له خپل کور، کلي او هغې خاورې لرې چې پهکې زېږېدلې، ورځ د یوازیتوب په احساس سره پیلوي. ۲۵کلنه سارا کابل کې رالویه شوې، خو نږدې څلور کاله وړاندې هېواد کې د سیاسي نظام له بدلېدو وروسته کاناډا ته کډواله شوه او اوس له ډېرو سختیو او هڅو وروسته توانېدلې چې له یوې نوې نړۍ سره ځان بلد کړي.
د ژوند سختیو له امله سارا نهشي کولای، پوهنتون ته لاړه شي او اړ ده چې خپلې ورځې په یوه مارکېټ کې کار کولو سره تېرې کړي، څو وکولای شي، د ځان او افغانستان کې د خپلې کورنۍ لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
هغې وویل: «هېڅکله مې فکر نهکاوه چې افغانستان څخه به بهر شم، ځکه افغانستان کې مې ډېرې هیلې لرلې چې باید ترسره کړې مې وای، خو اړ شوم او باید زدهکړې مې کړې وای او یو چېرته مې ځان رسولی وای، کورنۍ مې باید له اقتصادي اړخه ښه کړې وای.»
د خپلې کورنۍ له مینې لرې پاتېکېدل او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو برابرولو مسوولیت په غاړه اخیستل د سارا لپاره اسانه نهدي. هغه اړه ده چې له شاوخوا خلکو سره د خبرې کولو او د ښه کار موندلو لپاره د یوې کوچنۍ ماشومې پهڅېر له سره ژبه زدهکړي او هڅه وکړي چې د خپل پوهنتون زدهکړې هم بشپړې کړي.
نوموړې وویل: «ژبه ستونزه ده او باید بشپړه یې، زدهکړم، څو وکولای شم، ښه ځای کار پیدا کړم یا زدهکړې پیل کړم. کورس ته ځم او هم کار کوم او څه هیلې چې لرم باید ترلاسه یې کړم.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کډوالۍ سختۍ نه یوازې د ورځې په اوږدو کې په سارا ذهني فشار ډېروي، د شپې هم، د هغې د یوازېتوب ملتیا کوي.
سارا چې هره شپه تر ویده کېدو وړاندې په یوازې ځان له ژوند سره د مبارزې هوډ تازه کوي، وايي: «له کورنۍ لرې یوه لوېدیځ هېواد کې چې ژبه دې هم نهده زده، له درد ډک زړه لرې او اړ یې چې ژوند وکړې، نو اړ شوم چې نوی ژوند وکړم. هره ورځ ژوند راته سخته کېږي.»
د یوازیتوب او له خپلې کورنۍ څخه د لرېوالي تر سیوري لاندې، سارا هغه ورځې یادوي چې په لېوالتیا سره پوهنتون ته تلله او د خبریالې کېدو خوبونه یې درلودل. په ستړي زړه د هغه وخت په اړه خبرې کوي چې له خپلو ملګرو سره یې د خدایپامانۍ فرصت ونهموند او د پوهنتون زدهکړې یې په شپږم سمستر کې پریښودې، ترڅو مهاجرت وکړي.
هغې وویل: «ښه مې په یاد دي چې څنګه وطنه ووتم، حتا له ملګرو او کورنیو سره مې خدای په اماني هم ونهکړه. شپې مې چې خاطرې ذهن ته راځي، نو زړه مې تنګېږي.»
که څه هم اوس د سارا ژوند یو څه ثبات موندلی او توانېدلې چې افغانستان کې د خپلې اته کسیزې کورنۍ مالي ملاتړې شي؛ خو د کور او کورنۍ له مینې لرېکېدل او د هغې نیمګړي خوبونه لا هم هغه ځوروي.
نوموړي وویل: «ټوله شپه چې یوازیتوب کې ناسته یم، د وطن، کابل په اړه فکر کوم؛ زړه مې غواړي چې بېرته لاړه شم، خو پوهېږم چې بېرته تګ مې نشته. کله د غم له لاسه احساس کوم چې ټول بدن مې وېشلی. لکه یوه بېګانه یم.»
سارا خپلې شپې له ستړیا او غم سره تېروي او هره ورځ د مارکیټ د سخت کار او د ژبې ټولګیو په لور قدم ږدي؛ هغه لاره چې پهکې د شاتګ امکان نهشته.


