په افغان ټولنه کې که له یوې خوا نجونو سره د واده کولو پرمهال مشوره نه‌کیږي، بل ناوړه دود دا دی چې د دوو کورنیو ترمنځ بدیو کې د روغې جوړې پرمهال نجونې یو بل ته ورکول کیږي.

په بدو کې ورکړل شوې یو شمېر نجونې وايي، د ژوند ټولې هیلې یې په اوبو لاهو شي، سختۍ او کړاونه یې پیل او د مرګ تر وخته ځوریږي.

زینب د کونړ اوسیدونکې ده او ۱۰ کاله کیږي چې د خپل تره زوی د عمل سزا ویني.

هغې ۱۸کلنه وه چې د تره زوی یې په یوه کلیوالي لانجه کې بل کس وواژه او بیا یې دواړو کورنیو د منځګړو په حضور کې پرېکړه وکړه، څو زینب د همدې بدۍ قرباني کړي.

زینب وايي، له واده وړاندې یې تر شپږم ټولګي پورې زده‌کړې کړې وې، خو تر واده کولو وروسته ترې هرڅه پاتې شول.

هغه وايي، د خاوند کورنۍ یې هېڅکله د خپل کور غړې ونه‌ګڼله او په ژوند کې یې خورا ډېرې سختۍ لیدلي.

نوموړې خپله کیسه داسې بیانوي: «له واده وروسته مې ژوند ډير بد شو، مېړه به مې تل راته ويل چې ته راته د تاوان په بدله کې راکړل شوې يي، کورنۍ يي هم راسره ښه چلند نه کوي، ډير وخت مې سپکاوی کوي، بدې ردې راته وايي، هيڅ عزت مې په کور کې نشته. تعليم مې هم پاتې شو او نور درسونه هم نه شم ویلی. تر ټولو دردونکې خبره دا وه چې د خاوند کورنۍ مې هيڅکله زه خپل ذ کورنۍ غړې ونه ګڼلم.»

د زینب په خبره، د واده کېدو پرمهال يې خپله ستونزه له چا سره شریکه نه‌کړه، ځکه نه پوهېده چې څوک به يې غږ واوري.

دې ته ورته کیسه د لغمان اوسېدونکي د هادیې د خور هم ده او هغه وايي چې تر هغې کوچنۍ خور یې د خپل ورور په بدو کې ورکړل شوې.

هغه وايي، ورور یې له یو بل کس سره لانجه کړې وه او هغه یې په چاقو وهلی و، کوما حالت کې وو. د هغې په خبره د دښمنۍ ختمولو لپاره یې د دې خور هماغه کس ته تر ښه کېدو وړاندې په نامه کړه.

نوموړې وايي: «له لومړۍ ورځې مې خو راضي نه‌وه. هغې غوښتل واده ونه‌کړي، خو په زور او ظلم یې واده ته اړ کړې. اوس مې هم خو خوشحاله نه‌ده. د هغې خسرګنۍ او مېړ‎ه ورسره ښه چلند نه کوي، هغې ته بې‌احترامي کوي، وهل‌ خوري، خوروي یې، سپکاوی ورته کوي او تل ورته وایي: ته یوه داسې نجلۍ یې چې بدنامه شوې یې. ورسره داسې چلند کوي لکه د غلام سره. دوی اجازه نه‌ورکوي چې هغه زموږ کور ته راشي. که اختر يا واده وي او هغه غواړي راشي، نو لومړی باید اجازه واخلي. که اجازه ورکړل شي، کله چې راځي مېړه‌يې ورته شرط ږدي او ورته وايي: له هغه ورور سره دې چې زه یې چاقو وهلی یم خبرې مه کوه، هغې ته مه ګوره، سلام هم مه ورکوه. که دا کار وکړې، طلاق کوم دې.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هادیه زیاتوي، هېڅ نه پوهېده چې له حقوقي او قانوني اړخه په بدو کې د نجلۍ ورکړه جرم دی که يې پر وړاندې ودریږي کولی يې شول چې د دې واده مخه ونیسي.

هغې زیاته کړه: «موږ دیني عالمانو ته ورغلي یو او د کلي له مشر سره مو هم خبرې کړي، څو زموږ خور دې په هغه ډول واده نه‌شي. موږ څرګنده کړه چې هغه رضایت نه‌لري، خو هغوی قانع نه شول. ويل یې که تاسې لور ورکړئ، ستاسو جګړه ختمېږي. دوی وويل: لور ده هر وخت چې وي، واده کوي. اوس چې باید ورکړل شي، ورکړئ تر څو دښمني مو ختمه شي او ستاسو د ورور ژوند ژغورل شي. د یوې لور لپاره څو کسان باید ووژل شي.»

حقوقي څېړونکي وايي، په بدو کې د نجلۍ ورکړه په دې مانا ده چې په د یوه جرم د لمنځه وړلو لپاره بل جرم ترسره شي.

حقوقي کارپوه عبدالشکور دادرس وویل، انسان په مادي او معنوي برخو کې د ازادې ارادې حق لري چې پایملونکي یې د جنایت مرتکب کیږي.

«که نجلۍ په اصطلاح د بد تر عنوان لاندې هغه چا ته ورکړل شوه چې یو موده ورسره بدي او دښمني هم وه، هغه هم په داسې ټولنه کې چې متاسفانه ډېره وروسته پاتې ده، دا واقعا انساني جرم دی. دا بشري جرم دی. دا د قانون په محدوده کې سخته جزا لري، چې د جنایت تر عنوان لاندې قابل د مطالعې دی.»

ورته وخت کې دیني عالمان هم د یو انسان د ګناه مسؤلیت د بل انسان په غاړه کې اچول ناروا عمل بولي.

مولوي قطب الدین مجتهد وايي، اسلامي اصول او سنت ښځو ته ځانګړی احترام لري او هغه څه چې په افغاني ټولنه کې د بدو تر نوم لاندې د مېرمنو په اړه ترسره کیږي، هېڅ اسلامي او اخلاقي تایید نه لري.

«اسلام هېڅکله هم دا نه تاييدوي چې ښځو ته د نورو د ګناهونو په بدل کې سزا ورکړل شي. دا ډول کړنه نه يوازې د انساني اصولو خلاف ده، بلکې د قرآني لارښوونو او د پيغمبر (ص) له احاديثو سره هم مخالفت لري. دغه عمل چې ښايي په ځينو ټولنو کې د ناسم کلتور يا دود په توګه ياد شي، نه د دين له نظره د منلو وړ دی او نه هم له عقلاني پلوه. قرآنکريم کې د عدالت اصل دا دی چې: «وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى» يعنې هېڅ يو انسان به د بل چا ګناه پر اوږو نه وړي.»

ورته وخت کې د اسلامي امارت د امرباالمعروف او نهي عن المنکر وزارت مسوولان وايي، د دوی هڅه داده چې په بدو کې د نجونو د ورکړې د مخنیوي لپاره عامه پوهاوی زیات کړي.

د دې وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر له سلام‌وطندار سره خبرو کې وویل، تردې مهاله یې په بدو کې د نجونو د ورکړې او جبري نکاح ۷۵۰۰ پېښو مخه نیولې ده.

«د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت ته د اسلامي امارت له بیا ځل حاکمیت وروسته د ټول هېواد په کچه په بدو کې د نجونو ورکولو یا جبري نکاح ګانو د ارقامو په اساس تر دا مهاله ۷۵۰۰ د دغسې پېښو مخنیوی کړی  دی او دغو ۷۵۰۰ خویندو ته یې خپل شرعي حقوق ورکړي دي.»

په بدو کې د نجونو ورکول یوه جدي ټولنیزه ستونزه ده چې د زیاتو ننګونو او تاوانونو لامل کېږي.

که د دې اساسي ستونزې د مخنیوي لپاره د پوهاوي کچه لوړه او د تعلیم اسانتیاوې زیاتې شي، نو دا پېښې په اسانۍ راکمېدلی شي.

زده‌کړې او پوهاوی کولی شي د کورنیو فکر بدل کړي او د نجونو د حقونو ساتنه وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام