د پکتيا په سيدکرم ولسوالي کې پرون ماښام د سړک غاړې ماين چاودنې له امله د یوې کورنۍ ۱۲ غړي وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي.

د یادې کورنۍ يو غړی نورجان چې د پکتيا حوزوي روغتون ته يې د پېښې له ځای څخه دوه ټپي ماشومان راوړي وو، سلام وطندار ته وويل چې په دې پېښه کې يې د پلار په ګډون درې نارينه، درې ښځې او شپږ ماشومان وژل شوي او د کورنۍ ۲ نور غړي یې ټپيان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نورجان وایي چې دوي ټول په یوه کورولا ډوله موټر کې د ګردېز په لوري روان چې د سيدکرم ولسوالي په چينو سيمه کې پرې د سړک غاړې ماين چاودنه شوې ده.

نوموړي چې د خپلې کورنۍ ۱۲غړي په دې چاودنه کې له لاسه ورکړي وایي، هغه کورنۍ چې د دغه ولایت په جګړه‌ ځپلو سیمو کې ګېرپاتي کورنۍ چې کله غواړي له دغو سیمو نورو امنو سیمو ته ځانونه وباسي، په لویو لارو کې له داسې برخلیک سره مخ کېږي.

د هغه په خبره، په جګړه ځپلو سیمو کې هغه لارې چې د خلکو د استوګونو کورونو ته ورغلي، د وسله‌والو طالبانو له لوري په ماینونو پوښل شوي او هر کله چې څوک له دغو سیمو د وتلو هڅه وکړي، له ورته برخلیک سره مخ کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال د پکتیا حوزوي روغتون سرطبیب ډاکټر اصیل خان وایي چې د پېښې له ځای څخه تراوسه ورته دوه ټپیان راوړل شوي دي.

د پکتيا د ولايتي شورا وکيل محمدالرحمان قادري وايي، په دغه چاودنه کې ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي دي.



د پکتيا ولايت مطبوعاتي مسوولان وايي،  د پېښې په اړه د معلوماتو د راټولو په حال کې او د مرګ‌ژوبلې له کره شمېرې ترلاسه کولو وروسته به یې له رسنیو سره شریکې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په یو‌شمېر سیمو کې د وسله‌والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړې زور اخیستي چې ډېری وخت د دغو جګړو پر مهال ولسي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام