د هند، روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیرانو پرون د یوې انلاین غونډې په ترڅ کې له افغانستان څخه د نشه‌يي توکو د قاچاق زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ‌يي، د هند بهرنیو چارو وزیر اس‌جي شنکر او د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف یوې انلاین غونډه کې افغناستان څخه د نشه‌يي توکو د قاچاق زیاتېدل، د سیمې د هېوادونو امنیت لپاره یو جدي ګواښ وباله. د دغو درېوو هېوادونو ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې د نشه‌يي توکو قاچاق د ترهګرو ډلو بودیجه تامینوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال یو‌شمېر سیاسي کارپوهان هم د دغو هېوادونو د اندېښنو په تایید سره وايي، ترهګرې ډلې د نشه‌يي توکو قاچاق له لارې میلیاردونه ډالره ګټه ترلاسه کوي او له دغې لارې خپلو موخو ته رسېږي. دوی په دې باور دي چې هېواد کې د لوږې زیاتېدو، د مخدره توکو کښت، تولید او قاچاق زیات کړی دی.

د پوهنتون استاد اکرم عارفي وايي چې نشه‌يي توکي د ترهګرو ډلو مهمه سرچینه ده او له همدې لارې خپل ځانونه پیاوړي کوي. نوموړی زیاتوي چې په افغانستان کې وروستیو تحولاتو ته په کتو د سیمې او نړۍ هېوادونه له نوي حکومت څخه هیله لري چې د نشه‌يي توکو د کښت، تولید او قاچاق د مخنیوي په برخه کې اوچت ګامونه پورته کړي.

په ورته مهال د چارو یو بل شنونکی مصطفی علي‌زاده بیا وايي چې په تېرو شلو کلونو کې نشه‌يي توکي د طالبانو سربېره د نورو کوچنیو ډلو لکه جیش محمد او القاعدې لپاره د عاید مهمه سرچینه وه او د نړۍ له هېوادونو سره اوس دا اندېښنه پیدا شوې چې ښايي اسلامي امارت د نشه‌يي توکو د قاچاق له لارې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته په یوه ستر ګواښ بدل شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه اندېښنې داسې حال کې مطرح کېږي چې ملګروملتونو په خپل یوه تازه رپوټ کې په افغناستان کې د مخدره توکو د تولید له زیاتواي خبر ورکوي. دغه رپوټ کې ویل شوي چې سږ کال د تېر کال د ورته مودې په پرتله افغانستان کې د تریاکو د تولید کچه ۸ سلنه لوړه شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام