Asset 1SWN

راشدخان د شل اووره سیالیو تازه درجه بندۍ کې لومړی ځای خپل کړ

453

د کرېکټ نړیوالې شورا له لوري د نارینه‌وو د نړیوالو شل اووره سیالیو په اعلان شوې تازه درجه بندۍ کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې درې توپ‌اچوونکي په لس غوره لوبغاړو کې راغلي دي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر د پاکستان پر وړاندې په شارجه کې د شل اووه سیالیو د لوبلړۍ له ګټلو وروسته په اعلان شوې تازه درجه بندۍ کې لومړی مقام ترلاسه کړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د کرېکټ نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې، راشدخان د ۷۱۰ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د شل اووره نړیوالو سیالیو د توپ‌اچوونې په برخه کې لومړی ځای خپل کړی دی.

د اعلان شوې تازه درجه بندې پر بنسټ د افغانستان بل چټک توپ‌اچوونکي فضل‌الحق فاروقي په ۶۹۲ امتیازونو سره درېیم او مجیب‌الرحمن هم اتم ځای ترلاسه کړی دی.

د سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډلې توپ‌اچوونکی وننډو هسرنګا بیا له راشدخان وروسته په تازه درجه بندۍ کې دویم ځای کې دی.

د کرېکټ نړیوالې شورا د شل اووره سیالیو د الرونډرانو په تازه اعلان کړې درجه بندۍ کې د ملي لوبډلې مخکیني لوبډلمشر او اوسني لوبغاړي محمدنبي درېیم مقام خپل کړی دی. محمدنبي د ۲۳۰ امتیازونو په لرلو درېیم ځای کې دی.

شکېب‌الحسن یو ځل بیا د نړیوالو شل اووره سیالیو لومړی الرونډر، د هند هارډک پانډیا بیا له محمدنبي مخکې په ۲۵۰ امتیازونو دویم ځای خپل کړی. شکېب‌الحسن ۲۶۵ امتیازونه لري.

په ورته مهال د شل اووره سیالیو په توپوهنه کې بیا هندي لوبغاړي سوریا کومار یاډوف په ۹۰۶ امتیازونو لومړی، پاکستاني لوبغاړي محمدرضوان دویم او د نیوزیلنډ پیلیز لوبغاړي ډېوېډ کانوې درېیم ځای ترلاسه کړی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د شل اووره سیالیو د توپ‌وهنې په تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې بیا په لسو غوره لوبغاړو کې د افغانستان کوم توپ‌وهونکی نه تر سترو کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام