د امنیت‌شورا پرېکړې ته غبرګون؛ ا.ا نړۍ ته: د افغانستان کورنیو مسایلو ته درناوی ولرئ

د ا.ا  د بهرنیو چارو وزارت د ملګروملتونو امنیت شورا پرېکړه‌لیک ته په غبرګون کې ویلي چې د ښځو اړوند بحثونه د افغانستان کورنۍ مسله ده او پر نورو هېوادونو اغېز نه‌لري. د ملګروملتونو امنیت شورا تازه په یوه پرېکړه‌لیک کې له ا.ا غوښتنه کړې چې د ښځو پر کار او د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه لرې کړي.

د افغانستان بانک سبا «۱۴» میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي چې سبا یکشنبه د غويي لسمه نېټه به «۱۴» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک نن (شنبه د ۱۴۰۲ د غويي نهمه) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا یکشنبه «۱۴» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

غزني کې د هاوان سرګلولې د چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی

د غزني امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د هاوان مرمۍ د سرګلولې چاودنې له کبله یوه ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د غزني امنیه قومندان خالد سرحدي سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه پرون جمعه د غويي اتمه د دغه ولایت د ناوې ولسوالي اړوند «مټاخان» کلي کې رامنځته شوې ده.

میدان‌وردګ کې د هاوان مرمۍ چاودنې پنځه ماشومان وژلي

مېدان‌وردګ کې له تېرو جګړو څخه پاتې د هاوان مرمۍ د سرګلولې چاودنې له کبله پنځه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د میدان‌وردګ چارواکي وایي، پرون جمعه (د غويي اتمه) شاوخوا ۴بجې د دغه ولایت د سیداباد ولسوالي دښت‌ټوپ سیمې په «دیوالګي» کې د هاوان مرمۍ د سرګلولې چاودنې له امله پنځه ماشومان وژل شوي او دوه ټپیان دي.

خوست کې د «زرغون افغانستان» جام یو ورځنۍ لوبې پیل شوې

د «زرغون افغانستان» جام دویم پړاو یو ورځنۍ سیالي نن شنبه د غويي نهمه د څلور لوبډلو په ګډون د خوست په کورني لوبغالي کې پیل شوې.

یاد جام کې څلور لوبډلې «پامیر لېجنټز، هندوکش سټرایکرز، میوند ډېفنډرز او جونییر چمپینز» ګډون لري چې د ملي لوبډلې د لوبغاړو سربېره، د نولس کلنې لوبډلې او کورني کرېکټ لوبغاړي هم په‌کې لوبېږي.

غزني کې د ټرافیکي پېښې له امله يو کس مړ او درې ټپيان شوي

د غزني امنيه قوماندان خالد سرحدي سلام وطندار ته ويلي چې پېښه پرون جمعه د اندړ ولسوالي په «ميرهزار» کلي کې د دوو موټرسایکلو د ټکر له کبله رامنځته شوې چې په پايله کې يې يو کس مړ او درې نور ټپيان شوي دي.

د يادې ټرافيکي پېښې لامل د موټرسايکل چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.

ناپېژنده وسله‌والو ننګرهار کې یو ځوان وژلی

د ننګرهار امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې ناپېژنده وسله‌والو یو ځوان په ډزو ویشتلی او وژلی یې دی.

د ننګرهار د امنیې قومنداني ویاند عبدالبصیر زابلی وايي، د یاد ولايت د لعل‌پورې ولسوالي په «کرداوي» کلي کې د سیدشاه په نوم يو ځوان بېګاه شپه د ناپېژنده وسله‌والو له لوري وژل شوی دی.

د پاکستان پوځ: وسله‌والو سره په نښته کې مو درې سرتیري وژل شوي

د پاکستان پوځ وايي چې د خېبرپښتونخوا په لکي مروت سيمه کې له وسله‌والو سره په نښته کې یې درې سرتیري وژل شوي دي.

پاکستاني رسنیو نن جمعه د اپرېل ۲۸مه د یوې پوځي سرچینې له قوله راپور ورکړی چې بېګاه شپه له وسله‌والو سره په نښته کې درې سرتیري وژل شوي دي.

پر اوکراین د روسیې تازه بریدونه؛ ۱۲ کسان وژل شوي

د اوکراین پر یوشمېر ښارونو د روسي ځواکونو په تازه راکیتي بریدونو کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې د اوکراین په مرکزي ښار اومان کې پر یوې ودانۍ د روسیي ځواکونو له لوري د توغول شویو راکېټونو د لګېدو له امله لس کسان وژل شوي دي.

د میدان‌وردګ «مرکزي بهسودو» ولسوالي کې د ښځینه ډاکټرانو له کمښت د خلکو شکایت

د میدان‌وردګ د مرکزي بهسودو ولسوالي اوسېدونکي یاده ولسوالي کې د ښځینه متخصصو ډاکټرانو او درملو کمښت څخه د اندېښنې په څرګندونو سره وايي چې دې چارې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. دوی زیاتوي چې لرو پرتو ولسوالیو کې د پخوا په پرتله د ښځینه ډاکترانو او درملو کمښت ستونزه دوه برابره شوې