
امریکايي ځواکونو په کندهار کې طالبان په نښه کړي
په افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونه وايي چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ په کندهار کې د طالبانو سنګرونه په نښه کړي دي.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ساني لګېټ نن په یوه ټویټ کې لیکلي چې ځواکونو یې دغه بریدونه د کندهار ښار تر څنګ، په ژېړۍ او سپین بولدک ولسوالیو کې کړي دي.














