د شانګهای همکاریو سازمان ناسته کې د افغانستان پر وضعیت خبرې شوي

د شانګهای همکاریو سازمان د غړیو هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو څلور ورځنۍ ناسته چې د هند په کوربه‌توب پیل شوې د افغانستان پر وضعیت هم په‌کې بحث او خبرې شوې دي. د نړیوالو اړیکو شنونکی نظراحمد رزاقي سلام‌وطندار ته وویل د نړۍ او اسلامي امارت د غوښتنو د سیالۍ له امله افغانستان د شانګهای ناستې ته نه‌و وربلل شوی.

پاکستان کې چاودنه؛ څلور پولیس وژل شوي او شپږ ټپیان دي

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دغه هېواد کې د یوې چاودنې پر مهال د یوه لوړپوړي پولیس چارواکي په ګډون څلور پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

رسنیو نن پنج‌شنبه د مارچ ۳۰مه راپور ورکړی چې چاودنه نن سهار د خېبرپښتونخوا ایالت لکي مروت سیمه کې رامنځته شوې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام: میلیونونه افغانان د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي

د خوړو نړیوال پروګرام پرون پر ټویټر لیکلي، که افغانان د اړتیا وړ مرستې ترلاسه نه کړي، په راتلونکو ورځو کې به نهه میلیونه کسان د لوږې له ګواښ سره مخامخ شي. د خوړو نړیوال پروګرام رییس ډېوېډ بسلي ویلي، نړۍ نه‌شي کولای په دې بې‌مخینې ناورین کې افغانان هېر کړي.

په څه باندې یوه کال کې ۱۴۵ افغانان د کډوالۍ پر ناقانونه لارو مړه شوي

د سلام‌وطندار د موندنو پر بنسټ، د تېر څه باندې یوه کال پر مهال په ۱۴ پېښو کې ۱۴۵ افغانان د ناقانونه کډوالۍ پر سختو لارو مړه شوي او لسګونه نور هم ټپیان شوي دي. که څه هم افغانانو له لسیزو راهیسې ناقانونه کډوالۍ ته مخه کړې، خو د اسلامي امارت په واکمنېدو سره دا لړۍ چټکه شوې چې له کبله یې لسګونه کسان قرباني شوي دي.

فاریاب کې یوې ړندې ښځې ۳۵ نورو ښځو ته د کار اسانتیاوې برابرې کړي

د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې یوې نجلۍ چې په سترګو څه نه ویني، ۳۵ نورو بې‌سرپرسته او معلولو نجونو او ښځو ته د کار اسانتیاوې برابرې کړې دي. فاریاب کې د ړندو د وړتیا لوړونې موسسې بنسټ‌اېښودونکې او مسوولې خال‌بي‌بي همنوا سلام‌وطندار ته ویلي، کله چې ا.ا د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار محدودیتونه ولګول، دې پرېکړه وکړه چې ۳۵ بې‌سرپسته، معلولو او یتیمو نجونو او ښځو ته د کار اسانتیاوې برابرې کړي.

د زابل د یو‌شمېر ولسوالیو اوسېدونکي: مرکز ته غځېدلې لارې دې ورغول شي

د زابل د یوشمېر لرو پرتو ولسوالیو اوسېدونکي د یاد ولایت مرکز ته د خپلو ولسوالیو د غځېدلو لویو لارو د خرابوالي له امله شکایت کوي.

 د زابل په سوېل کې پرتې شمولزۍ، شینکۍ، نوبهار او اټغر ولسوالیو اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي چې مرکز قلات ته غځېدلې لارې یې خرابي دي او په وینا یې، له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

فېنکس مرکز کې له روږدو سره ناسم چلن؛ شرافت زمان: ښه درملنه یې کېږي

پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د کورنیو یوشمېر غړي کابل کې د «فینکس» په نوم د روږدو د درملنې روغتون د مسوولانو له ناسم چلند څخه شکایت کوي.

د روږدو کسانو د کورنیو دغه غړي سلام‌وطندار ته وايي چې د یاد دولتي روغتون مسوولان پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د کورنیو غړیو سره ناسم چلند کوي او په نشه‌يي توکو د روږدو د تشخیص لپاره هم ځانګړی سېسټم نه‌لري.

امنیت شورا: ترهګري د افغانستان او نړۍ لپاره جدي ګواښ دی

د ملګروملتونو امنیت شورا غړیو هېوادونو کابل کې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته شوي ځانمرګي برید ته په غبرګون کې کې ویلي چې افغانستان او نړۍ کې ترهګري د سولې او امنیت لپاره تر ټولو جدي او ستر ګواښ دی.

د ملګروملتونو د امنیت شورا غړيو دغه څرګندونې په خپره کړې یوې ګډه ویناپاڼه کې کړي دي.

راشدخان د شل اووره سیالیو تازه درجه بندۍ کې لومړی ځای خپل کړ

د کرېکټ نړیوالې شورا له لوري د نارینه‌وو د نړیوالو شل اووره سیالیو په اعلان شوې تازه درجه بندۍ کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې درې توپ‌اچوونکي په لسو غوره لوبغاړو کې راغلي دي. د کرېکټ نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې، راشدخان د ۷۱۰ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د شل اووره سیالیو د توپ‌اچوونې برخه کې لومړی ځای خپل کړی دی.

وېسټ‌ انډیز له سوېلي افریقا د شل اووره سیالیو لوبلړۍ وګټله

د سوېلي افریقا او وېسټ‌انډیز د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېوو شل اووره سیالیو د لوبلړۍ اتلولي، د وېسټ انډیز لوبډلې په خپل نوم کړه.

وېسټ انډیز په یاده لوبه کې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۰ منډې جوړې او سوېلي افریقا ته یې د ۲۲۱ منډو هدف وټاکه.

د داعش ډلې د بریدونو زیاتوالی؛ بلال کریمي: زموږ ځواکونو یې ملا ورماته کړې

د داعش وسله‌والې ډلې بهرنیو چارو وزارت ته د ځانمرګي برید مسوولیت چې شپږ کسان په‌کې ووژل شول، پر غاړه اخیستی دی. د دې ډلې اړوند خبري اژانس اعماق ویلي چې یاد برید د داعش ډلې یوه غړي کړی او د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماټانو په ګډون یې، ۲۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت: افغانستان د ۵۰ صنعتي توکو په تولید کې پر ځان بسیا شوی

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسوولانو نن (د وري اتمه، سه‌شنبه) د حکومت د رسنیو مرکز کې د یوې خبري غونډې پر مهال د ۱۴۰۱ کال کاري راپور له رسنیو سره شریک کړ. د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، افغانستان اوس لږترلږه د ۵۰ صنعتي توکو په تولید کې پر ځان بسیا شوی دی.

د مطیع‌الله ویسا د نیولو پروړاندې غبرګونونه؛ ا.ا: څوک چې ونه خوځېږي، نه نیول کېږي

د مطیع‌الله ویسا ورور عطاالله ویسا پر ټویټر خپره کړې ویډیو کې ویلي چې د اسلامي امارت ځواکونه یې نن کور ته ورغلي او نه یوازې یې پلټلی او د مطیع‌الله ویسا کمپیوټر او ټیلیفونونه یې له ځان سره وړي، بلکې د ده دوه نور ورونه یې هم د لنډې مودې لپاره نیولي وو او د کورنۍ غړیو ته سپکې سپورې ویلې دي.