کونړ کې د ۳۴ کلپونو ترمنځ د کرېکت رسمي سیالي پیل شوې چې موخه یې د دغه ولایت، ولایتي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو پېژندل دي.
کونړ کې د کرېکټ بورډ ولایتي مسوول عطاالرحمان ساپی وایي، دا سيالي چې نږدې يوه نيمه مياشت به دوام وکړي، د افغانستان کرېکټ بورډ د لارښوونې او همکارۍ پربنسټ پیل شوي چې د نویو استعدادونو موندنې ترڅنګ به د کارکردګۍ په اساس ولایتي لوبډله او دغه راز د زون په کچه سیالیو کې د ګډون په موخه لوبغاړي وټاکل شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه دلته وڅارئ
د سياليو پيل مراسمو کې د کونړ مرستیال عبدالله حقاني هم ګډون درلود. نوموړي د ورزش د پرمختګ او اسانتيا برابرولو برخه کې لوبغاړو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.
لوبغاړي هم روانې سیالي مهمې ګڼي او وايي، وبه کولای شي چې د ښو لوبو او وړتيا ښکاره کولو پر مټ لوړو لوبډلو ته لار پيدا کړي.
کرېکټ بورډ هر کال په ټول هېواد کې د کرېکټ لوبې ودې او پرمختګ لپاره او همداراز د غوره لوبغاړو د موندنو په موخه د ولایتونو په کچه بېلابېلې سیالي جوړوي.