Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې د شاتو مچیو ساتنې ته د خلکو لېوالتیا ډېره شوې

شاتو-مچۍ

میدان‌وردګ کې د شاتو مچیو یو‌شمېر پالونکي وايي چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د شاتو مچیو ساتنې او پالنې ته د خلکو لېوالتیا ډېره شوې.

د میدان‌وردګ د نرخ ولسوالي د شاتو مچیو یوه روزونکي خیال نبي سلام‌وطندار ته وویل چې د تېرو لسو کلونو راهیسې د شاتو مچیو پر روزنه او کاروبار بوخت دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاته کړه چې دا مهال شاوخوا ۳۰۰ صندوقه د شاتو مچۍ لري او هر کال له دې لارې لسګونه زره افغانۍ ګټه ترلاسه کوي.

نوموړي همداراز وویل چې د پخوا په پرتله د شاتو مچیو ساتنې او پالنې لېوالتیا ډېره شوې او لامل یې هم د زیاتو اورښتونو له امله د ګلانو ښېرازتیا او د مچیو د روزنې او خوراک لپاره د زیاتو اسانتیاوو شتون دی.

هغه وویل: « نن سبا د مچیو ساتنې پراختیا پيدا کړې او په هره سیمه او برخه کې د مچیو د ساتنې لپاره اسانتیاوې شتون لري، ځکه خواړه یې پریمان دي، خو کرنې او مالدارۍ ریاست ته  په کار ده چې د مچیو روزونکو سره هره اړخیزه مرسته وکړي، څو د مچیو له ساتنې پراخه ګټه په لاس راوړي. »

د میدان‌وردګ د کرنې اړوند د شاتو مچیو یوه کارپوه رسول خان سلام‌وطندار ته وویل، د دغه ولایت اوسېدونکي د شاتو مچیو په مسلکي ساتنه او پالنه پوهېږي.

هغه همدارنګه زیاته کړه چې د تېرو کلونو په پرتله د شاتو مچیو ساتنې پراختیا پيدا کړې او لامل یې هم د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د شاتو مچیو ساتونکو مسلکي روزل، د وسایلو ورکړه او د بازار موندنې برخه کې اسانتیاوې رامنځته کېدل یادوي.

هغه وویل: «د تېر کال په پرتله په میدان‌وردګ کې د شاتو مچیو ساتنې او پالنې پراختیا پيدا کړې ده او له دې لارې ډېره ګټه هم په لاس راوړي، سږ کال ډېر زیات اورښته هم شوې دي او هره سیمه کې د مچیو د خوراک او ساتنې لپاره اسانتیاوې شتون لري.»

د شاتو یوه پېرودونکي حفیظ الله  سلام‌وطندار ته وویل، د پخوا په پرتله د شاتو مچیو روزنه زیاته شوې، خو ډېری خلک د کمزوري اقتصاد له امله په خپلو کورونو کې له شاتو څخه ګټه نه‌شي اخیستلی. د هغه په په وینا، میدان‌ښار کې یوه کیلو شات له پنځه سوه افغانیو نیولې تر زر افغانیو پلورل کېږي.

هغه وویل: «د شاتو مچیو بازار تر پخوا ډېر ښه شوی ده او په بازار کې ښه شات هم شتون لري، خو ډېری کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله له شاتو کارونې څخه لاس په سر شوي دي او دولت باید له خلکو سره همکاري وکړي.»

د شاتو یو سوداګر رفېع الله بیا وایي، که څه په هېواد کې د ننه د شاتو مچیو ساتنه زیاته شوې، خو په بازارونو کې د شاتو کاراو بار پیکه دی او لامل یې هم د خلکو کمزوری اقتصاد او بازار ته د بې‌کیفیته شاتو واردول دي.

هغه غوښښتنه کوي چې اړوند مسوولان د کورنیو او نړیوالو بسټونو په همکاري د شاتو مچیو روزنکي داسې وروزي چې له شاتو مچیو ساتنې څخه معیاري تولیدات ترلاسه او په ښه کیفیت یې د پلور لپاره بازارونو ته وړاندې کړي.

نوموړي وویل: «اسلامي امارت باید شاتو مچیو ساتونکو او د شاتو سوداګرو ته د کاراوبار زمینه برابره کړي او د افغانستان شات په کور دننه او بهر کې د پلور لپاره وړاندې کړي او دوی ته د شاتو مچیو د روزنې او شاتو د پلور لپاره زمینه برابره کړي.»

بل‌خوا د میدان‌وردګ د کرنې او مالدارۍ ریاست مرستیال احسان‌الله وايي چې د تېرکال په پرتله دلته د شاتو کاروبار ښه شوی او سږ کال د میدان‌وردګ په مرکز میدان‌ښار او بېلابېلو ولسوالیو کې د شاتو مچیو له ساتنې او روزنې شاوخوا ۸۴ ټُنه خالص شاته ترلاسه شوي دي.

د نوموړي په وینا، د شاتو مچیو ساتنې پراختیا یوازینی لامل د مچیو پالونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرامونه او  همدارنګه د بازار موندنې برخه کې وروسره همکاري کول دي.

هغه وویل: «میدان‌وردګ د کرنې او مالدارۍ ریاست، د ولایت مقام، کرنې وزارت، اقتصاد وزارت سره په غوره همغږۍ د شاتو مچیو روزنکو ته روزنې ورکړل شوي دي او د شاتو لپاره د بازار موندې برخه کې اسانتیاوې رامنځته شوي دي او همدارنګه په کور دننه او بهر د شاتو د صادارتو په اړه هم ډېر کار شوی ده.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

میدان‌وردګ  د پلازمېنې کابل ته څېرمه پروت کرنیز ولایت دی چې ډېری اوسېدونکی یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دې او له دې لارې د ژوند اقتصادي چارې سمبالوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام