د اومېندوارۍ پرمهال د مېرمنو د بدن پړسوب له یوې لویې ننګونې شمېرل کېږي چې دغه ستونزه د اومېندوارۍ د منځنیو میاشتو پر وخت پیلېږي او اتمه او نهمه میاشت کې جدي پړوا ته رسي.

روغتیايي متخصصان وایي، د اومېندوارۍ پرمهال پړسوب (ورم) د هورموني بدلونونو او د رحم له لوري پر رګونو د فشار له امله رامنځته کېږي چې په پایله کې یې د بدن په ښکته برخو کې مایعات راټولېږي.

که څه هم دا حالت په ډېری مواردو کې سپک او لنډمهالی وي او د استراحت په کولو سره ښه کېږي، خو په ځینو اومېندوارو مېرمنو کې پړسوب دومره شدید وي چې د ورځنیو چارو مخته وړل، ورته ستونزمن او ان ناممکن کړي.

مونسه چې د درېیوو ماشومانو مور ده او اوس د اومیندوارۍ په څلورمه میاشت کې ده، وایي چې په خپلو تېرو اومیندواریو کې به له شپږمې میاشتې وروسته د پښو، لاسونو او مخ له شدید پړسوب سره مخ کېده او دا ستونزه به په اتمه او نهمه میاشت کې نوره هم زیاته شوه.

هغې وویل چې د اقتصادي ستونزو له امله یې د ډاکټر معاینې ته لاسرسی نه درلود او د دې حالت د خطرونو او درملنې په اړه کافي معلومات هم نه‌لري.

مونسه وايي: «په اوومه، اتمه او نهمه میاشت کې مې لاسونه، پښې او مخ پړسېدل. دومره ستونزه به وه چې د تګ او راګرځېدو لپاره به د بل چا مرستې ته اړتیا لرلم. د کور او بهرنیو چارو ترسره کول راته ډېر سخت وو او مجبورېدم چې بل څوک زما کارونه وکړي. تر اوسه مې کومه ځانګړې لاره نه ده کارولې، نه پوهېږم څه وکړم، ځکه د امیندوارۍ پر مهال هر ډول درمل هم په اسانۍ نه شي کارول کېدای.»

زرینه او نرګس چې د کندوز اوسېدونکې او اومیندواره دي، له ورته ستونزو شکایت کوي. دوی وایي چې د پښو، لاسونو او مخ شدید پړسوب، په ځانګړي ډول د اومیندوارۍ په اتمه او نهمه میاشت کې، ورته جدي ستونزې جوړې کړې دي.

د دوی په وینا، دغه حالت نه یوازې د هغوی فزیکي روغتیا اغېزمنه کړې، بلکې ورځنی ژوند یې هم له خنډونو سره مخ کړی او د کورنیو چارو او نورو ورځنیو فعالیتونو د ترسره کولو لپاره یې پر نورو کسانو تکیه زیاته شوې ده.

زرینه وایي: «د اومېندوارۍ له اوومې میاشتې راهیسې مې پړسوب پیل شو او اوس چې د اومیندوارۍ وروستیو میاشتو ته رسېدلې یم، پښې مې ډېرې پړسېدلې دي او آن له خپل ځایه هم نه شم پورته کېدای. د کور د کارونو لپاره د نورو مرستې ته اړتیا لرم. د دې ستونزې د خطرونو په اړه هېڅ معلومات نه لرم. کله چې ډاکټر ته ولاړم، د هغه سپارښتنو هم کومه مثبته پایله ور نه کړه.»

نرګس هم وایي: «اوس د اومیندوارۍ په اتمه میاشت کې یم او د لاسونو او پښو پړسوب مې ډېر زیات شوی دی. نور د کور کارونه نه شم ترسره کولای. یوازې خواړه پخوم او پاتې چارې نور کسان ترسره کوي. کله چې ډاکټر ته ورغلم، هغه یوازې راته وویل چې پښې لوړې وساتم او ډېر استراحت وکړم، خو ستونزه لا هم پر خپل حال پاتې ده او نه پوهېږم چې څه باید وکړم.»

خو د نسایي- ولادي ناروغیو متخصصه ډاکټره زرغونه محبت، وایي چې د اومیندوارۍ پرمهال پړسوب د اومیندوارۍ په وروستیو میاشتو یا درېیمه میاشت کې رامنځته کېږي. د هغې په وینا، دا ستونزه د هورموني بدلونونو او پر وینې د رګونو د رحم د فشار له امله پیدا کېږي چې په پایله کې یې د بدن په نسجونو کې مایعات راټولېږي.

هغې زیاته کړه، که پړسوب سپک وي، معمولاً د استراحت په کولو سره کمېږي؛ خو که د لاسونو، مخ او پښو شدید پړسوب د لوړ فشار، د خېټې درد یا د لید د خرابوالي (سترګو د توروالي) له نښو سره مل وي، نو اومیندواره ښځه باید ژرترژره ډاکټر ته مراجعه وکړي.

هغې وویل: «د اومیندوارۍ پرمهال پړسوب معمولاً د اومیندوارۍ په وروستیو میاشتو کې رامنځته کېږي او ډېری وخت په پښو او لاسونو کې څرګندیږي. دغه پړسوبونه د هورموني بدلونونو او د رحم د فشار له امله پیدا کېږي او د استراحت او د پښو د پورته ساتلو په وسیله په تدریجي ډول کمېدای شي. خو که پړسوب له خطرناکو نښو لکه د وینې لوړ فشار، د خېټې درد، د لید خرابوالي یا وینې بهېدنې سره مل وي، باید سمدستي ډاکټر ته مراجعه وشي. دا نښې د جدي روغتیايي ستونزو څرګندونه کولای شي.»

له بل‌خوا، محمودخان ځاځی، د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر، وایي چې مناسبه تغذیه او سمې روغتیايي پاملرنې د امیندوارۍ پر مهال د پړسوب په کمولو کې مهم رول لري.

هغه وویل: «اومیندواره مېندې باید د مالګې له زیات استعمال څخه ډډه وکړي، ځکه د مالګې ډېر مصرف په بدن کې د اوبو د راټولېدو او پړسوب لامل کېږي. خواړه لکه کچالو، کېله او شنې پاڼې لرونکي سبزیجات د سوډیم په ایستلو او د پړسوب په کمولو کې مرسته کوي. همدارنګه، امیندواره ښځې باید هره ورځ لږ تر لږه دېرش دقیقې پلې مزل وکړي، څو د مایعاتو د راټولېدو او د وینې د جریان د کمښت له ستونزو څخه مخنیوی وشي. که کومه مور له دغو نښو سره مخ شي، باید ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وکړي، ترڅو د پره‌اکلامپسیا په څېر جدي روغتیايي ستونزو مخه ونیول شي.»

د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان امرخېل، د بېلابېلو ناروغیو او روغتیايي اختلالاتو د مخنیوي لپاره د وزارت هڅو ته په اشارې سره وایي چې په ولایتونو کې د امیندوارو مېندو د روغتیايي ستونزو د حل لپاره د روغتیايي او پوهاوي خدمتونو ځانګړي پروګرامونه په پام کې نیول شوي دي.

هغه وویل: «موږ په عامې روغتیا وزارت کې د بېلابېلو ناروغیو او روغتیايي اختلالاتو د مخنیوي لپاره هڅې کوو او د کندوز په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې روغتیايي مرکزونه فعال دي، څو د زېږون مخکې او وروسته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي. په کندوز کې هم لومړني او تخصصي روغتیايي مرکزونه شته چې اومیندوارو مېندو ته مشورتي او درملنیز خدمات برابروي. همدارنګه، په دغو مرکزونو کې د نویو زېږېدلو ماشومانو او مېندو د پاملرنې لپاره مسلکي روغتیايي ټیمونه په کار بوخت دي. عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې د روغتیايي پوهاوي د پروګرامونو له لارې د امیندوارۍ د ستونزو، لکه پړسوب، په اړه د خلکو عامه پوهاوی هم لوړ کړي.»

د یادونې وړ ده چې د اومیندوارۍ پرمهال پړسوب د کندوز د ډېرو مېندو لپاره له هغو روغتیايي ستونزو څخه دی چې د هغوی د ژوند پر کیفیت مستقیم اغېز کوي. د دې ستونزې د خطرناکو نښو او د مدیریت د لارو چارو په اړه د عامه پوهاوي کموالی، او همدارنګه روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی، د وضعیت د لا پېچلتیا لامل شوی دی.

په داسې شرایطو کې، د عامه پوهاوي لوړول، د روغتیايي مشورو پیاوړي کول او اومیندوارو مېندو ته د روغتیايي پاملرنې خدمتونو پراخول کولای شي د مېندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د روغتیا په ښه والي کې مهم رول ولوبوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام