Asset 1SWN

انګلستان د نړیوال جام پایلوبې ته لاره پیدا کړه

349099

د شل اووره نړیوال جام په دویمه نیمه پایلوبه کې نن د انګلستان د کرېکټ ملي لوبډله بریالۍ شوه چې هند ته ماته ورکړي او پایلوبې ته لاره پیدا کړي.

انګلستان ته به راتلونکې یکشنبه له پاکستان سره د روان کرېکټ شل اووره نړیوال جام پایلوبه وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هند په دغه لوبه کې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۹ منډې جوړې کړې.

د هند لپاره په توپوهنه کې هارډ پانډیا ۶۳ او ویرات کوهلي ۵۰ منډې جوړې کړې.

د هندي له لوري د ورکړل شوي هدف په ځواب کې انګلستان بهترینه لوبه وکړه او دغه هدف یې پرته له دې چې کوم لوبغاړي یې وسوځېږي، د لوبې په ۱۶ اوور کې ترلاسه کړ.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د انګلستان لپاره په توپوهنه کې الېکس هېلس ۸۶ او لوبډلمشر جاس بټلر ۸۰ منډې جوړې کړې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام