پر ښځینه‌وو د ا.ا د محدودیتونو دوام؛ په موسسو کې د ښځینه‌ کارکوونکو کار وځنډېده

د اقتصاد وزارت په یوه مکتوب کې ټولو کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو ته سپارښتنه کړې چې تر بل امر پورې دې د ښځینه‌وو کارکوونکو دندې وځنډوي.
د اقتصاد وزارت په دغه مکتوب کې چې پر ټولنیزو رسنیو لاس په لاس کېږي، لیکل شوي چې که کومې کورنۍ او بهرنۍ نادولتي موسسې په دې برخه کې ناغېړي وکړه، دغه وزارت به یې جوازونه لغوه کړي.

د نجونو پر زده‌کړو د بندیز پر وړاندې په هرات او تخار کې د ښځینه زده‌کړیالانو اعتراض

یوشمېر زده‌کړیالانو نن د اعتراض په توګه په هرات او تخار ولایتونو کې د نجونو پر زده‌کړو د اسلامي امارت د بندیز پر وړاندې لاریون وکړ.
معترضانو خپل لاریون د تخار د مرکز تالقانو ښار د تېلو پلورنځای له څلورلارې نه پیل کړ او غوښتل یې چې تر استقلال څلورلارې پورې ولاړې شي، خو د اسلامي امارت د ځواکونو له مخالفت سره مخامخ شوې.

مولوي عبدالحمید ا.ا ته: نجونو ته د لوړو زده‌کړو زمینه برابره کړئ

د ایران مشهور دیني عالم مولوي عبدالحمید له اسلامي امارت غوښتي چې افغانستان کې نجونو او ښځو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

مولوي عبدالحمید چې په زیاته کچه پلویان لري، پرون یې د جمعې په خطبه کې په ټينګار سره ویلي، زده‌کړې نارینه او ښځنیه نه پېژني او پر ښځینه‌وو زده‌کړه د اسلام د ټولو دیني عالمانو غوښتنه ده.

د کابل ښاروالي اوونیز کمپاین؛ «پلاسټيکي کڅوړو ته نه ووایاست»

د کابل ښاروالي پرون جمعه د مرغومې دویمه د پلاسټیکي کڅوړو د نه استفادې په موخه (پلاسټیکي کڅوړو ته نه ووایاست) تر عنوان لاندې اوونیز کمپاین پیل کړ.

د کابل ښاروالي ویاند نعمت‌الله بارکزی وايي، د دې کمپاین څخه یې موخه د چاپېریال ساتنه او د هوا د ککړتیا مخنیوی دی.

کابلوف: د کابل په غوښتنه روسیه د بین‌الافغاني خبرو بیاپیل کې مرسته کولای شي

 د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي له یوې هندۍ رسنۍ سره په مرکه ویلي چې روسیه کولای شي، د بین‌الافغاني خبرو راژوندۍ کولو لپاره مهم رول ولوبوي.

ضمیر کابلوف پرون جمعه د مرغومې دویمه له «هندو» ورځپاڼې سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي، روسیه او هند دواړه کولای شي چې د بین‌الافغاني خبرو د بیاپیل لپاره مهم نقش ولوبوي.

روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي په اړه د نهرین ولسوالي د اوسېدونکو شکایت

د بغلان ولایت د نهرین ولسوالي د لرې پرتو سیمو یوشمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او خپل ناروغان د حیواناتو په وسیله نورو سیمو ته بیايي. دوی وايي، تر اوسه دغو سیمو ته د موټرو د تګ‌راتګ لارې نه‌دي جوړې شوي.

د نجونو پر زده‌کړو بندیز؛ ایران: د اسلامي امارت دې پرېکړې ته خواشیني یوو

له هغه وروسته چې اسلامي امارت د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې، د افغانانو ترڅنګ، د سیمې او نړۍ هېوادونو د دې پرېکړې پر وړاندې غبرګونونه وښودل.
تازه د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني هم ویلي چې د اسلامي امارت دې پرېکړې خواشیني کړي دي.

د نجونو پر زده‌کړو د ا.ا بندیز؛ تر اوسه نږدې پنځوسو استادانو استعفاوې کړي

پوهنتونونو ته د افغان نجونو پر تګ بندیز او پر وړاندې یې د پوهنتون دروازو د تړل کېدو په دوام، له پرون راهیسې د هېواد د بېلابېلو خصوصي او دولتي پوهنتونونو نږدې ۵۰ استادانو له دندو استعفاوې کړې دي. د کابل پوهنتون استاد عبیدالله وردګ لومړنی استاد و چې پرون یې د ا.ا د دې پرېکړې په غبرګون کې د اعتراض په توګه له استادۍ استعفا وکړه.

خالد حنفي د ا.ا چارواکو ته: دویم ودونه مه کوئ او بیت‌المال مه پرې لګوئ

د امر بالمعروف او نهې‌ عن‌المنکر وزارت سرپرست محمدخالد حنفي په کاپیسا کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د اسلامي امارت له چارواکو غوښتي چې د خلکو د بې‌وزلۍ او ناچارۍ له کبله دې له دویمو ودونو ډډه وکړي او په ودونو کې بیت‌المال هم نه کاروي.

اشرف غني: ا.ا دې د دوحې هوکړې پټ ضمایم له افغانانو سره شریک کړي

د افغانستان مخکیني ولسمشر محمداشرف غني د اسلامي امارت له لوري پوهنتونونو کې د نجونو د زده‌کړو  ځنډېدو په غبرګون کې روان وضعیت جنسیتي اپرټایډ بللی او له ا.ا یې غوښتنه کړې چې د دوحې هوکړې پټ «ضمایم» افغانانو سره شریک کړي. خو اسلامي امارت ته نږدې څېره او سیاسي فعال سیدذکرالله هاشمي وايي، د دوحې هوکړه ضمیمه نه‌لري.

د افغانستان بانک ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې د افغانیو ارزښت ساتلو او ثبات لپاره شنبه د مرغومې درېیمه ۱۵میلیونه امریکايي ډالر د داوطلبۍ په توګه بازار ته وړاندې کوي. دغه بانک له ټولو خصوصي بانکونو او پر شرایطو برابر د پولي خدمتونو او صرافیو شرکتونو څخه غوښتنه کړې چې دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي. د افغانستان بانک ویلي چې د داوطلبۍ ګټونکي باید خپل ټول حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.

اجمل حقیقي د اسلامي امارت له زندانه ازاد شوی

افغان مُډل او یوټیوبر اجمل حقیقي چې اسلام ته د سپکاوي په تور څو میاشتې وړاندې نیول شوی و، د اسلامي امارت له زندانه ازاد شوی دی. اجمل حقیقي د روانې اوونۍ د چهارشنبې پر ورځ پر خپل یوټیوب چېنل یوه ویډیو خپره کړې چې نوموړي په کې د اسلامي امارت له زندانه د ده او د ملګرو د خوشې کېدو خبره کوي. نوموړي دې ویډیو کې ویلي چې دی او ملګري یې غلام سخي، امید ارمان او عبیدالله مجیدي هم ازاد شوي دي.

اروپايي ټولنې د نجونو د زده‌کړو مخنیوي په اړه د ا.ا پرېکړه وغندله

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل نن پر ټویټر د نجونو پر مخ د پوهنتون د دروازو تړل کېدو په اړه د اسلامي امارت پرېکړه غندلې ده.
نوموړي د اسلامي امارت د دې پرېکړې د غندنې ترڅنګ، ویلي چې دا په نړۍ کې یوه بې‌مخینې کار دی.