Asset 1SWN

د دویمې بریا هڅه؛ افغانستان نن شپه پاکستان سره لوبېږي

356880

د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې له تاریخي بریا وروسته نن شپه دواړه لوبډلې د دویمې شل اووره سیالۍ لپاره د لوبې ډګر ته ځي.

افغان ملي لوبډلې د پاکستان پر وړاندې په لومړۍ شل اووره لوبه کې په شپږو وېکټو تاریخي بریا خپله کړه او د درېوو شل اووره سیالیو روانه لوبلړۍ کې ۱.۰ مخکې دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې دغه لوبه کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو په ټاکل شویو شلو اورونو کې یوازې ۹۲ منډې جوړې کړې چې افغانستان د څلورو لوبغاړو په سوځېدو د لوبې په ۱۸ اوور کې ترلاسه کړ.

که د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله په کېدونکې دویمه لوبه کې بریا خپله کړي، د روانې شل اووره سیالیو لوبلړۍ به په خپل نوم کړي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ لومړۍ شل اووره سیالۍ ته په کتو، دواړه لوبډلې به د نن شپې په لوبه کې ځینې بدلونونه هم راولي.

 پاکستان به هڅه وکړي چې د خپلې لوبډلې د توپوهنې برخه پیاوړې کړي او تجربه لرونکي لوبغاړي لوبډله کې شامل کړي. افتخار احمد او شان مسعود دوه هغه لوبغاړي دي چې د نن شپې سیالۍ کې به یې د لوبېدو چانس ډېر وي.

همداراز د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر شاداب خان یو بل پیاوړی او تکړه الرونډر لوبغاړی محمدنواز هم لري چې ښايي په نن لوبه کې د فهیم اشرف پر ځای ولوبول شي.

خو د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې تېرې لوبې ته په کتو اړتیا ده چې د توپوهنې برخه پیاوړې او لوبه تر ډېره د توپوهنې پر مټ کنټرول کړي. که‎ څه هم د ملي لوبډلې د پیل لوبغاړي پیاوړي او ښه لوبه کوي، خو د منځنیو لوبغاړو د ښې لوبې ځای تر ډېره تش وي.

لوبډلمشر راشدخان ته به د نن شپې لوبې لپاره د نوین‌الحق پر ځای فرید ملک یا شرف‌الدین اشرف او د ګلبدین نایب پرځای عثمان غني لوبډله کې د بدلون لپاره غوره ټاکنې وي.

خو د دواړو لوبډلو لوبډلمشر به د نن شپې سیالۍ لپاره لوبغالي کې شرایطو ته په پام او ویشتن‌ځای ته په کتو به خپلو لوبډلو کې بدلون راولي او یا به تېرې لوبه کې لوبېدونکې لوبډله ولوبوي.

د پاکستان پر وړاندې له بریا وروسته ګڼ‌شمېر افغانانو او د پخواني او اوسني حکومت یو‌شمېر چارواکو د یادې بریا په اړه خوښي ښودلې او ملي لوبډلې ته یې مبارکي ورکړې ده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي، د مخکیني حکومت د روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او انس حقاني سربېره یو‌شمېر نورو چارواکو هم د پاکستان پر وړاندې د افغان ملي لوبډلې د بریا مبارکۍ ورکړي دي.

افغانستان او د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلو په خپلو وروستیو پنځو نړیوالو شل اووره سیالیو کې درې درې لوبې ګټلي او دوه یې بایللي دي.

  سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له ۲۰۱۳ کال راهیسې تر دې مهاله د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د پاکستان پر وړاندې څلور نړیوالې شل اووره لوبې کړي چې درې یې بایللي او یوازې یوه لوبه یې ګټلې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام