لکناو سوپر جاینټز لوبډله نن له راجستان رویلز سره لوبه کوي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نن ماښام د یاد لیګ د جدول د سر دوه پیاوړې لوبډلې د یوه بل پر وړاندې لوبه کوي.

راجستان رویلز چې دا مهال د روان ای‌پي‌اېل لیګ د جدول په سر کې ده، نن ماښام ۶:۳۰ بجې به د جدول له دویمې لوبډلې لکناو سوپر جاینټنز سره ولوبېږي.

هلمند کې بڼوال: د بڼوالۍ په اړه دې مسلکي روزنه راکړل شي

هلمند کې یوشمېر بڼوال او کروندګر وايي، سره له دې چې د دغه ولایت ډول ډول مېوه لرونکې ونې، ښه وده کوي، خو یاد ولایت کې یوشمېر داسي تازه دود شوې مېوه لرونکي نیالګي هم شته چې شنه کېږي، خو وده او مېوه نه‌کوي.

دوی دغه برخه کې له حکومت او اړونده موسسو د مسلکي روزني غوښتنه کوي.

لوګر کې د ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ او پنځه نور ټپیان شوي

لوګر ګې نن سه‌شنبه د وري ۲۹مه د یوې ټرافیکي پېښې له کبله یو کس مړ شوی او پنځه نور ټپیان دي.

د لوګر د عامې روغتیا ریاست ویاند فهیم‌الله لودین سلام‌وطندار ته ویلي چې  پېښه د سراچې او کرولا ډوله موټرو ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د کور او ښار جوړولو وزارت: ۱۴۰۱ کال کې مو عواید څه باندې ۸۷سلنه زیات شوي

د کور او ښار جوړولو وزارت مسوولانو نن سه‌شنبه د وري ۲۹مه کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل چې د تېر ۱۴۰۱ کال پرمهال یې عوایدو کې څه باندې ۸۷سلنه ډېروالی راغلی دی.

د یاد وزارت د پراختیايي زون ادارې سرپرست روح‌الله احمدي دې غونډه کې وویل چې یاد وزارت تېر کال ۵۳۰ میلیونه افغانۍ عواید ټول کړي دي.

اروپايي ټولنې افغانستان سره «درې» میلیونه یورو مرسته وکړه

افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستو همغږې کوونکې اداره (اوچا) وايي چې اروپايي ټولنې د دغه سازمان بشردوستانه صندوق سره درې میلیونه یورو مرسته کړې ده. د اوچا په وینا، دا مهال افغانستان کې نږدې ۲۰ میلیونه وګړي له لوږې سره مخ دي او شاوخوا شپږ میلیونه افغانان بیا له قحطۍ یو ګام لرې دي.

د روزګان مرکز ترینکوټ کې د یوې ښځې جسد موندل شوی

د روزګان امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت مرکز ترینکوټ ښار اړوند سیمه کې پرون دوشنبه د وري ۲۸مه د یوې ښځې جسد موندل شوی دی. د یاد ولایت د امنیتي مسوولانو په وینا، دغه ښځې په ډزو وژل شوې او جسد یې د ترینکوټ ښار اړوند د «پیروشي» نومې سیمه کې پیدا شوی دی.

ا.ا د سیمې څه باندې لسو هېوادونو ته خپل نوي ډيپلوماټان لېږلي

د سیمې هېوادونو سره د اسلامي امارت د ډيپلوماټیکو اړیکو پراختیا لپاره د هڅو پر دوام، د ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي سلام‌وطندار ته وايي، د اوسني حکومت بهرنیو چارو وزارت سره د مخکیني حکومت د ډيپلوماټانو د فعالیت او همغږۍ ترڅنګ، ا.ا تراوسه د سیمې تر لسو زیاتو هېوادونو ته نوي ډيپلوماټان او سفیران لېږلې دي.

د بې‌وزلي او محدودیت ډېروالی؛ یوشمېر ښځو د غالیو اوبدلو ته مخه کړې

کابل ښار کې د «افغان‌رګ غالیو اوبدلو» تر نوم لاندې کارخونه کې شاوخوا ۲۰۰ نجونې او ښځې د غالیو اوبدلو او نورو برخو کې پر کار بوختې دي.

یو‌شمېر دغه مېرمنې سلام‌وطندار ته وايي چې له خپل کار خوښې دي. صنوبر چې دغه کارخونه کې له وړیو تار اوبدي، وايي، کلونه کېږي چې دغه کار کوي او په وینا یې، له خپل راضي ده.

لوګر کې یوې مېرمنې څلور ماشومان زېږولي

 د لوګر د مرکزي روغتون مسوولان وایي چې پرون یکشنبه د وري ۲۶مه په «نائب امین‌الله خان لوګري» روغتون کې یوې مور څلور ماشومان زېږولي دي.

د لوګر د مرکزي روغتون رییس ډاکتر صدیق‌الله سلام‌وطندار ته ویلي چې د بره‌کي برک ولسوالي د شاه مزار سیمې یوې مور په یو ځل څلور ماشومان زېږولي دي.

اوچا افغانستان کې د کم‌سارې قحطۍ پېښېدو په اړه خبرداری ورکړی

د ملګروملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې (اوچا) افغانستان کې د قحطۍ پېښېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

اوچا پرون یکشنبه د وري ۲۷مه په دې اړه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، داسې حال کې چې مالي سرچینې د وچېدو په حال کې دي، د دې شونتیا شته چې دغه هېواد د قحطۍ له داسې ګواښ سره مخ شي چې تېرو ۲۵ کلونو کې به یې ساری نه وي.

د م.م فعالیت ځنډېدو په اړه اندېښنې؛ عامې روغتیا وزارت: نړیوالو مرستو ته اړتیا لرو

له تېرو نږدې دوو اوونیو راهیسې افغانستان کې د ملګروملتونو په دفترونو کې د ښځو کار مخنیوي له امله د ا.ا او ملګروملتونو ترمنځ اختلافات لامل شوي چې هېواد کې د یاد سازمان د فعالیتونو ځنډېدو په اړه اندېښنې ډېرې شي. دا داسې مهال دی چې د عامې روغتیا وزارت یوازې ۳ سلنه روغتیايي خدمات هېوادوالو ته وړاندې کوي.