پکتیکا کې د اقلیمي بدلون منفي اغیزو او وچکالۍ له امله د ځمکې لاندې اوبو سطحه تر ۱۵ متره ښکته شوې.
د هېواد د نورو ولایتونو په څېر دغه ولایت کې د اقلیمي بدلون د منفي اغیزو له امله کرنه زیانمنه شوې او د اوبو زیاتې سرچینې وچې شوي چې له امله یې بزګران د خپلو ځمکو خړوبولو لپاره په اسانۍ اوبه نهشي پیدا کولی.
د پکتیکا یو شمېر بزګرانو وویل، په وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلون منفي اغیزو له امله وچکالي رامنځته شوې او ډیری هغه کاریزونه او چینې چې دوی به د ځمکو خړوبولو لپاره ترې استفاده کوله وچې شوي.
د پکتیکا د مټاخان ولسوالي د «شنک» کلي بزګر محمدانور سلاموطندار ته وویل، پخوا یې په ۱۰ جریبه ځمکه بېلا بېل کرنیز توکي کرل، خو سږکال یې یوازې په ۵ جریبه غنم کرلي و، خو حاصلات یې تر پخوا کم وو.
هغه وویل چې سیمه کې یې ډیری خلک د ځمکو خړوبولو لپاره د ځمکې لاندې اوبه د سولر په سیستم راوباسي چې په نږدې کلونو کې د ځمکې لاندې اوبو سطحه ان تر ۱۵ مترو ښکته شوې.
دی دغهراز وایي چې وچکالي نه یوازې په کرنې منفي اغیز کړی، بلکې مالداري یې هم اغیزمنه کړې او د څارویو لپاره زیاتره څړځایونه په شاړو بدلې شوي.
«زموږ کرنه په نیمايي ولګیده، وچکالي ډیره ده مخکې به مې لس جریبه ځمکه کرله، خو اوس پینځه جریبه ځمکه کرم دا مشکلات دي. هوا خرابه ده، فصل وده نه کوي، زیاتره فصلونه سږکال خراب او په نیمایي ولګېدل.»
یو تن بل بزګر عبدالقادر هم وویل چې د کلي هغه کاریز یې چې پخوا به یې ډېرې ځمکې خړوبولې، اوس په ۲۴ ساعتونو کې یوازې یو کوچني پټی هم نهشي خړوبولی.
هغه وویل چې اوس خلک اړ شوي د ځمکو لاندې اوبو رایستلو په واسطه خپلې ځمکې خړوبې کړي، خو په وینا یې چې هغه هم اوس ښکته شوي او خلک یې په اساني نهشي رایستلی چې ځمکې پرې خړوبې کړي.
«زموږ کاریز اوس هسې په نوم کاریز را پاتې دی کمې اوبه ترې را بهیږي یعنې په ټول ۲۴ ساعتونو کې یو کوچنی پټی هم نشي اوبه کولی.موږ او ټول خلک له ژورو څاه ګانو څخه استفاده کوو او د سولر شمسیانو په واسطه یې را وباسو د اوبو ګل ښکته پسې ځي دا په حقیقت کې یو لوی تاوان دي خو موږ اوس مجبوره یو بله لاره نلرو خو بیا هم کم فصلونه اوبه کوي ډېر نشي اوبه کولی.»
بل بزګر حبیبالرحمن بیا وویل چې وچکالي د نورو کلونو په نسبت زیاته او موسمي اورښتونه کم شوي چې له امله یې د بزګرانو ډیری ځمکې شاړې پاتې کیږي.
هغه وویل، سیمه کې یې اوس بزګران ټول د ځمکې لاندې اوبو څخه استفاده کوي چې له امله یې د اوبو سطحه ټیټه شوې.
«بلکل اوبه ډېرې ښکته شوي، دلته په دې سیمه کې مخکې په ۱۲ مترو کې د اوبو ګل و، خو اوس ان ۱۸ مترو ته ښکته شوی. د ثور میاشت یا هغه وخت چې فصلونه اوبه زیاتې غواړي، نو بیا د اوبو ګل نور هم ښکته کیږي، اثرات بیخي زیات دي وچکالي بیخي زیاته ده.»
د کرنې برخې کارپوهان هم وایي چې د هیواد نورو ولایتونو په څېر پکتیکا هم د اقلیمي بدلون د منفي اغیزو څخه ډېره متاثره شوې چې له امله یې کرنه او مالداري له ستونزو سره مخ شوې.
د کرنې او د اوبو د تنظیم برخې کارپوه انجینر رحمت الله ابراهیمي چې د پکتیکا اوسیدونکی او د پکتیا پوهنتون د انجینري پوهنځي رییس دی، وایي چې د ځمکې لاندې اوبو څخه ناړوه استفاده او د اورښتونو کمښت او په ټوله کې د اقلیمي بدلون څخه د رامنځته شوې وچکالي له امله کرنه او مالداري زیانمنه شوې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل چې د پکتیکا په زیاترو سیمو کې د اوبو سطحه په بېسارې ډول ښکته شوې او د وچکالي له امله ډېری د څارویو څړځایونه وچ شوي چې مالداري هم ورسره کمه شوې.
هغه سپارښتنه کوي چې که حکومتي ادارې او نړیوال بنسټونه د بزګرانو لاسنیوی وکړي او ځمکو خړوبولو نوي سیستمونه رایج کړي، په دې سره د اوبو ضایع کیدو او د وچکالي مخنیوی کیدی شي.
«دا یو ډېر لوی خطر دی، لکه مخکې چې ما وویل چې خلکو ته د عامه پوهاوي پرګرامونه پکار دي او هم باید مسلکي کسان د کرنې د تقویې لپاره د کرنې هغه طریقه بدله کړي، تر څو د اقلیمي بدلون منفي اغیزې راکمې شي. کرنې ریاست د ابیاري په نویو سیستونو په ترویج کار پیل کړی چې د نمونې په ډول په یوسف خیل، جانیخیل، یحیاخیل او ډیله ولسوالیو کې د بادامو باغونو ته د قطريي سیستم به فعال شي چې ټوله ۱۷۹ جریبه ځمکه به تر پوښښ لاندې ونیول شي.»
د کرنې د برخې کارپوهان زیاتوي چې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې او د منفي اغیزو د مخنیوي او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت ښه کولو لپاره باید نړیوال مرستندویه بنسټونه او حکومتي ادارې د کرنې برخې نوي سیستمونه رایج او د تخمونو داسې ویرایټي ترویج کړي چې کمو اوبو ته اړتیا ولري.


