو د دغه ولایت د کرنې رییس ۱۲ کلن زوی تښتولی دی.
د هرات د امنیې قومانداني ویاند عبدالاحد ولي‌زاده وايي چې انسان‌ تښتوونکو یاد ماشوم بېګاه ماښام د هرات د اتمې ناحیې اړوند له «قول‌اردو» سیمې تښتولی دی.

بلخ کې د ملي اردو پر موټر د ناپېژاندو وسله‌والو بريد؛ ۲ کسان وژل شوي او ۳ ټپيان دي

بلخ ولايت کې د ملي اردو سرتېرو پر لېږدوونکي رنجر موټر د ناپېژاندو موټرسايکل سپرو وسله‌والو بريد کې ۲ سرتېرې وژل شوي او ۳ نور کسان ټپيان دي.

د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمدحنیف رضايي د ياد خبر په تاييد سره وايي، دغه پېښه نن سهار د مزارشريف ښار پنځمې ناحيې اړوند سيمه کې هغه مهال شوې کله چې د سرتېرو موټر قول اردو ته پر لاره و.

بلخ کې طالبانو یوه مېرمن دولت سره د همکارۍ په تور وژلې

د بلخ د زارع ولسوال سیف‌الرحمان رحماني وايي، طالبانو دغه مېرمن چې د دغې ولسوالۍ مرکز کې یې امنیې قومندانۍ ته نږدې ژوند کاوه، تېره شپه دولت سره د همکارۍ په تور لومړی له کور څخه تر خپل کنټرول لاندې سیمې ته بیولې او وروسته یې وژلې ده.

د کورونا واکسین به په شپږو میاشتو کې افغانستان ته راورسېږي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې ټاکل شوې د کورونا واکسین لومړۍ جوپه به تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې د نړیوال بانک او اسیا پراختیايي بانک په مالي ملاتړ افغانستان ته راوړل شي. د چارواکو په وینا، دغه واکسین به له ۲۰ تر ۳۰ میلیونه هېوادوالو ته ورسېږي.

نیمروز؛ یوه هوايي برید کې ۱۴ ملکيان وژل شوي

 

نیمروز کې يوه معتبره محلي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، هوايي ځواکونو تېره شپه د خاشرود ولسوالۍ «منظري» سیمه کې د اوسېدو په یوه کور هوايي برید کړی دی.

سرچینې وویل، دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ ملکي وګړي وژل شوي او یو په کې ټپي دی.

کابل کې چاودنې د عامه ساتنې د تصدۍ ویاند په ګډون ۳ کسان وژلي

کورنيو چارو وزارت وايي، کابل ښار کې د چسپکي ماين چاودنې له کبله د عامه ساتنې د تصدۍ رياست د ویاند په ګډون ۳ کسان وژل شوي او يو ټپي دی.

ياد وزارت د چاودنې په اړه ويلي، دغه چاودنه نن سهار شاوخوا ۸نيمې بجې د کابل ښار اتمې امنیتي حوزې اړوند، سید نور محمد شاه مېنه کې د عامه ساتنې د تصدۍ رياست د ویاند ضیا ودان پر موټر د چسپکي ماین د چاودېدو له کبله شوې.

اوزبکستان او تاجکستان افغانستان ته خپله صادراتي برښنا کمه کړې

د افغانستان د برښنا شرکت وايي، اوزبکستان او تاجکستان افغانستان ته د خپلې برښنا صادرات کم کړي.

له ياد شرکته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اوزبکستان افغانستان ته خپله برښنا له ۳۰۰ میګاواټو څخه ۱۵۰میګاواټو ته راښکته کړې ده.

د کاغذي پېژندپاڼو د تایید بهیر درېږي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړی چې د روانې اوونۍ له دوشنبې ورځې به د کاغذي پېژندپاڼو د تایید بهیر ودروي او له هغه وروسته به یې هېڅ ډول پېژندپاڼه تایید نه کړي.

بغلان او دايکندي کې د سړک غاړې ماين چاودنې؛ ۴ وژل شوي او ۶ ټپيان دي

د بغلان او دايکندي امنيتي مسوولان تاييدوي چې د سړک غاړې ماین چاودنو کې ۴ کسان وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.

د بغلان د امنيې قومندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت ویلي، چاودنه د جمعې په ماښام د پلخمري ښار یوه ګڼه ګوڼه سیمه کې د پولیسو په رنجر موټر شوې.

د یوسف رشید د وژنې په تور ۳ کسان نیول شوي

 

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، د افغانستان د ازدو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا د فیفا اجراييوي مشر یوسف رشید د وژنې په تور یې ۳ کسان نیولي او قضیه تر څېړنې لاندې ده.

نوموړي لیکلي، ځینې نور کسان هم دغه وژنه کې لاس لري.