د هېواد ډېری سیمو کې ښځې د ټولنې پرمختیا او اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لوبوي. پنجشېر کې هم ښځې توانېدلي چې د لبنیاتو پروسس په برخه کې نارینه‌وو سره په همکارۍ، د کورنیو اقتصادي وده کې د پام وړ ونډه ولري.

دوی د بېلابېل ډوله محصولاتو په تولید سره نه یوازې د خپلو کورنیو د ورځنیو اړتیاوو تامینولو سره مرسته کوي، بلکې د خپل ژوند شرایطو کې یې هم مثبت بدلونونه رامنځ ته کړي دي.

عاقله چې د پنجشیر د “مالیما” کلي اوسېدونکې ده، هره سهار د غوا او وزې په لوشلو سره یوه بله بوخته ورځ پیلوي. د کلیوالي کور په یوه کونج کې، د تجربو او هیلو په ډکو لاسونو سره، د مستو او تازه پنېر د چمتو کولو په حال کې ده.

هغه نه یوازې مور ده، بلکې د خپلې کورنۍ اقتصادي ستنه هم ده چې په خپلو اغېزمنو هڅو سره یې د محلي اقتصاد څرخ په حرکت کې اچولی دی.

هغه وايي: «کور کې دوه وزې لرم. دواړه شېدې ورکوي. له همدغو شېدو، مستې، چکه، پنېر، کورت او نور محصولات جوړوم. بیا یې بازار ته لېږم او خپل او د خپلې کورنۍ مصارف پوره کوم. نورو ښځو ته مې پیغام دا دی، چې کور کې دې نه کیني، د خیاطۍ له لارې کولی شي، غاړې وګنډي، چرګان او نور څاروي وساتي. هم به خپل مصرف پوره کړي او هم د خپلې کورنۍ.»

عاقله د شیدو ډک غړک په اړولو سره نه یوازې پنېر او مستې تولیدوي، بلکې د خپلو ماشومانو لپاره روښانه راتلونکی هم جوړوي. د لویو فابریکو په نشتوالي کې، دا هغه ښځې دي چې خپل کور کې یې کوچنۍ فابریکې جوړې کړې دي.

زینب چې د پنځو ماشومانو مور ده، خپل خاوند سره یو ځای کور کې د لبنیاتو چمتو کولو له لارې د خپلې کورنۍ اقتصاد سره ډېره مرسته کوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه وايي: «مونږ یوه زراعتي غوا واخیسته، ډېره ګرانه وه، خو کولی شو ترې شېدې، پنېر، مستې او قیماق ترلاسه کړو. دغه محصولات د خپلو اولادونو لپاره چمتو کوم او بیا یې هغوی بازار کې پلوري. مېړه مې د زمرُدو کان کې کار کوي، د ژوند د لګښتونو یوه برخه هغه تامینوي. او زه د لبنیاتو په چمتو کولو سره د خپلو ماشومانو لپاره صابون، کریم، جامې او نور توکي اخلم. هیله‌منده یم چې وکولی شم یو فارم ولرم یا وکولی شم بله غوا واخلم، ترڅو تولیدات مو ډېر شي.»

اخوا، د پوهنتون استاد او د اقتصادي مسایلو کارپوه عبدالولي هژیر په دې باور دی چې ښځې اقتصاد ته اصلي وده ورکونکې دي او باید له مصرف کونکي وضعیت څخه په تولیدي ټیم بدل شي.

«څومره به ښه وي چې ښځې چې د ټولنې نیمايي نفوس جوړوي د مصرف‌کوونکو پر ځای په تولیدونکو بدلې شي. دولت کولی شي له مختلفو لارو کورونو کې کسب‌وکار ته وده ورکړي. د ښځو لپاره د وسایلو او امکاناتو په برابرولو سره کولی شي، له ټولنې او اقتصادي سره مرسته وکړي.»

دې سره، د پنجشېر د صنعت او سوداګرۍ رییس امین‌الحق ماثوري وايي، د شاوخوا ۸۰۰ متشبثو ښځو ځانګړنې یې د مرستو جذب لپاره مرسته‌کوونکو بنسټونو ته وړاندې کړي دي.

«له ۷ ولسوالیو او مرکز څخه مو شاوخوا ۸۰۰ مېرمنې مو ثبت کړي، د هغوی مشخصات مو ورکړي، له همکاره موسسو سره مو خبرې هم کړي دي. عنابه ولسوالي کې مو ۵۰ کورنیو ته کورنۍ او زراعتي چرګې وېشلي ترڅو هم یې له هګیو او هم یې له غوښې استفاده وکړي. دانه مو هم ورته وېشلې او هغوی ته مو روزنه هم ورکړې ده.»

پرمختیا کې د ښځو رول نه یوازې په شعار بلکې په عمل کې هم په څرګنده لیدل کیږي. پنجشېر کې د ښځو له لوري د لبنیاتو تولید نه یوازې یو محصول دی، بلکې د هغو ښځو د هڅو ښکارندويي کوي چې پرېکړه یې کړې بدلون له خپل ځانه پیل کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام