شل میلیونه افغانان له لوږې سره مخامخ دي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP په افغانستان کې د بې‌وزلۍ کچې د لوړېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې اوس شاوخوا شل میلیونه افغانان د اړتیا وړ خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري. په ورته وخت کې یوشمېر کابل ښاریان هم هېواد کې د وزګارتیا او بې‌وزلۍ کچې زیاتوالي اندېښمن کړي او وايي، اسلامي امارت باید خلکو ته د کار اسانتیاوې برابرې کړي.

هرات کې د ګوزڼ واکسین د کمپاین درېیم پړاو پیل شو

په روان زېږدیز کال کې د ګوزڼ ناروغي د واکسین د کمپاین درېیم پړاو نن (د غويي ۲۴مه، د یکشنبې ورځ) په هرات کې پیل شو. د هرات د عامې روغتیا ریاست مرستیال آصف کبیر سلام‌وطندار ته ویلي چې یاد کمپاین ملاتړکوونکی دی او پر مهال به یې د هرات ښار په ګډون، د شینډنډ ولسوالي او په مسلخ او شیدايي کمپونو کې د کورنیو بې‌ځایه شویو ماشومان واکسین شي.

کندهار ته د قطر چارواکو سفر؛ شنونکي: د ملګرو ملتونو د وروستۍ غونډې پیغام یې راوړی

د سیاسي چارو شنونکي کندهار ته د قطر د لوړپوړي پلاوي سفر او هلته د اسلامي امارت له لوړپوړو چارواکو سره یې د لیدنې په اړه وايي، دغه سفر د نړیوالې ټولنې د هغه پیغام رسولو په موخه و چې په دوحه کې د ملګرو ملتونو په وروستۍ غونډه کې یاد شوی و. دغه پلاوي په کندهار کې له رییس‌الوزرا محمدحسن اخوند په ګډون، له یوشمېر چارواکو خبرې کړې دي.

د افغانستان هوايي کارګو فعالیت پیل کړ

د هوايي دهلېز له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد اسانتیا په موخه د مفید لوجستیکي ګروپ یوې هوايي کارګو خپل فعالیت پیل کړ.
د دغه شرکت یو مسوول عبدالکریم عارفي وايي، له دې وروسته به له افغانستان څخه سوداګریز توکي په عمده او پرچون ډول په بېلابېلو بیو صادر شي.

سږ کال د ګوزڼ لومړنۍ مثبته پېښه په ننګرهار کې ثبت شوه

د ګوزڼ ناروغي د له منځه وړلو بېړني عملیاتي مرکز مسوول نېک‌ولي‌شاه مومن سلام‌وطندار ته ویلي چې په ننګرهار کې یې د دې ناروغي یوه مثبته پېښه ثبت کړې ده.
د نوموړي په وینا، یو څلور کلن ماشوم په بټي‌کوټ ولسوالي کې پر دې ناروغي اخته شوې ده. هغه وايي چې دا په روان ۲۰۲۳ کال کې د ګوزڼ لومړنۍ پېښه ده چې په هېواد کې ثبتېږي.

ای‌پي‌اېل لیګ کې نن دوه لوبې کېږي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نن دوه لوبې کېږي چې لکناو له حیدراباد او ډیلي له پنجاب سره د سیالۍ ډګر ته ځي.

ټاکل شوې چې د د لکناو سوپر جایټنز او سنرایزر حیدراباد لوبډلو ترمنځ سیالي نن له غرمې وروسته ۲:۳۰ بجې د حیدراباد په راجېف ګاندي لوبغالي کې ترسره شي.

تخار کې د اورلګېدنې له کبله یو ماشوم مړ او دوه نور ټپیان شوي

د تخار محلي مسوولان وايي چې دغه لایت کې د اورلګېدنې له کبله یو ماشوم سوځېدلی او مړ شوی دی.

د تخار د امنیې قومنداني ویاند عبدالمبین ساپی سلام‌وطندار ته وايي چې اورلګېدنه پنج‌شنبه د غويي ۲۱مه د ینګي‌قلعه ورزشي چمن ته نږدې د تېلو په یوه ټانک کې د جنراټور برښنا شارټۍ له کبله رامنځته شوې چې له کبله یې یو ماشوم مړ شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

هلمند کې د چرګانو فارمونو کې ۶۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

هلمند کې د غوښن چرګانو یوشمېر فارم لرونکي وایې چې دغه ولایت کې څه باندې ۱۰۰۰ د چرګانو فارمونه فعال دي چې په‌کې شاوخوا ۶۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د غوښن چرګانو یاد فارم لرونکي سلام‌وطندار ته وايي چې هره ورځ، لسګونه زره کیلو غوښه د هلمند ترڅنګ نورو ولایتونو ته هم صادروي.

د غزني اوسېدونکي: له جګړو پاتې ناچاوده توکي مو ژوند ګواښي

په دې وروستیو کلونو کې جګړو څخه د پاتې ناچاوده توکو د چاودنې له امله د ملکيانو په ځانګړې توګه د د ماشومانو ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ کړی دی.

د تېر یوه کال په ترڅ کې جګړو څخه د پاتې ناچاوده توکو چاودنو کې یوازې د غزني واغظ ولسوالي کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

غور کې د نشه‌يي توکو کارخونه کې اورلګېدنه؛ یو کس مړ او درې ټپیان شوي

د غور محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د نشه‌يي توکو د تولید په یوه کارخونه کې د اورلګېدنې له امله یو کس مړ شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

پېښه تېره شپه د یاد ولایت د شهرک ولسوالي اړوند کمنج سیمه کې رامنځته شوې ده. د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمدحماس زیاته کړې چې یادې فابریکې په پټه فعالیت کاوه.

یونېسف: د بودیجې کمښت د زرګونه افغان ماشومانو ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ کړی

یونېسف پرون پنج‌شنبه د غويي ۲۱مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د روغتیايي امکاناتو د زېرمې لپاره پراختیايي بودیجه نه‌لري او امکان شته چې افغانستان کې زرګونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي.
یاد بنسټ افغانستان کې د بشردوستانه مرستو د وېش لپاره پر وخت او د کافي بودیجې غوښتنه کړې ده.