Asset 1SWN

هېواد کې پر «هموفیليا» ناروغۍ څه باندې ۳۰۰۰ کسان اخته شوي

ثثقثس

د وینې ملي بانک مسوولانو نن دوشنبه د وري ۲۸مه کابل کې د عامې روغتیا وزارت له لوري د «هموفیليا» ناروغۍ نړیوالې ورځې په اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې پر دې ناروغۍ څه باندې ۳۰۰۰ کسان اخته شوي دي.

د وینې بانک مسوولانو په وینا، که څه هم تراوسه هېواد کې د یادې ناروغۍ په اړه کره څېړنه نه ده شوې، خو وايي چې څه باندې درې زره کسان پرې اخته دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د وینې ملي بانک رییس محمدناصر صادق دې غونډه کې وویل چې دا مهال دغه بانک سره یوازې له کابله پر هموفیليا ناروغۍ اخته ۸۵۷ کسان ثبت دي. هغه وویل: «تراوسه کابل کې د هموفیلي ناروغۍ ۸۵۷ اخته کسان ثبت دي چې له ډلې یې ۵۹ ښځې دي.»

هموفیلي یوه ارثي ناروغي ده چې د وینو ځینو فکټورونو د کمښت له امله له مور ماشوم ته انتقالېږي او که درملنه یې ونه‌شي، کولای چې د ناروغ د بدن غړي فلج یا یې د مړینې لامل شي.

بل‌خوا د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې د یادې ناروغۍ د تشخیص او درملنې لپاره د امکاناتو او متخصصو ډاکټرانو له کمښت سره مخ دي.

د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رییس احمدسیر پاڅون وویل: «چېرته چې پوهاوی نه وي، تشخیص له ستونزو سره مخ کېږي، کله چې تشخیص کم وي، ناروغۍ ډېرېږي، موږ د هموفلیلیا د نړیوالې ورځې په مناسبت له موسسو غواړو چې د بودیجې او امکاناتو برخه کې همکاري وکړي.»

دا مهال په ټول هېواد کې د هموفیلي ناروغۍ د تشخیص یوازینی یو مرکز شتون لري چې پر یادې ناروغۍ د اخته ناروغانو د درملنې خدماتو ته لاسرسی یې محدود کړی دی.

۲۶کلن فرهاد چې پر هموفیلي ناروغۍ اخته دی او له مزارشریف ښار څخه د درملنې په موخه کابل ته راغلی، وايي چې د ده په ګډون د کورنۍ نور ۲۰ غړي یې هم پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.

هغه وویل: «حکومت هم دومره درمل نه‌لري، موږ هره ورځ ډېر په ستونزو کې ژوند کوو. دا ناروغۍ داسې ده چې هره ورځ  باید فکټور واخلو او که داسې ونه کړو، ژوند مو ستونزو سره مخ کېږي. دا فکټور چې له نورو هېوادونو هم اخلو، زر او دوه زره افغانۍ بیه لري.»

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې د هموفیلي ناروغۍ اتم او نهم فکټور تر ډېره د درملنې د امکاناتو له کمښت سره مخ دي. ۱۱کلنې حسنا چې پر دې ناروغۍ اخته ده وویل: «له کوچینوالي پر دې ناروغۍ اخته یم او هره میاشت باید فکټور ورکړم، کله مې چې یو ځای زخمي شي، زخم غټېږي او وینه یې درېږي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د عامې روغتیا وزارت مسوولان ډاډ ورکوي چې د هموفیلي ناروغۍ د درملنې لپاره به اسانتیاوې رامنځته کړي او په وینا یې، پلان لري چې د یادې ناروغۍ د درملنې مرکزونه د زونونو په کچه رامنځته کړي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام