ایمرجنسي روغتون: د شهرنو له برید نه درې جسدونه او ۱۸ ټپیان راوړل شوي

کابل کې ایمرجنسي روغتون پر ټویټر لیکلي چې په شهرنو کې له ننني برید څخه ټول‌ټال ۲۱ کسان دغه روغتون ته وروړل شوي چې درېوو هغو یې مخکې له مخکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
بله‌خوا د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد څو شېبې مخکې پر ټویټر ولیکل چې شهرنو کې پر یوه هوټل شوی برید د درېوو بریدګرو په وژل کېدو پای ته رسېدلی دی.

د ا.ا ویاند: د کابل شهرنو کې پر هوټل برید پای ته ورسېد

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد پر ټویټر لیکلي چې د کابل ښار د شهرنو سیمې اړوند پر یوه هوټل برید د درېوو بریدګرو په وژل کېدو پای ته رسېدلی دی.
د نوموړي په وینا، یاد هوټل کې مېشت مېلمانه ژغورل شوي او هېڅ بهرنی وګړی په دغه برید کې نه‌دی وژل شوی.
هغه وايي، دوو بهرنیو وګړو د برید پر مهال یې له ودانۍ ځانونه راغورځولي، ټپيان شوي دي.

هلمند کې د هوا سړېدو سره موسمي ناروغۍ زیاتې شوي

د هلمند یوشمېر اوسېدونکي چې د خپلو ماشومانو درملنې لپاره یې ولایتي روغتون ته مراجعه کړې وايي، د ژمي رارسېدو سره هم‌مهاله، په موسمي ناروغیو د ماشومانو د اخته کېدو کچه لوړه شوې ده.

دوی وايي چې د بې‌وزلۍ له امله نه‌شي کولای خپلو ماشومانو ته تودې جامې برابرې کړي چې له امله یې د سینه‌بغل په څېر پر بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي.

امنیت شورا بندیزونو سره مخ هېوادونو ته د مرستو رسولو په موخه پرېکړه‌لیک تصویب کړ

د ملګروملتونو امنیت شورا پرون داسې یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې پر بنسټ یې ټول نړیوال بنسټونه کولای شي، له بندیزونو سره مخ هېوادونو ته هم خپلې بشر‌دوستانه مرستې ورسوي. افغانستان، سوریه او میانمار له هغو هېوادونو دي چې د ملګروملتونو له سیاسي بندیزونو سره مخ دي.

بلخ کې د کارګرو ماشومانو ډېروالی؛ «غواړم ډاکټر شم، خو نور زده‌کړې نشته»

بلخ کې د بې‌وزلۍ زیاتېدو له امله ماشومان تر ډېره اغېزمن شوي دي. دغه ماشومان چې د خپلې کورنۍ د ناوړه اقتصادي وضعیت له کبله له زده‌کړو محروم دي، له سهار تر ماښامه د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو په لټه دي. له امېد سربېره مزارشریف کې نور کوچني ماشومان هم شته چې د بې‌وزلۍ او ناچارۍ له کبله درنو کارونو ته اړ کړل شوي دي.

امیرخان متقي کابل کې د جاپان له سفیر سره لیدلي

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن یکشنبه د لیندۍ ۲۰مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي کابل د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره لیدلي دي.

د بلخي په وینا، امیرخان د جاپان له ۱۰۶ میلیونه ډالرو مرستې او مثبت ډيپلوماټیک تعامل څخه مننه کړې او دغه ډول تعامل یې د «نړیوالې ټولنې لپاره سره کرښه» بللې ده.

د فوټبال نړیوال جام د نیمه پای‌لوبو څلور لوبډلې په ډاګه شوې

د قطر په کوربه‌توب د فوټبال نړیوال جام له کوارټرفاینل په زړه پورو سیالیو وروسته د نیمه پای‌لوبو څلور لوبډلې په ډاګه شوې.

ارجنټاین، کرواشیا، فرانسه او مراکش هغه لوبډلې دي چې کوارټر فاینل کې یې خپل سیالان مات کړل او نیمه پای‌لوبې ته ووتل.

غور کې د معلولانو اعتراض؛ «په تېرو دوو کلونو کې له پامه غورځېدلي یوو»

د غور یوشمېر معلولانو نن سهار د دغه ولایت په مرکز فېروزکوه ښار کې د دوی د حقونو نه ورکړې له کبله د اعتراض په توګه را ټول شول او له حکومت نه یې وغوښتل چې پام ورواړوي. امیرداد چې څلورکسیزه کورنۍ ور پر غاړه ده، له حکومت څخه غواړي چې د ده په ګډون، د ټولو معلولانو حقونه ورکړي.

د پوهنې وزارت سلاکار: ۲۰ زره دیني عالمان دولتي ادارو کې جذبوو

د پوهنې وزارت مسوولانو ویلي چې ۲۰ زره دیني عالمان به په دولتي ادارو کې جذب او دیني مدرسې به هم په رسمیت وپېژني.
د پوهنې وزارت سلاکار سیدغیاث‌الدین پرون د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې یوې غونډې ته وویل چې په تېرو حکومتونو کې له دیني عالمانو سره جفا شوې او دولتونو ورته ارزښت نه ورکاوه.

فولکر تورک: افغانستان کې دې د خلکو په دُرو وهلو او قصاص لړۍ ودرول شي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر تورک د بشري حقونو نړیوالې ورځې له را رسېدو سره هم‌‌مهاله د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د حد او قصاص جاري کولو پر وړاندې غبرګون ښودلی او له اسلامي امارت څخه یې غوښتي چې قصاص او د خلکو په دُرو وهلو سزاوې دې ودروي.

افغانستان کې اطلاعاتو ته پر لاسرسي محدودیت لا هم یوه ننګونه ده

افغان خبریالان او د رسنیو مسوولان د اسلامي امارت له نږدې یونیم کلنې واکمنۍ سره سره لا هم په هېواد کې اطلاعاتو ته پر لاسرسي محدودیت ستره ننګونه بولي. یوه خبریاله شیرینه محمدي وايي، په اوسني نظام کې پر خبریالانو، په تېره ښځینه‌ هغو محدودیتونه زیات شوي او دا تمه لري چې په دې برخه کې شته ستونزې به حل شي.

د افغانستان بانک سبا څوارلس میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي چې سبا د «افغانۍ» ارزښت ساتلو په موخه د یوې داوطلبۍ له لارې څوارلس میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي.
د افغانستان بانک ویلي، ګټونکي بانکونه او شرکتونه باید د لیلام ورځې تر پایه خپل حسابونه پاک کړي او د ضمانت ټولې پیسې هم په یوه وار دغه بانک ته وسپاري. د افغانستان بانک له نورو بانکونو، د صرافیو او پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبي کې ګډون وکړي.