د افغان ځوانانو مدني ټولنه پر خوست او کونړ ولایتونو د پاکستان هوايي بریدونو او ایران کې د افغان کډوالو پر زورونې د نیوکې په څرګندولو سره وایي چې نړیواله ټولنه دې پر دغو دوو هېوادونو بندیزونه ولګوي څو د هغوی  ورته کړنې تکرار نه شي.

د دې ټولنې مسوولان د افغانستان په وړاندې د پاکستان او ایران چلن ناسم او غیر اسلامي بولي او له اسلامي امارت څخه غواړي چې د دغو دواړو هېوادونو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان د ځوانانو د مدني ټولنې مشر مصطفی فدايي وايي، پر دوو ولایتونو د پاکستان هوايي بریدونه د افغانانو پر وړاندې جنایت دی. او پاکستان نه باید په دغو ډول بریدونو کې ملکي وګړي په نښه کړي. هغه له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې پر ایران او پاکستان د بندیزونو په لګولو سره دې د دواړو هېوادونو د وروستیو اقداماتو د تکرار مخه ونیسي.

د افغانستان د ځوانانو د مدني ټولنې غړي له ایران او پاکستان څخه هم غواړي چې د افغانستان په چارو کې دې له لاس وهنې لاس واخلي او د افغان کډوالو سره مناسب چلن وکړي.

دوی زیاتوي، اسلامي امارت دې له یادو هېوادونو سره خبرې وکړي او شته مسایل دې د ډیپلوماسۍ  له لارې حل کړي.

د دې ټولنې غړې سعیده رسولي وایي: « دا څوم ځل دی چې زمونږ د نږدې ګاونډیو له خوا خیانت کېږي. زمونږ د ماشومانو او کډوالو په وړاندې د هغوی کړنې چې مجبور شوي د هغوی هېوادونو ته سفر وکړي غیر انساني دي. زموږ ماشومان بې‌ګناه شهیدان شول، د کوم دلیل پرته، ځکه هغوی ترهګر نه و.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي ټینګار کوي چې د سرپرست حکومت سیاسي مسوولان په هڅه کې دي چې شته مسایل د ډیپلوماسۍ  له لارې حل کړي څو هېڅ ډول ستونزه رامنځته نه شي.

دا غبرګونونه داسې مهال راپورته کېږي چې پر خوست او کونړ د پاکستان هوايي بریدونو په پایله کې ۳۰ تنه ووژل شول او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي. دغه‌راز څو ورځې مخکې پر ټولنیزو رسنیو داسې ویډوګانې خپرې شوې چې ایرانیان او د دغه هېواد پوله ساتي ځواکونه افغان کډوال شکنجه کوي او هغوی یې وهلي ډبولي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام