د افغانستان په یوشمېر لرې پرتو ولایتونو او کلیوالو سیمو کې زرګونه کورنۍ لاهم له هغو اساسي خدمتونو بېبرخې دي چې د ښارونو ډېری اوسېدونکي یې د ورځني ژوند یوه عادي برخه ګڼي.
د څښاک پاکې اوبه، روغتیايي خدمتونه، زدهکړې، مخابراتي شبکې او انټرنېټ هغه مهمې اړتیاوې دي چې د دغو سیمو خلک ورته د بشپړ لاسرسي له نشتوالي سره مخ دي.
د پاکو اوبو کمښت د خلکو له جدي ستونزو څخه شمېرل کېږي. په ځینو سیمو کې اوسېدونکي اړ دي چې د اوبو د ترلاسه کولو لپاره اوږده واټنونه ووهي، په داسې حال کې چې ځینې کورنۍ د اړتیا له مخې د سیندونو، ویالو او ناخوندي سرچینو اوبه کاروي؛ هغه څه چې د بېلابېلو ناروغیو د خپرېدو خطر هم زیاتوي.
د پروان د کوه صافي ولسوالي اوسېدونکی چمنګل وایي: «زموږ له کلیو چینې لرې دي خلک پاکو اوبو پسې ډير لرې ځي په بوشکو کې اوبه پرشاه راوړي او ځينې په خرو باندې ځان لپاره پاکې اوبه راوړي خلک مجبورې له امله ویالو او سیندونو اوبه کاروي چې روغتیاته ځان رسويد او مخابراتي شبکو او انترنیټ ته هم دلته خلک سم لاس رسی نه لري حتی د خطي زنګ لپاره مجبوریږو لوړ ځایونه وخېژو حکومت باید دلته څاګانې جوړې کړي او د مخابراتي او انترنیټي خدماتو ته هم د باید پاملرنه وکړي.»
روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی بله لویه ننګونه ده. د ګڼو کلیو اوسېدونکي د درملنې لپاره لسګونه کیلومتره سفر کوي او کله ناکله د روغتیايي مرکزونو نشتوالی یا د متخصصو کارکوونکو کمښت، د ناروغانو ستونزې لاپسې زیاتوي.
د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالي اوسېدونکی افضل خان وایي: «د خوست ځاځي مېدان ولسوالۍ د ډينو په کلي چې یوه غرنی سیمه ده دولتي کلینکونه شته خو د ناروغانو سمه درملنه نه کیږي ګڼه ګوڼه زیاته وي ډاکټران سم چلند هم نه کوي معاینات سم نه ترسره کوي د اقتصاي ستونزو له امله د شخصي روغتونو توان دلته مخباراتي شبکې محدودې دي او ام ټي ان شبکه خو دلته بیخي شتون نه لري چې د خلکو اړتیا ورته زیاته ده او انترنیټ هم په سختۍ سره کار کوي»
بلخوا د خوست ولایت مقام ویاند مستغفر ګربز سلاموطندار ته وايي چې په یاده ولسوالي کې روغتیايي مرکزونه شته او د لاښه خدماتو لپاره په راتلونکي کې نوي پلانونه لري.
هغه وویل: «په ځاځي میدان ولسوالۍ کې ۵ روغتیایي مرکزونه شتون لري چي یوې یې عمومي دی چې د ځاځي میدان په مرکز کی موقعیت لري او راتلونکي کې هم پلان لرو چې په دغه ولسوالۍ کې د جی ایچ روغتون د جوړیدو چارې روانې دي او د بشپړېدو سره به یې د خلکو ستونزې تر ډيره حل شي»
د زده کړو په برخه کې هم وضعیت د اندېښنې وړ بلل کېږي. ځینې زدهکوونکي ښوونځیو ته د رسېدو لپاره اوږده لارې وهي، خو په ګڼو سیمو کې د ښوونیزو ودانیو، درسي امکاناتو او مسلکي ښوونکو کمښت د زدهکړو کیفیت اغېزمن کړی دی.
د هلمند ګرمسېر ولسوالي د بیرتاکې کلي زدهکوونکي وایي، د لرې واټن له امله ډېری وخت ښوونځي ته له تګ څخه پاتیږي چې د دې ستونزو له امله له زدهکړو پاتي او له حکومت او مرستندویه بنسټونو څخه غواړي چې په لرې پرتو سیمو کې د زدهکړو پرګروامونه پراخ کړي.
د سیمې اوسېدونکی ریديګل وایي: «په بیرته ګي کلي کې ښوونځي نشته موږ روزانه ۴ کیلیو متره مزل کوو چې ښوونځي ته ولاړ شو زموږ کلي نه ښووونځي سیند نه هغه غاړه دی په کښتیو کې تګ راتګ دی له همدې امله مې ښوونځی پرېښود.»
له بلخوا، د مخابراتي شبکو او انټرنېټ کمزوری پوښښ د دې لامل شوی چې د لرې پرتو سیمو خلک د معلوماتو، اړیکو او ډیجیټلي خدمتونو له ګڼو فرصتونو بېبرخې پاتې شي.
په داسې حال کې چې نړۍ ورځ تر بلې د ټکنالوژۍ پرمټ نږدې کېږي، د هېواد په ځینو سیمو کې لاهم د یوه ټیلیفوني تماس لپاره خلک د غرونو څوکو ته خېژي.
په ښارونو کې د روغتیا، زدهکړو او مخابراتي اسانتیاوو امکانات ډېر دي، خو د ښار ځینې اوسېدونکي هم له یوشمېر ستونزو څخه شکایت کوي.
د ننګرهار اوسېدونکی محمدګل وایي: «په ننګرهار ښار کې هم شخصي او هم دولتي کلینکونه شته خو په دولتي روغتونوکې ګڼه ګوڼه زیاته وي ټول هغه ناروغ ته نوبت ورکول کیږي چې واسطه لري او په دولتي ښوونځيو کې د کتابونو ستونزه ده چې ډيری زده کوونکي یې له بازار څخه پيري.»
د کابل ښار د کارته چهار اوسېدونکې ناجیه په دولتي روغتونو کې د مسلکي ډاکټرانو له نشتوالي او په کورونو کې د څاګانو له وچېدو شکایت لري. هغه وایي: «په کارته چهار سیمه کې د اړتیا وړ اوبه نشته په کورونو کې څاګانې وچې دي او په دولتي روغتونو کې مسلکي ډاکټران نشته ماشومانو او ښځو ته سمه پاملرنه نه کیږي.»
بلخوا ټولینزپوه شعیب احمدي وایي چې په ټولنه کې د اساسي خدماتو شتون د یوې ټولنې د پرمختګ لامل کېږي او د ژوند کیفیت لوړوي.
نوموړی زیاتوي: «که چیرته اساسي خدمات په ټولنه کې مساوي او په عدلانه توګه ووېشل شي دا کار د خلکو ترمنځ ارتباطاتو د ټيګېدو، ونابرابري د کمېدو او د یوالي لامل ګرځي. دولت باید کلیوالو سیمو ته زیاته پاملرنه وکړي منظم پروګرامونه ترسره کړي له مالدارۍ او زراعت برخه د خلکو ملاتړ وکړي پراختیایي پروژې په کلیو کې په لاره واچول شي ترڅو د اساسي خدماتو توپیر له منځه ولاړ شي.»
هممهاله د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایتالله الکوزی وایي چې وزارت هڅه کوي په لرې پرتو سیمو کې د مخابراتي او انټرنېټي خدماتو د پراختیا لپاره هڅې روانې دي.
هغه وایي: «د مخباراتو وزارت کوشش کوي چي په لرې پرتو سیمو کې مخابراتي شبکي اوانترنیټي خدماتو ته د خلکو لاس رسی اسان کړواو د هیوا ټولو سیمو ته د انترنيټي او مخابراتي شبکو پر روسولو کار روان دی»
کارپوهان باور لري چې د اساسي خدمتونو پراختیا نه یوازې د خلکو د ژوند کیفیت ښه کوي، بلکې د اقتصادي ودې، ټولنیز پرمختګ او د ژوند د کچې د لوړولو لپاره هم بنسټیز ارزښت لري.
د دوی په وینا، د کلیوالو سیمو اړتیاوو ته ځانګړې پاملرنه کولای شي د ښار او کلي ترمنځ موجود واټن راکم او د متوازن پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي.
تر هغه وخته چې د لرې پرتو سیمو خلک د پاکو اوبو، روغتیا، زدهکړو او مخابراتي خدمتونو له بنسټیزو اسانتیاوو برخمن نهشي، د زرګونو کورنیو ورځنی ژوند به د اړتیاوو او هیلو ترمنځ په همدې اوږده مبارزه کې روان وي.


