په لغمان کې د شاتو مچیو یوشمېر فارم‌لرونکي وايي، غټې مچې د شاتو مچۍ خوري او دوی نه‌شي کولای چې لازم شات ترلاسه کړي او همدا لامل دی چې ډېری کسان زیانمنېږي.

د دوی په وینا، اړ دي چې ټوله ورځ د شاتو مچۍ وساتي او فارمونو ته د غټو مچیو د دننه کېدو مخه ونیسي. د مچیو لرونکو په وینا، د شاتو مچۍ چې ډېری یې د زمري او وږي میاشتو کې د اوبو څښلو او د شاتو را ټولولو په موخه له فارمونو دباندې وځي، غټې مچۍ چې شات نه ورکوي، هغه څاري او چې ګیر یې کړې، ژوندۍ یې خوري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په لغمان کې د شاتو مچیو د یوه فارم مسوول فرهاد رحیمي وايي، غټې مچۍ ډېری د شاتو خواریکښې مچۍ خوري او هغه مچۍ چې په فارمونو کې پاتې کېږي، ښه شات نه‌شي ورکولای.

نوموړی زیاتوي: «موږ په لغمان ولایت او قرغه‌يي او الینګار ولسوالیو کې ۹۶ فارمونه لرو. ډېرې ستونزې لرو، خو لویه ستونزه مو د غټو مچیو له لوري د شاتو مچیو د خوړلو ده.»

ثمر چې د لغمان اوسېدونکی دی او نه یوازې په دغه ولایت، بلکې په کونړ او ننګرهار کې هم د شاتو مچیو د ساتنې او روزلو فارمونه لري وايي، د شاتو مچیو د ساتلو لګښت ډېر دی او د هغو په خوړل کېدو سره د مچیو شمېر او د شاتو د تولید کچه را کمېږي.

د هغه په خبره، د دې ستونزې د حل لپاره یې د شاتو مچیو ځای بدل کړی، خو پایله یې نه لرله او لا یې هم مچۍ خوړل کېږي. ثمر زیاتوي: «په ټولو فارمونو کې مې له دې ستونزې سره مخامخ یم. کله چې مچۍ له فارم څخه وځي، په سختۍ ژوندۍ را ستنېږي؛ ځکه غټې/هغه مچۍ چې شات نه ورکوي، هغوی څاري او ژوندۍ یې خوري.»

په همدې حال کې د شاتو مچیو د ساتلو برخې کارپوهان وايي، هڅه کوي چې د دې ستونزې د حل لپاره فارمونه نږدې سره جوړ کړي. د دوی په وینا، غټې مچۍ په یوه ورځ کې د شاتو دوه ډلې مچۍ وخوري.

د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د شاتو مچیو روزونکی او کارپوه عنایت‌الرحمان نیازی وايي، سره له دې چې د فارم له جوړېدو مخکې سیمه ګوري، خو غټې مچۍ هلته د شاتو مچیو د فارم له جوړېدو وروسته پیدا کېږي او د مچیو ساتونکو ته سرخوږی جوړوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نوموړي په وینا، په افغانستان، په تېره ختیځو ولایتونو کې اېټالیايي مچۍ ډېرې روزل کېږي. هغه وايي، دغه ډول مچۍ هم ډېر شات ورکوي او هم د تودوخې پر وړاندې ډېر مقاومت لري. د نیازي په خبره، غټې مچۍ د شاتو ورکوونکې پر هر ډول مچیو برید کوي او خوري یې.

د شاتو مچیو ساتونکي وايي، په کلیوالو کورونو یا هغو سیمو کې چې غټې مچۍ لري، هلته د شاتو مچیو فارمونه نه جوړوي، خو بیا هم نه‌دي توانېدلي چې خپلې مچۍ د غټو مچیو له شر څخه وژغوري.

د یادونې ده چې په دې ورستیو کې د شاتو مچیو د ساتلو، روزنې او کاروبار بازار تود شوی او د کورنیو شاتو تولید هم زیات شوی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *