
د هند کرېکټ غوره لیګ کې نن دوه لوبې کېږي
د هند کرېکټ غوره لیګ سیالیو په لړ کې نن ورځ او شپه دوه لوبې کېږي چې کلکته نایټراډرز له ممبی انډیینز او ګوجرات ټایټنز له راجستان رویلز سره سیالي کوي.

د هند کرېکټ غوره لیګ سیالیو په لړ کې نن ورځ او شپه دوه لوبې کېږي چې کلکته نایټراډرز له ممبی انډیینز او ګوجرات ټایټنز له راجستان رویلز سره سیالي کوي.

د روزګان محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یو درې کلن ماشوم د اوبو ژورې څاه ته لوېدلی او د ژغورنې هڅې یې روانې دي.
د روزګان د امنیې قومنداني د امنیت امر مولوي امین وايي چې دغه ماشوم د اوبو ژورې ۱۰۰ مټره څاه ته لوېدلی دی.

د بدخشان محلي مسوولان وايي، د دغه ولایت د مرکز فیضاباد ښار اړوند سیمه کې یوه ۲۵کلن ځوان ځانوژنه کړې ده.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي وايي، د فیضاباد اړوند نوي ښار سیمه کې نن یکشنبه د وري ۲۷مه د احمدخالد په نوم کس د کورنیو ستونزو له کبله ځان زړولی او ژوند ته یې د پای ټکی ايښی دی. د نوموړي په وینا، دغه کس د پرزو د پلور هټۍ لرله او یوه اوونۍ وړاندې له خپلې مېرمنې جدا شوی و.

په دې ورځو کې ګڼشمېر کابل ښاریان د ښار بازارونو ته راوځي او د کوچني اختر نمانځلو لپاره جامې او خوراکي توکي پېري، خو یوشمېر نور ښاریان وايي چې د وزګارتیا او بېوزلۍ له کبله د نویو جامو وسه نه لري او د وچې مېوې او خوږو په ګډون، نور خوراکي توکي نهشي پېرلی.

ا.ا د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ګډې خبرپاڼې ته په غبرګون کې ویلي، اوسنی حکومت ټولګډونه دی او ولسي ملاتړ له ځان سره لري.
د ازبکستان په کوربهتوب د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له ناستې وروسته په خپره شوې ګډه خبرپاڼه کې افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټينګار شوی دی.

د پکتیکا محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ د رامنځته شوې شخړې په پایله کې اووه کسان وژل شوي دي.
د پکتیکا د والي ویاند ثناالله معصوم سلاموطندارته ویلي چې پېښه پرون جمعه د وري ۲۵مه د یاد ولایت د خیرکوټ ولسوالي د «پایندهخېلو» کلي کې رامنځته شوې ده.

فاریاب ولایت کې یوې سرچینې سلاموطندار ته ویلي چې دغه ولایت کې یوه کس خپل ورور وژلی دی. پېښه پرون جمعه د وري ۲۵مه د یاد ولایت د پشتونکوټ ولسوالي «ګلیمباف» کلي کې رامنځته شوې ده.
د سرچینې په وینا، د سیدعبدالله په نوک کس چې څو ورځې وړاندې لادرکه شوی و، جسد یې د پشتونکوټ ولسوالي «چهارتوت» کلي کې د یوه پلچک لاندې پیدا شوی دی.

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ایپياېل سیالیو په لړ کې نن ورځ او شپه دوه لوبې کېږي چې لومړۍ سیالي کې به رویل چلنجرز

د بغلان امنیتي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د دوو بېلابېلو ټرافیکي پېښو له کبله دوه کسان مړه او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د چین، ایران، پاکستان، روسیې، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډه خبرپاڼه کې چې نن (د وري ۲۵مه، جمعه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت پر وېبسایټ خپره شوې، له اسلامي امارت څخه غوښتل شوي چې د ټولو قومي ډلو، ښځو او ماشومانو د حقونو په ګډون، د افغانانو بنسټیزو بشري حقونو ته درناوی وکړي.

د غور امنیتي مسوولان وايي چې پرون د دغه ولایت د لعلاوسرجنګل ولسوالي په روغنقل سیمه کې د یوې حقوي او قومي شخړې په پایله کې د ښځو په ګډون نهه کسان ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د امنیې قومانداني ویاند عبدالبصیر زابلي سلاموطندار ته ویلي چې یوه شپږکلن ماشوم پرون د دغه ولایت د کوټ ولسوالي په دوانو سیمه کې له جګړې یوه پاتې مرمۍ پر تیږه وهلې او له کبله یې مرمۍ چاودلې ده.

د کاپیسا د امنیې قومانداني مسوولان د دغه ولایت د کوهستان ولسوالي د لومړۍ برخې په اړوند سیمه کې د غنمو وډ کې د یوه سپینږیري د جسد موندلو خبر ورکوي.

د اسلامي امارت د چارو ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له دې وروسته به هره برښنايي پېژندپاڼه د ۵۰۰ افغانیو په بدل کې افغانانو ته ورکړل شي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمدحلیم رفېع وايي، دا پرېکړه پرون د وزیرانو شورا په درېیمه غونډه کې شوې او د هرې پېژندپاڼې بیه له ۳۰۰ افغانیو څخه ۵۰۰ ته لوړه شوې ده.

د ا.ا حکومت په تازهګۍ سره پرېکړه کړې هغه معلولان او متقاعدین چې د کار کولو وړتیا ولري، په حکومتي ادارو کې به یې پر دندو وګوماري.
خو دغه پرېکړه د معلولانو او متقاعدینو له دوهګوني غبرګون سره مخ شوې ده. یوشمېر متقاعدین له دې پرېکړې د هرکلي ترڅنګ وايي چې ډېری متقاعدین د کار کولو وړتیا لري او په خپلو دندو کې مسلکي دي.

د افغانستان بانک وايي چې راتلونکې شنبه د وري ۲۶مه نېټه به «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.