هرات کې د «خواجه عبدالله انصاري» صنعتي شرکت مسوولان وایي چې دغه کارخونه هره ورځ ۱۰۰۰ دیګونه تولیدوي چې پهکې ۵۰۰ دیګبخار او ۵۰۰ د چدن دیګونه شامل دي.
د دې شرکت مسوول سیدعبدالناصر مودودي وایي، د فابریکې تولیدات نه یوازې د هېواد د کورني بازار اړتیاوې پوره کوي، بلکې د نړۍ ۱۰ هېوادونو ته هم صادرېږي.
د مودودي په وینا، د تولید ټول پړاونه په هېواد کې دننه کېږي او خام مواد یې، د فلزي ضایعاتو له بیاځلي پروسس څخه ترلاسه کېږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه زیاتوي، دامهال د دغې کارخونې له لارې له ۲۵۰ څخه ډېر کسان په مستقیم ډول او شاوخوا زر کسان په غیرمستقیم ډول پر کار بوخت دي.
دغه صنعتي پروژه د هرات د تولیدي سکتور په کچه د یوې بریالۍ بېلګې په توګه ګڼل کېږي چې د کورني تولید د پیاوړتیا ترڅنګ د صادراتو د پراخېدو لامل هم ګرځېدلې ده.


