Asset 1SWN

د امنیت شورا غونډه؛ افغانستان سره بشري مرستې د اجنډا برخه ده

امنیت شورا غونډه افغانستان

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا روانه میلادي میاشت د افغانستان په اړه خپله درې میاشتنۍ غونډه ترسره کړي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې یا یوناما مشره رزوا اوتنبایوا، د دغه سازمان د ښځو برخې اجرايي مدیره سیما سامي بحوس او د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یو لوړپوړی چارواکی به دغه غونډه کې د افغانستان په اړه مالومات وړاندې کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ۲۶۱۵ پرېکړه‌لیک پر اساس به، افغانستان کې د بشري مرستو وړاندې کول د امنیت شورا د دغې غونډې د اجنډا یوه برخه ووسي.

د امنیت شورا ویلي چې افغانستان لا هم د نړۍ په سطحه تر ټولو سختو بحرانونو سره مخ دی.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي وو چې تر ۲۳ میلیون زیات افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام