
د پنځو هېوادونو دیني عالمان: اسلامي امارت د نجونو د زده کړو مخالف نه دی
د پنځو اسلامي هېوادونو دیني عالمان چې په يوه سفر افغانستان ته راغلي وايي، اسلامي امارت له دوی سره ژمنه کړې چې د نجونو د زده کړو لپاره به زمینه برابره کړي.

د پنځو اسلامي هېوادونو دیني عالمان چې په يوه سفر افغانستان ته راغلي وايي، اسلامي امارت له دوی سره ژمنه کړې چې د نجونو د زده کړو لپاره به زمینه برابره کړي.

د هلمند محلي مسوولان وایي چې د اسلامي امارت د مشر هبت الله اخندزاده په لارښوونه به ډېر ژر د دغه ولایت په شمالي او سوېلي ولسوالیو کې پراختيايي پروژې پيل کړي.

د ناروې د کډوالو شورا مشر یان اګلنډ افغانستان ته د خپل سفر پر مهال د اسلامي امارت له یوشمېر لوړ پوړو چارواکو سره لیدلي دي. نوموړي په دې کتنو کې د افغان ښځو او نجونو پر کار او زدهکړو ټينګار کړی دی. د ناروې د کډوالو شورا مشر پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز به۱۴ میلیونه افغانان اغېزمن کړي.

د اسلامي امارت د رییسالوزرا اقتصادي معاونیت پرون دوشنبه د مرغومې ۱۹مه ویلي، د سوالګرو راټولولو کمیټې له کابل ښار څخه شاوخوا ۲۴ زره او ۲۷۶ سوالګر راټول کړي چې له ډلې یې څه باندې ۱۱ زره ښځې او څه باندې ۹۰۰۰ ماشومان دي. اقتصادي معاونیت زیاته کړې چې دغه اړمن د مرستو ترلاسه کولو لپاره د سرې میاشتې ټولنې ته معرفي کېږي.

د افغانستان بانک ویلي چې د افغانیو ثبات او ارزښت ساتنې په موخه سبا چهارشنبه د مرغومې ۲۱مه ۱۷ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.

د غور د ټولګټو رییس عبدالکریم ابوشعیب سلاموطندار ته ویلي چې دوی نن مازدیګر (سهشنبه، مرغومې ۲۰) د غور-کابل لویه لاره او د یاد ولایت هغه ټولې لارې د مسافر وړونکو موټرو پرمخ تړلي چې د هېواد د هوا پېژندنې ادارې له لوري د سختو واورو د ورېدو اټکل پهکې شوی دی.

د غزني امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یو کس د خپل وراره لهخوا وژل شوی دی. پېښه پرون دوشنبه د مرغومې ۱۹مه د اندړ ولسوالي اړوند «ناني» کلي کې رامنځته شوې ده.
د غزني د امنیې قومنداني ویاند خالد سرحدي سلاموطندار ته ویلي چې دغه کس د خپل وراره لهخوا وژل شوی دی. د سرحدي په وینا، قاتل له سیمې څخه تښتېدلی دی.

عبدالله جمیل چې حکومت کې له کلونو خدمت کولو وروسته څلور کاله مخکې تقاعد شوی، وايي چې له مغزي سکتې وروسته یې د سترګو دید له لاسه ورکړی او اوس د ناروغۍ پر بستر پروت دی.
نوموړي سلاموطندار ته وویل، هره ورځ په دې هیله تېروي چې خپل حقوق به ترلاسه کړي، څو د خپلې کورنۍ اړتیاوي پوره کړي، خو دا هیله یې تراوسه نه ده پوره شوې.

د کابل ښار د کارتهاریانا سیمې یوشمېر اوسېدونکي وايي، څه باندې ۸ میاشتې کېږي چې د دولتي اوبو نلونه یې وچ شوي او خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نهلري.

زابل کې د تېرو کلونو په پرتله روان لمریز کال پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر په کمسارې توګه لوړه شوې ده.
روغتیايي چارواکي وايي، روان ۱۴۰۱ کال کې زابل کې ۱۳۶۱ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي، په داسې حال کې چې تېر ۱۴۰۰ کال دغه شمېر ۹۸۰ ته رسېده.

یوشمېر کابل ښاریان د زړو بانکنوټونو له ډېروالي شکایت کوي او وايي چې د ورځنۍ راکړې ورکړې پر مهال زړو پیسو له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د کابل د نوي ښار یو هټۍوال شهنواز وايي چې هره ورځ له پېردونکو سره د زړو پیسو د راکړې ورکړې پر مهال له ستونزو سره مخ وي.

د غورـ کابل لویېلارې یوشمېر موټرچلوونکي او مسوولان وايي، شاوخوا یوه اوونۍ کېږي چې د دغه ولایت د شپږو لوېدیځو ولسوالیو مواصلاتي لارو په ګډون د غورـ کابل لویهلاره هم «بکک» کوتل کې د تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.

د بدخشان د لرې پرتو او سرحدي ولسوالیو اوسېدونکي د ګڼو نورو ستونزو ترڅنګ، د روغتیايي مرکزونو نهشتون او د درملو کمښت څخه شکایت کوي.
دوی سلاموطندار ته ویلي چې روغتیايي مرکزونو او درملو ته نهلاسرسي دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي

د ترکیې د کډوالو ادارې ویلي چې په تېر ۲۰۲۲ کال کې یې له دغه هېواد څخه په زرګونه هغه کډوال بېرته خپلو هېوادونو ته لېږلي چې په ناقانونه توګه ترکیې ته راغلي وو. د ترکي رسنیو په خپرو شویو راپورونو کې راغلي چې په اخراج شویو کډوالو کې ۶۸۲۹۰ یې هغه افغانان دي چې په ناقانونه دغه هېواد ته تللي وو.

د غور د والي دفتر شنبه د مرغومې اوولسمه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ولایت والي د خوړو نړیوال پروګرام له مسوول سره لیدلي دي.
په خبرپاڼه کې د والي له قوله لیکل شوي بهرنۍ موسسې د دې پر ځای چې د خلکو لپاره بنسټییزې پروژې پلي کړي، د بشرحقونو خلاف د خلکو ترمنځ د نفاق او کرکې رامنځته کولو په لټه کې دي.

د غور د امنیې قومنداني د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې یادې ښځې تېره ورځ د تیورې ولسوالي د «دهن درودي» کلي کې ځانوژنه کړې او ژوند ته یې د پای ټکی اېښی دی. په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې دغې ښځې ولې ځانوژنه کړې؟ خو د پېښې په تړاو د اسلامي امارت د ځواکونو د پلټنو د پیلېدو خبر ورکړل شوی دی.