په روزګان کې د افغان نور موتکي شرکت د فعالیت په اړه د سلام‌وطندار د راپور له خپرېدو وروسته د دغه ولایت امنیتي چارواکو یاد شرکت وتاړه او مسوولان یې نیولې دي.

د سلام‌وطندار د خپور شوي راپور پربنسټ، دغه شرکت به خلکو ته د کاري زمینې برابرولو په پلمه پیسې اخیستې او له دې لارې یې د دغه ولایت اوسېدونکو څخه میلیونونه افغانۍ راټولې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغان‌نور موتکي شرکت د مسوولانو په وینا، دوی په روزګان کې ځوانانو ته د کاري زمینې د برابرولو په بدل کې له هر کس څخه له ۳۵۰۰۰  تر ۴۵۰۰۰ افغانۍ اخلي چې تراوسه ورسره ۳۰۰ کسانو نوملیکنه کړې ده.

د افغان‌نور موتکي شرکت د مسوولانو په وینا، فعالیتونه قانوني دي او هڅه کوي چې د روزګان وزګاره ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

د یاد شرکت مسوول ډاکټر ګل‌محمد سلام‌وطندار ته ویلي و چې روزګان کې د یاد شرکت د فعالیت په اړه رسمي جواز لري او په دې اړه د یاد ولایت والي هم په یوه مکتوب کې د فعالیت اجازه ورکړې ده.

خو د روزګان د امنیې قومندان عبدالله بشیر وايي چې د افغان‌نور موتکي شرکت فعالیتونه د اسلامي اصولو خلاف دي او له همدې امله یې دغه شرکت تړلی دی.

په ورته مهال امنیه قومندان زیاتوي چې دوی د یاد شرکت دوه کسان هم نیولي او تر هغو به د دوی په بند کې وي چې د خلکو پیسې نه وي ورکړي.

نوموړي وويل:«دغه شرکت خلکو څخه پیسې اخيستي. فعاليتونه يې پر اسلامي طريقې نه و برابر، موږ د دغه شرکت اصلي مسوول زوی او پلار راوستل، تر هغو به دلته زموږ سره وي، څو چې د خلکو پیسې یې نه وي ورکړي. دلته اندېښنه دا ده چې دغه شرکت به د خلکو پيسي له ځان سره وتښتوي.»

په ورته مهال د روزګان  اوسېدونکي جمعه‌ګل همت سلام‌وطندار ته ویلي چې افغان‌نور موتکي شرکت په بېلابېلو پلمو له خلکو څخه میلیونونه افغانۍ اخیستې دي. نوموړی له اسلامي امارت غواړي چې د دغه شرکت په اړه څېړنه وکړي.

نوموړي وویل:«د افغان‌نور موتکي شرکت چې روزګان کې فعاليت کوي، ټولې کړنې يې جعلي وې. دوی د خلکو څخه پیسې اخيستي او بیا يې له ځان سره تښتولي. موږ د امارت مسوولانو څخه غواړو چې د دغه شرکت په اړه بشپړه څېړنه وکړي او د ياد شرکت مسوولان محکمه کړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بل‌خوا د روزګان ولایت اوسېدونکي هم وايي چې دغه شرکت له لسګونه کسانو څخه په بېلابېلو پلمو پیسې اخیستې او د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي چې د شرکت له مسوولانو څخه خلکو ته پیسې وروګرځوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام