Asset 1SWN

متقي زرداري ته: پاکستان کې ټول افغان بندیان دې له اختر مخکې خوشې شي

Afghan-Detainees

د بهرنیو چارو وزارت مسوولان وايي چې د یاد وزارت سرپرست امیرخان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري سره ټيلیفوني خبرې کړي او دغه هېواد کې د افغان بندیانو د خوشې‌کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل وايي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ډاډ ورکړی چې دغه هېواد کې ټول افغان بندیان به له کوچني اختر مخکې خوشې شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي ویلي: «د نیکمرغه کوچني اختر تر رارسېدو مخکې په پاکستاني بندیخانو کي پاته افغاني بندیان هم ازاد او خپلو کورونو ته را ستانه شي، په مقابل کي یې ښاغلي بوټو د بندیانو د خلاصون ډاډ ور کړ. همدارنګه دواړو لوریو موافقه وکړه چي دیپلوماتیکو اړیکو ته به وده ورکوي.»

د بهرنیو چارو وزارت مسوولانو همداراز ویلي چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته تر دا مهاله ۲۰۰۰ افغان بندیان د پاکستان له بند‌خونو خوشې شوي چې دا لړۍ لا هم روانه ده.

همداراز پاکستان کې یو‌شمېر افغان کډوال وايي چې دې ورځو کې دغه هېواد کې د افغان کډوالو نیول زیات شوي دي.

پاکستان کې افغان کډوال احمدفهیم انصاري وویل: «دې ورځو کې د پاکستان وضعیت سم نه دی او افغان کډوال چې دې هېواد کې په ناقانونه توګه ژوندي کوي، نیول کېږي او افغانستان ته لېږل کېږي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، دا مهال څه باندې درې میلیونه افغان کډوال پاکستان کې ژوند کوي چې ډېری یې له فزیکي تاوتریخوالي او رواني ځورونې سره مخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام