په هرات کې د اسلامکلا بندر د کمېساري مسوولان وايي چې له دغې لارې هره ورځ څه باندې لس زره افغانان له ایران څخه بېرته هېواد ته راستنېږي.
د اسلامکلا کمېسار حضرت زعیم اغا وايي چې ۷۰سلنه یاد افغانان په خپله خوښه او ۳۰سلنه هم د ایران له لوري په زور بېرته هېواد ته راستنول کېږي.
د نوموړي په وینا، هېواد ته د افغانانو د ستنېدو کچې لوړوالي اصلي لامل په سیمه کې کړکېچ او د ایران له لوري هغه هېواد کې افغان کډوالو ته د ضربالاجل ټاکل دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کډوالو چارو د اطلاعاتو او عامه پوهاي د کمېټې مسوول احمدالله متقي وايي چې اسلامکلا بندر کې بېرته راستنېدونکو لپاره اسانیاوې برابرې شوي او په وینا یې، نغدي مرستې هم ورباندې وېشل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې له ایران او نورو هېوادونو بېرته راستنېدونکو ته خواړه، روغتیايي خدمتونه، وړیا ټرانسپورټ، سیمکارټ او انټرنټ هم ورکول کېږي. دغه خدمتونه د کډوالو چارو ته د رسېدو کمېسیون له لوري وړاندې کېږي.


