Asset 1SWN

وېسټ‌ انډیز له سوېلي افریقا د شل اووره سیالیو لوبلړۍ وګټله

357035

د سوېلي افریقا او وېسټ‌انډیز د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېوو شل اووره سیالیو د لوبلړۍ اتلولي، بېګاه شپه د (مارچ، ۲۸مه) له یوې په زړه پورې سیالۍ وروسته د وېسټ انډیز لوبډلې په خپل نوم کړه.

وېسټ انډیز په یاده لوبه کې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۰ منډې جوړې او سوېلي افریقا ته یې د ۲۲۱ منډو هدف وټاکه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د وېسټ انډیز لپاره په توپوهنه کې رومېرو شېفېرډ ناسوځېدلې ۴۴، نېکولاس پووران ۴۱ او برینډن کېنګ ۳۶ منډې جوړې کړې.

د سوېلي افریقا لپاره بیا  لونګي اېنګېډي، کاګیسو رباډا او انخېل نوکیا دوه دوه وېکټې ترلاسه کړې.

د وېسټ انډیز د ورکړل شوي هدف په ځواب کې سوېلي افریقا که څه هم ښکلې لوبه پیل کړه، خو له بریا یوازې ۷ منډې وروسته پاتې شوه.

 سوېلي افریقا په ټاکل شویو شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۳ منډې جوړې کړې او د اوو منډو په توپیر یې ماته ومنله. د سوېلي افریقا لپاره په توپوهنه کې رییزا هنډرېکس ۸۳، رایلي روسوو، ۴۲ او اېډن مارکرم ناسوځېدلې ۳۵ منډې جوړې کړې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

وېسټ انډیز لوبډلې په یادې بریا سره له سويلي افریقا د درېوو شل اووره سیالیو لوبلړۍ ۲-۱ وګټله.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام