
د پروان د پوهنې رييس له خپلو درې مديرانو سره څارنوالۍ ته معرفي شو
د پروان والي فضلالدین عیار وايي، د ياد ولايت د پوهنې رييس عبدالظهور حکیم د اداري فساد او له دندې د ناوړه ګټې اخيستو په تور د پروان ولايت د استيناف څارنوالۍ ته معرفي شوی دی.

د پروان والي فضلالدین عیار وايي، د ياد ولايت د پوهنې رييس عبدالظهور حکیم د اداري فساد او له دندې د ناوړه ګټې اخيستو په تور د پروان ولايت د استيناف څارنوالۍ ته معرفي شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت وايي، کورونا په تېره يوه شپه او ورځ کې ۳ کسان مړه کړي او ۴۶ نور پرې اخته شوي دي. دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، دومره موده کې يې د ۱۳۴۱ شکمنو کسانو نمونې کتلي.
د ياد وزارت په راپور کې راغلي، په همدې موده کې له کورونا ۳۱ کسان بېرته ښه شوي هم دي. د راپور پربسټ، تازه پېښې په ۹ ولايتونو کې ثبت شوې دي.

د هرات امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په غوریان ولسوالي کې ۱۲ ولسي پاڅونوال وژل شوي دي.
د هرات د امنیې قومانداني ویاند عبدالاحد وليزاده سلاموطندار ته وايي، د طالبانو نفوذي کسان بېګاه شاوخوا ۹ بجې د ولسي پاڅونوالو یوه مرکز ته ورغلي او ۱۲ پاڅونوال یې وژلي دي.

بغلان کې محلي او امنيتي سرچينې وايي، طالبانو د بغلان – کابل لويې لار کې د تېلو ۶ ټانکر سوځولي او ۷ کسان يې له ځان سره وړي دي.
دغه سرچينې چې نه غواړي نومونه یې خپاره شي سلاموطندار ته وايي، طالبانو تېره شپه «کيلهګي» سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي چې په دې نښتو کې چاته زیان نه دی رسېدلی خو طالبانو له نښتو وروسته دوشي ولسوالۍ کې د بغلان ـ کابل لویې لارې پر سر د تېلو ۶ ټانکر سوځولي دي.

تخار کې ځايي سرچينې او امنيتي مسوولان وايي، دښتکلا ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسلهوالو دوه ملکي کسان وژلي او يو کس يې ټپي کړی دی.
د دښتکلا ولسوالۍ مدني فعال حامد قرلق سلاموطندار ته وايي، دغه پېښه چې د يوې کورنۍ دوه غړي پهکې وژل وي او يو کس ټپي دی د يادې ولسوالۍ «خمدان» سيمه کې شوې.

کندوز کې یوه کره امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، د طالبانو دوو بېپیلوټه الوتکو نن د ۲۱۷ پامیر قول اردو پر یوې برخې بم غورځولی او د پوځ یوه چورلکه یې تخریب کړې ده.
سرچینې وویل، دغه بېپیلوټه الوتکې دوه ساعته د پامیر قول اردو پر سر ګرځېدې او افغان ځواکونه یې په رانسکورولو بریالي نهشول.

د کندوز د ولایتي شورا غړی خالالدین حکیمي وايي، طالبانو تېره شپه د امامصاحب ولسوالۍ «اورتهبوز» سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې د افغان ځواکونو غبرګون سره مخ شوي.

د غزني د امنیې قومندانۍ ویاند احمد خان سیرت وايي، امنیتي ځواکونو له چاودېدونکيو توکو ډک یو موټر چې غوښتل یې د غزني ښار اړوند سیمه کې د پوځ پر یوه کمپ برید وکړي، په نښه کړی او چاودنه یې کړې.
سيرت وویل، دغه چاودنه کې ۷ امنیتي ځواکونه ټپيان شوي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، کورونا په تېره يوه شپه او ورځ کې ۱۴ کسان مړه کړي او ۵۷ نور پرې اخته شوي دي. دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، دومره موده کې يې د ۱۸۰۲ شکمنو کسانو نمونې کتلي.

تخار امنيتي مسوولان وايي، د ياد ولايت مرکز تالقانو ښار کې ناپېژاندو وسلهوالو يوه پېغله نجلۍ وژلې ده.
د تخار ولايت د امنيې قومندانۍ وياند خلیل اسیر سلاموطندار ته وايي، دغه نجلۍ د ورسج ولسوالۍ «ترشت» کلي کې اوسېده، رومینا نومېده او د حبیبالله لور وه.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ويلي، د ټرافیکو ریاست ته یې لارښوونه کړې چې له دې وروسته باید د «۳۹» شمېره تل لپاره د موټرو له پلېټونو لرې کړي.
امرالله صالح نن پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، دې شمېرې فساد ته لار برابره کړې او باید لرې شي.

پوره دوه نيمې مياشتې کېږي چې ۹ کلن عبدالرووف له انسان تښتوونکيو سره دی او د نوموړي له پلاره يې يو ميليون او ۷۰۰ زره ډالره غوښتي دي.
د عبدالرووف کورنۍ نن مزارشریف ښار کې وايي، له يوې نيمې مياشتې ډېر وخت کېږي چې د بلخ د والي دفتر مخې ته يې د پرلت خېمه وهلې؛ خو حکومت ورته تر اوسه پورې سم پام نه دی کړی.

د عامې روغتیا وزارت وايي، کورونا په تېره يوه شپه او ورځ کې ۶ کسان مړه کړي او ۸۴ نور پرې اخته شوي دي. دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، دومره موده کې يې د ۲ زره او ۱۰۹ شکمنو کسانو نمونې کتلي.

د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت مسوولان وايي چې په هرات کې یې د کورنیو بېځایه شویو د ستونزو د حل لپاره یوه ګډه کاري ډله جوړه کړې ده.

د بدخشان امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د ولایتي شورا یوه پخواني غړي او په ارګو ولسوالي کې د ولسي پاڅونوالو د یوه قوماندان ترمنځ نښته کې دوه کسان وژل شوي دي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویلي چې کندوز کې د سپینزر په نوم د غوړیو د تولید کارخونې له ۲۵ کلن ځنډ وروسته بیا خپل فعالیت پیل کړ.