د افغانستان د نسايي ولادي ډاکټرانو ټولنې مسوولان وايي چې د پخوا په پرتله د مېندو د مړینې کچه لوړه شوې ده. دوی د مېندو د مړينې ډېروالی  ټکان ورکوونکى بولي او وايي چې بې‌وزلي، روغتيايي خدماتو ته نه لاسرسى او د روغتيايي پرسونل کموالى یې له عمده لاملونو څخه دي.

د افغانستان د نسايي ولادي ټولنې مشرې نجم‌السما شفاجو نن کابل کې د ډاکټرانو د ظرفيت لوړولو په دوه ورځني سمپوزيم کې وويل، که څه هم د مېندو د مړينې کره شمېره نه‌ده معلومه، خو د دوې معلومات په ډاګه کوي چې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغې وویل: «په افغانستان کې د مېندو د مړینې کچه چې د عامې روغتیا وزارت د زېږون د څانګې د وروستیو احصایو له مخې شوې، له دې مخکې په هرو ۱۰۰ زرو ژوندیو زیږونونو کې د مړینې کچه له ۶۶۱ څخه ۶۳۸ ته راښکته شوې وه. خو اوس دا کچه یو ځل بیا لوړه شوې چې یونیسف، اسیا او نړۍ ته یې ټکان ورکړی دی.»

وموغوښتل چې د مېندو د مړینې مخنیوي په برخه کې د عامې روغتیا وزارت د اقداماتو په اړه د دغه وزارت نظر واخلو، خو هغوی زموږ اړیکې ځواب نه‌کړې.

په همدې حال کې د افغانستان د نسایي ولادي ډاکټرانو ټولنه د مېندو د مړینې کچې ټیټېدو په موخه دوه ورځینی سمپوزیم جوړ کړی او هڅه کوي چې د نسایي ولادي د ډاکټرانو ظرفیت لوړولو سره ښځو لپاره په سمه توګه روغتیایي خدمات وړاندې کړي.

د دغه سمپوزیم ګډونکوونکي د دغه ډول پروګرامونو جوړول د ډاکټرانو د وړتیاوو او مهارتونو د لوړولو لپاره ګټور بولي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

روغتیایی خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله د مېندو د مړینې د کچې د لوړیدو په اړه اندیښنې داسې مهال راپورته کېږي چې د عامې روغتیا وزارت د اټکل له مخې، شاوخوا ۲۸ زره ثبت شوي قابله‌ګانې بې‌کاره دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام