د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د تازه شمېرو له مخې، روان کال دغه دې ولایت کې د شاتو په تولید کې ۲۴.۴ سلنه زیاتوالی راغلی.

د کندهار د کرنې ریاست ویاند محمد حنیف حقمل وویل، دا زیاتوالی یوازې یو عددي پرمختګ نه دی، بلکې د نباتي تنوع، اقلیمي شرایطو او د شاتو د مچیو د روزنې د طریقو د بدلون پایله ده.

هغه وویل، د ریحان او شین‌شوبي د کرکېلې پراخوالی د شاتو د مچیو لپاره مناسب چاپېریال برابر کړی او همداراز له نورو ولایتونو څخه د عبوري فارمدارانو راتګ د شاتو تولید ته زیاتوالی ورکړی .

دی وايي: «د کندهار د بېلابېلو ولسوالیو څخه روان کال ټولټال ۵۶ ټنه شات تولید شوي چې له دې جملې څخه ۲۱ ټنه د پسرلي په موسم او ۳۵ ټنه د دوبي په موسم کې تر لاسه شوي دي.»

نوموړی همداراز د شاتو د سرچینو او کیفیت په اړه زیاتوي چې ډېره برخه شات له هغو نباتاتو څخه تر لاسه شوي چې په سیمه کې پراخه کرنه لري.

محمد حنیف حقمل په دې اړه وايي: «د تولید شویو شاتو ډېره برخه د ریحان او شین شوبي له نباتاتو څخه ترلاسه شوې چې د محلي او عبوري شاتو فارمدارانو له لوري تولید شوې ده.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل لور ته، د شاتو د مچیو فارمداران که څه هم د سږني حاصلاتو له زیاتوالي خوښ دي، خو وایي چې لا هم له جدي ستونزو سره مخ دي.

دوی وايي، ځینې لوی حشرات شته چې د شاتو مچۍ وژني او حاصلات له ګواښ سره مخ کوي او د دې ستونزې د حل لپاره د دولتي ادارو همکارۍ ته اړتیا لري.

یو محلي فارمد ، چې له کلونو راهیسې د شاتو د مچیو په روزنه بوخت دی، د روان کال وضعیت داسې ارزوي.

فارمدار محمد حسن وایي: «سږکال د شاتو حاصلات تر پخوا ښه دي، خو زموږ لویه ستونزه هغه حشرات دي چې مچۍ خوري او له منځه یې وړي؛ که د دې مخنیوی وشي، تولید به لا ډېر شي.»

ورته مهال، یو بل فارمدار هم د حاصلاتو د زیاتوالي ترڅنګ د اندېښنو یادونه کوي.

د شاتو د مچیو فارمدار شراف‌الدین وایي: «د ریحان او شین شوبي کرنه ډېره شوې او دا د شاتو لپاره ښه ده، خو که حکومت د مچیو د دښمنو حشراتو پر ضد عملي مرسته ونه کړي، دا پرمختګ ټکنی کیږي.»

د یادونې ده چې تېر کال کندهار کې د شاتو ټول تولید ۴۵ ټنه و، خو روان کال د ریحان د کرکېلې د پراخوالي او د عبوري فارمدارانو د راتګ له امله دا کچه ۵۶ ټنو ته لوړه شوې ده.

کرنیز کارپوهان باور لري، که د شاتو د مچیو د ساتنې لپاره لازمې تخنیکي او وقایوي اسانتیاوې برابرې شي، کندهار کولی شي د هېواد په کچه د شاتو د تولید له مخکښو ولایتونو څخه وګرځي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام