
تخار کې د اوبو کمښت؛ د رُستاق اوسېدونکي د باران له اوبو استفاده کوي
د تخار د رستاق ولسوالي د دیوارتنګ سیمې اوسېدونکي وايي چې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نهلري. دیوارتنګ د رستاق ولسوالي یوه لرې پرته سیمه ده چې شاوخوا ۳۰ کلي لري.

د تخار د رستاق ولسوالي د دیوارتنګ سیمې اوسېدونکي وايي چې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نهلري. دیوارتنګ د رستاق ولسوالي یوه لرې پرته سیمه ده چې شاوخوا ۳۰ کلي لري.

ملګرو ملتونو پرون جمعه د لړم ۲۰مه ویلي چې افغانستان، منځني ختیځ او اوکراین کې میلیونونه کسان چې د جګړې او زورزیاتي له امله له خپلو مېنو بېځایه شوي، ښايي له سخت ژمي سره مخامخ شي. دغه سازمان ویلي، راروان ژمي کې به ګڼشمېر کورنۍ اړ شي چې د خوړو او د کورونو د ګرمولو څخه یو انتخاب کړي.

د زابل د ورزش امریت مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د څلور ولایتونو د رزمي لوبو د لوبغاړو ترمنځ یو ورځنۍ سیالۍ پیل شوې.

کابل کې د چین سفیر وانګ یو ویلي چې هېواد یې د روان میلادي کال د ډسمبر میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د افغانستان پر ۹۸سلنه صادراتو ګمرکي تعرفه صفر ته راټیټوي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمن نظاماني سره کتلي دي.
امیرخان متقي په دې کتنه کې د پاکستان سفیر ته ویلي چې افغان کډوالو سره د دغه هېواد د پولیسو ناسم چلن د دواړو هېوادونو په زیان دی.

پاکستاني رسنیو نن جمعه د لړم ۱۹مه راپور ورکړی چې د دغه هېواد د خېبرپښتونخوا ایالت په شمالي وزیرستان کې د یوه ځانمرګي برید پر مهال درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې یوې بلې افغانې ماشومې هم په یوه ویډیو کې ویلي چې د پاکستاني پولیسو له لوري له کورنۍ سره یوځای بندي شوې او دوه میاشتې یې په بندخونه کې تېرې کړې دي. دا نجلۍ وايي چې پاکستاني پوځیانو لوټ کړي، جامې، پیسې او نور هرڅه یې ترې اخیستې دي.

د زابل ځایې چارواکي وايي چې د بېپولې ډاکټرانو ټولنې د زابل ولایتي روغتون ته څېرمه د نري رنځ د تشخیص او درملنې مرکز پرانېستی او له دې وروسته به پر دې ناروغي د اخته کسانو درملنه همدلته کېږي.

دولس کلن سپینګل هغه ماشوم دی چې کورنۍ یې کلونه وړاندې په هلمند کې د سختې جګړې له امله کابل ته را کډه او دلته د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د قنبر څلورلارې په یوه پنډغالي کې مېشت شوي دي.
سپینګل وايي، که څه هم زدهکړو ته لېواله دی، خو لاسرسی ورته نه لري.

کندوز کې محلي سرچینو سلاموطندار ته ویلي چې د محيالدین په نوم یوه ځوان په دغه ولایت کې ځان وژلی دی. دغه ځوان شل کلن و او جامې یې ګنډلې. د سرچینو په وینا، یاد ځوان نن د کندوز ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د «مال بازار څلورلارې» سره د جامو ګنډلو په دوکان کې یې ځان را ځړولی او وژلی دی.

د شل اووره نړیوال جام په دویمه نیمه پایلوبه کې نن د انګلستان د کرېکټ ملي لوبډله بریالۍ شوه چې هند ته ماته ورکړي او پایلوبې ته لاره پیدا کړي.

د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې که څه هم سرپرست حکومت د هېواد د بانکي سېسټم ښهوالي په موخه هڅې کړي، خو لا هم بانکونه له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ دي.

بریټانیوي رسنیو راپور ورکړی چې افغانستان کې د دغه هېواد د ځوکونو د عملیاتو پر مهال ۶۴ افغان ماشومان وژل شوي دي.
د بيبيسي د انګلیسي څانګې د راپور پر بنسټ د بریټانیا حکومت افغانستان کې د وژل شویو ۶۴ ماشومانو کورنیو ته غرامت ورکړی، خو دغه هېواد د ۱۶ ماشومانو وژنه تایید کړې ده.

د اسټرالیا په کوربهتوب د نړیوال جام په دویمه نیمه پایلوبه کې نن د هند کرېکټ ملي لوبډله له انګلستان سره لوبه کوي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازولې یا یوناما له مشرې روزا اوټونبایوا سره یې د پېژندګلوۍ لیدنه کړې ده.

باختر دولتي اژانس د افغانستان بانک د یوې سرچینې له قوله لیکلي چې د تازه چاپ شویو افغانیو لومړۍ الوتکه نن د کابل هوايي ډګر ته را رسېدلې ده.
د افغانستان بانک د روان کال د تلې میاشتې په دېرشمه ویلي و چې د افغانیو چاپېدو په برخه کې یې څهناڅه پرمختګ کړی او ډېر ژر به نوې افغانۍ کابل ته را ولېږدول شي. د راپورونو پر بنسټ، دا پیسې په پولنډ کې چاپ شوې دي.