د روزګان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت اړوند په ترینګوټ ولسوالي کې د مخکیني حکومت یو نظامي کس وژل شوی دی.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس اغاولي قریشي سلاموطندار ته ویلي، پېښه د ترینکوټ ولسوالي په دیک سیمه کې رامنځته شوې او په وینا یې، دغه نظامي د خپلو دښمنانو لهخوا وژل شوی دی.
اغاولي قریشي زیاته کړې چې د دغه ولایت امنیتي ځواکونو د یاد کس د قاتلانو د نیولو هڅې پیل کړي دي.
دغه مخکینی نظامي داسې مهال وژل کېږي چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت او د هېواد په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم د مخکیني حکومت پر ځینو نظامیانو او کارکوونکو بریدونه شوي چې ځینې یې وژل شوي او ټپیان شوي هم دي.