د کونړ زلزله؛ د لارو بندښت، د ژغورنې عملیات او د توکو لېږد ستونزمن کړی

د روانې اوونۍ د تېرې دوشنبې په شپه یوې زورورې زلزلې د ننګرهار، لغمان او کونړ یوشمېر برخې ولړزولې چې یوازې د کونړ د نورګل ولسوالي په مزار درې او د څوکۍ ولسوالي دېوه‌ګل دره کې یې نږدې ۱۵۰۰  کسان مړه او څه باندې درې زره نور ټپیان کړل. دې زلزلې د مزار درې په ګڼ‌شمېر کلیو کې سلګونه کسان مړه کړي چې لاهم تر خاورو لاندې دي.

له نشه‌يي توکو بار پر یوې کښتۍ د امریکا برید؛ ۱۱ کسان وژل شوي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ اعلان کړی چې د یوه هوایي برید پرمهال یې، د کارائیب سمندر په نړیوالو اوبو کې د نشه‌یي توکو یوه کښتۍ یې، ویشتلې چې له امله یې، د «ترن د اراگوا» ډلې پورې تړلي ۱۱ کسان وژلي دي.

ټرمپ ویلي، دغه برید سه‌شنبه، سپټمبر دویمه شوی دی. نوموړي زیاته کړې چې یاده کښتۍ کې نشه‌يي توکي امریکا ته لېږدول کېدل.

اسراییل: غزه زموږ د پوځ تر بشپړې کلابندۍ لاندې ده

د غزې ښار په شمال کې د اسراییلي ځواکونو د بمبارۍ له دوام سره هم‌مهاله د اسراییلو امنیتي سرچینو اعلان کړی چې پوځ د غزې ښار په بشپړ ډول کلابند کړی دی.

د «اسراییل ۱۲ کانال» تلویزیون د راپور له مخې، د پوځ د اټکلونو پربنسټ د غزې ښار بشپړ نیول به یو چټک بهیر نه‌وي. په ورته وخت کې، فلسطیني طبي سرچینو ویلي، یوازې د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال په غزه کې ۱۱۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

له یمن پر اسراییلو توغندیز برید شوی

د اسراییلو پوځ وایي چې د یمن له خاورې توغول شوی توغندی یې شنډ کړی دی. د پوځ په وینا، دغه توغندی د هوايي دفاعي سېستم په مرسته په فضا کې له‌منځه وړل شوی او هېڅ ډول زیان یې نه‌دی اړولی.

د خوړو نړیوال پروګرام: د ختیځو ولایتونو زلزله‌ځپلو سیمو سره اړیکې پرې شوي

د ملګروملتونو د خوړو نړېوال پروګرام (WFP) وایي چې د هېواد ختیځ په لوړو زلزله‌ځپلو سیمو کې د ډېری کلیو له اوسېدونکو سره اړیکې پرې شوي دي.

دغه بنسټ نن چهارشنبه، د وږي ۱۲مه، په یوې خبرپاڼه کې لیکلي چې د لارو د تړل‌کېدو له امله د وروستیو زلزلې پاتې ژغورل شویو کسان په انزوا کې ژوند کوي او بشري مرستو ته لاس‌رسی نه‌لري.

پاکستان کې درې جلا بریدونه؛ لږترلږه ۲۵ کسان وژل شوي

د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، تر ټولو ډېره مرګ‌ژوبله د بلوچستان په مرکز، کویټه کې د شوي برید له امله رامنځته شوې ده.

په دې برید کې یوه ځانمرګي بریدګر د بلوچستان ملي ګوند د غونډې پرمهال خپل ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې چې له امله یې ۱۴ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

لوګر کې دوه کسان د څارویو د غلا په تور نیول شوي

د لوګر امنیه قومنداني مسوولان وایي چې د دغه ولایت مرکز پل‌علم ښار اړوند په «کلنګار» سیمه کې د امنیتي ځواکونو له‌خوا دوه کسان د پسونو د غلا په تور نیول شوې دي.

د لوګر امنیه قومنداني ویاند احمدالله انس سلام‌وطندار ته وویل نیول شویو کسانو د اوږدې مودې راهیسې په مرکز پل‌علم کې له بېلابېلو سیمو غلاوې کولې چې د لومړۍ امنیتي حوزې پولیسو له لوري نیول شوې دي.

د سرپل د بلخاب د ډبرو سکرو کان څخه د مسلکي استخراج چارې پیل شوې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند، د شمالي ولایتونو د سفر پرمهال د سرپل د بلخاب ولسوالي کې د ډبرو سکرو د مسلکي استخراج او د معادن ترمنځ د نښلونکي سړکونو پروژه پرانیستله.

ملا برادر د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې افغانستان له طبیعي سرچینو څخه بډای هېواد دی او دا سرچینې ستراتیژیک او بنسټیز ارزښت لري.

خوست کې دوه پراختیايي پروژې ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې

د خوست ولایت مقام څخه نن «چهارشنبه، وږي دولسمه» په يوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ياد ولايت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په علیشرو ولسوالي کې د شاوخوا ۲۲۵زره امریکایي ډالرو په لګښت د دوو پراختیايي پروژو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې.