د روانې اوونۍ د تېرې دوشنبې په شپه یوې زورورې زلزلې د ننګرهار، لغمان او کونړ یوشمېر برخې ولړزولې چې یوازې د کونړ د نورګل ولسوالي په مزار درې او د څوکۍ ولسوالي دېوه‌ګل دره کې یې نږدې ۱۵۰۰  کسان مړه او څه باندې درې زره نور ټپیان کړل.

دې زلزلې د مزار درې په ګڼ‌شمېر کلیو کې سلګونه کسان مړه کړي چې لاهم تر خاورو لاندې دي او  خلک یې جسدونو له دفن کولو ستړي کړي دي.

د نورګل ولسوالي اوسېدونکی هجران‌الله  چې د خپلو خوریونو په ژغورلو پسې راغلی، وایي، لاهم په سیمه کې ګڼ انسانان تر خاورو لاندې دي او له مرستندویه ډلو په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.

هغه وویل: «زه پرون دوه بجې راغلی یم حکومت نه زمونږ دا غوښتنه ده چې ټول کورونه لویدلي دي غوښتنه مو دا ده چې مهمات او خوراکي مواد راورسوي او مړي ټول خښ دي په راایستلو یې ولس هم ستړی شو  او چې څه دا چارواکي دي دا هم ستړي شو او وس یې نه رسیږي نور له حکومت مو غوښتنه ده چې ددې مړو د را ایستلو بندوبست وکړي.»

د مزار درې د ودیرو د کلي اوسېدونکي امین‌الله او فقیر وايي، د زلزلې پرمهال د غره ښویېدنې له امله زلزله‌ځپلو سیمو ته غځېدلې لارې لاهم تړل شوې چې د ژغورنې عملیات یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.

دوی دغه‌راز له اسلامي امارت او نړۍوالو مرستندویه بنسټونو غوښتنه کوي چې سیمې ته دې بشري قوه او لومړنۍ بېړنۍ مرستې ورسوي. که څه هم  لارې بندې دي، خو ولسي خلک په پلي ډول د خلکو د راایستلو لپاره سیمې ته روان ديؤ، څو د خلکو په راایستلو کې مرسته وکړي.

امین‌الله وویل: «دا زما کور دی دا کور مې ویجاړ شوی دی  په دې کې زما  دوه بچي شهیدان شوي څلور مې پکې ټپیان هم شوي دي د ودیرو د کلي د بند غاړي ته تر اوسه پورې څوک د مرستې لپاره ندي راغلي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


فقیر وویل: «دا کومه ساحه کې چې مونږ ولاړ یو په دا پاس کور کې دوه شهیدان شوي دي او د زخمیانو خو حساب نشته هغه یې ښکته انتقال کړل طیارو کې ښکته او داسې خاص مرستې تر اوسه پورې مونږ سره داسې سمې مرستې ندي شوي او داسې لږلږ خوراکي مواد راته خلکو راکړي دي او دا زمونږ کوم مال چې دی هغه ټول ددې مینو لاندې شوی دی.»

بل پلو حکومتي مسوولان وايي، په تېرو دوو ورځو کې هوايي ځواک له زرو زیات ټپیان د ننګرهار حوزوي روغتون ته د درملنې په موخه انتقال کړي او لا هم د حکومتي او مرستندویه بنسټونو له لوري د ژغورنې عملیات او مرستو رسولو بهیر روان دی.

په ختیځ کې د خالد بن ولید قُل اردو ویاند مولوي وحید الله محمدي وایي: «په کونړ ولایت کې  د زلزله ځپلو هیوادوالو د ژغورنېیعملیات له دې ورځو راهیسې دوام لريی  ددغه عملیاتو په ترڅ کې شپارلس سوه دیرش تنه ټپیان او د شهیدانو یو ویشت جسدونه  د چورلکو او امبولانسونو په مرسته سل بستریز نظامي روغتون کونړ لغمان او ننګرهار روغتونونو ته لیږدولي دي همدارنګه څلور صحي ټیمونه مو د قل اردو په پوځي سل بستریز روغتون ، ننګرهار هوایي ډګر د کونړ ولایت نورګل ولسوالۍ مزار دره او د همدې ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې ځای پر ځای کړي دي.»

تېره ورځ د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد خبر ورکړ چې د دوشنبې شپې زلزلې یوازې په کونړ ولایت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴۱۱ کسان مړه او ۳۱۲۴ نور ټپي کړي او څه باندې پنځه زره استوګنیز کورونه په بشپړ او نیمه بشپړ ډول وېجاړ کړي دي

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام