یوناما: افغانستان باید د بشري ‌حقونو نړیوالې اعلامیې ته درناوی وکړي

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا «یوناما» د بشري حقونو د نړیوالې ورځې د نمانځنې په درشل کې ویلي چې افغانستان باید د بشري‌ حقونو بشرحقونو د نړیوالې اعلامیې ټولو مادو ته درناوی وکړي. یوناما پرون جمعه د لیندۍ یووولسمه ویلي چې افغانستان د بشري حقونو نړیواله اعلامیه لاسلیک کړې او هرې مادې ته یې باید درناوی ولري.

د ملګرو‌ ملتونو امنیت شورا کابل کې د پاکستان پر سفارت برید غندلی

د ملګروملتونو امنیت شورا په یوې خپرپاڼه کې کابل کې د پاکستان پر  سفارت شوی برید «ترهګریز» بللی او هغه یې غندلی دی.

دغه پېښه پرون جمعه د لیندۍ یوولسمه شوې ده. له پېښې وروسته د پاکستان حکومت ویلي چې د یاد برید موخه کابل کې د دغه هېواد سفیر عبیدالرحمن نظاماني و، خو نوموړی ترې روغ وتلی او ساتونکی یې ټپي شوی دی.

بلخ کې د ټرافیکي پېښې له امله پنځه کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی

د بلخ محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې پر مهال پنځه کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی.

د بلخ د امنیې قومنداني ویاند محمداصف وزیري سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه بېګاه شپه د حیرتان ښارګوټي اړوند سیمه سیمه کې د یوې «کرولا او ډمټرک» موټرو ترمنځ رامنځته شوې ده.

کابل کې د پاکستان شارژدافیر له وسله‌وال برید نه روغ وتلی

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پر ټویټر کابل کې د پاکستان پر شارژدافیر عبیدالرحمان نظاماني وسله‌وال برید غندلی دی.
د پاکستان لومړي وزیر هغه ساتونکی هم ستایلی چې نظاماني ته یې ځان سپر ګرځولی او هغه یې له مرګ نه ساتلی دی.

حکمتیار: بریدګر په چادري کې راپسې راغلي وو

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي چې نن دوه دوو وسله‌والو بریدګرو غوښتل چې ده ته ځان ورسوي، خو موخې ته له رسېدو وړاندې ووژل شول.
هغه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، بریدګر چې ځانمرګي واسکټونه یې هم اغوستي وو، په چادري کې پسې راغلي وو، خو د ده په وژلو ونه توانېدل. هغه وایي، دې پېښې کې دوه بریدګر او یو د ده کس وژل شوی او دوه کسان یې ټپیان شوي دي.

سرچینه: د ګلبدین حکمتیار پر دفتر د موټربم برید مخه نیول شوې

د ګلبدین حکمتیار په مشري د حزب‌ اسلامي یوه غړي د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته تایید کړه چې څو شېبې مخکې یې پر دفتر د موټربم برید پلان شنډ کړی دی.
د سرچینې په وینا، دوو بریدګرو چې غوښتل یې د حزب‌ اسلامي دفتر ته ننوځي، خو د ګلبدین حکمتیار د ساتونکو له لوري په نښه او وژل شوي دي.

د هرات د ورېښمو صنعت‌کارانو ټولنه له ۲۵ کلن ځنډ وروسته بیا جوړه شوه

د هرات د کرنې ریاست مسوولانو د هرات د ورېښمو صنعت‌کارانو ټولنې د بیا جوړېدو موخه د ورېښمو یا د افغانستان د سپینو زرو صنعت وده او پرمختګ یادوي. د هرات د ورېښمو یو صنعت‌کار جمعه‌خان چې ۴۰ کاله یې په دې برخه کې کار کړی وايي، اوس د ورېښمو چینجیو لپاره څلور صندوقونه لري او که دغه صنعت ته پام وشي، نور پرمختګ به هم وکړي.

کابل کې ګازو د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه کړي

باختر دولتي اژانس پر ټویټر د امنیتي مسوولانو له قوله لیکلي چې ګازو د کابل ښار په تایمني سیمه کې د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه کړي دي. د باختر په وینا، په مړو شویو کسانو کې دوه ښځې او څلور ماشومان شامل دي. بله‌خوا پر ټولنیزو رسنیو د دې پېښې یوه ویډیو خپره شوې چې ښيي، یوه ښځه او څلور ماشومان د خوب په بستره او بله ښځه هم په تشناب کې مړه شوې ده.

سمنګان کې پر جهادیه مدرسې د برید پر وړاندې غبرګونونه

په سمنګان کې پر مدرسې برید چې له کبله یې له ۴۰ ډېرو کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته، کورني او نړیوال غبرګونونه را پارولي دي. دا چاودنه پرون ماسپښین د ایبک ښار په جهادیه مدرسه کې د جماعت پر مهال وشوه. د سمنګان د روغتون رییس سیدمحمدعثمان حمیدي سلام‌وطندار ته ویلي چې چاودنه کې ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي.

د وزګارتیا دردوونکې کیسې؛ «۲۵ کاله تجربه لرم، خو اوس پر اروايي ناروغیو اخته یم»

یوشمېر هغه کسان چې په تېر څه باندې یوه کال کې یې دندې له لاسه ورکړي، له سخت اقتصادي وضعیت او وزګارتیا سر ټکوي.
دغه کسان چې مېرمنې هم په‌کې دي، سره له دې چې ډېری یې لوړې زده‌کړې او کلونه کاري تجربې لري، خو اوس وزګارتیا په مخه کړي او سخت کړاوونه تجربه کوي.

کابل کې د امام ابوحنیفه نړیوال نندارتون پرانېستل شو

د امام ابوحنیفه نړیوال نندارتون نن د یوشمېر کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو په حضور سره کابل کې پرانېستل شو چې اووه ورځې به دوام وکړي.

دغه نندارتون کې د سیمې هېوادونو یو‌شمېر سوداګرو او پانګوالو هم ګډون کړی، څو د افغان ښځو لاسي صنایعو او د افغانستان محصولاتو سره بلدتیا پیدا کړي.

خصوصي بانکونو کې د پیسو نشتون له امله د روزګان د اوسېدونکو شکایت

د روزګان یوشمېر اوسېدونکي وايي چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت ټولو خصوصي بانکونو کې افغانۍ ختمې شوي چې له امله يې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

محمدشفيق چې د دهراوود ولسوالي اوسېدونکی دی او يوې موسسه کې کار کوي، سلام‌وطندار ته وايي چې معاش يې حواله شوی، خو بانک کې د پیسو نشتون له امله پیسې نه ورکول کېږي.